اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
که زه یو عبادت کار د ریا لپاره ونه کړم مګر وروسته زما یو څوک صفت وکړی او هغه صفت ماته ښه خوند راکړی نو آیا دا ریا ده
عزيز احمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
عن أبي ذر. قال: قيل لرسول الله صلى الله عليه وسلم: أرأيت الرجل يعمل العمل من الخير، ويحمده الناس عليه؟ قال “تلك عاجل بشرى المؤمن”.(۲۶۴۲ مسلم ) .
د ابې ذر نه روايت دی چه له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وشوه چه د هغه سړي په باره کې ستاسې نظر څه دی ؟ چې څه نيک کار وکړي او خلک د هغه صفت شروع کړي ،نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل : دا د مؤمن د پاره عاجل انعام او زيرې دی (رواه مسلم ) .
يعنی په دې سره د هغه د آخرت اجر نه کميږي ځکه چه د ده نيت دا نه وو چې خلک د ده صفت وکړي ، علماؤ دا بيان هم کړی دی چه که کوم د صلاحيت يا مال واله کس ددې د پاره څه عمل وکړي چې خپل ماتحت کسان د هغه ښه عمل ته تشويق او راغب شي نو دا هم ريا نه ده .
د رياکارۍ تفصيلي بيان دلته ولولی https://dawat610.com/archives/1639
و الله تعالی اعلم
آن لاين اسلامې لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله