په جومات کې په يو وخت څو ځله جماعت کول جايز دي ؟

اسلام علیکم ورحمت اللہ وبراکاتہ !
زما سرہ داپوشتنہ ده چی ایآ پہ یو وحت کی پہ جومات کی څو جمعی المونجونہ کیژی ؟
اوبلہ پوشتنہ :زما دوہ کالہ کیژی چی عربی اماراتو تہ رعلی یم گورم چی ھرشحص د جمع المونجہ لپارہ مختہ کیژی ایا صحیح دی ایاالموج پسی کیژی۔ حوا کہ صحیح وی نوزما تراوسہ ونہ لیدل تردی وحتہ پوری چی محتہ شوی امام سجدہ سھوہ گرجولی وی زہ مطلب دادی پدی کی چہ دوی علطی نہ لری ایاکہ دوی تہ المونجہ  ارکان معلوم ندی۔وسلام مننہ لہ ستاسی زحمتہ۔

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

۱- په جومات کې په يو وخت څو ځله جماعت کول :  

د محلې په هغه جومات کې چې  پنځه وخته جمعه په پابندی سره کيږي د دوهمې جمعې کول مکروه دي

ويکره تکرار الجماعة بأذان واقامة فی المسجد محلة (درمحتار ) وفی الشاملة : وقد منافی باب الأذان أن عند أبی یوسف أنه اذا لم تکن الجماعت علی هيئة الأولی والاتکره وهو صحيح (باب الامامة ۱ / ۵۵۳ سعيد ) .

کفايت المفتي ج ۳ باب الجماعت .

مګر په لاندې صورتونو کې جايز دي :

۱– که په کوم جومات کې آذان او جمع په پابندی سره نه ادا کيږي يا د لارې پر سر وي چه هر وخت خلک ځي راځي نو په داسې جومات کې دوهمه او دريمه جمع کيدای شي په داسې جومات کې به د هرې جمع ثواب د جماعت وي .

۲- په کوم جومات کې چه آذان او جمع کيږي او امام هم مقرر وي که دغه جومات ته د بهر نه خلک راشي نو دوهمه جمعه کولای شي د دوهمې جمعې قيد د محلي د خلکو د پاره دی ( اسلامی فقه ص ۸۹ ) .

و فی الرد:

«ولنا «أَنَّه عَلَيهِ الصَّلاَةُ وَالسَّلاَمُ كَانَ خَرَجَ لِيُصْلِحَ بَينَ قَوْمٍ فَعَادَ إِلَى الْمَسْجِدِ وَقَدْ صَلَّى أَهْلُ الْمَسْجِدِ فَرَجَعَ إِلَى مَنْزِلِهِ فَجَمَعَ أَهْلَهُ وَصَلَّى» ولو جاز ذلك لمَّا اخْتار الصَّلاة في بيته على الجماعة في المَسْجد، ولأن في الإطلاق هكذا تقليل الجماعة معنى، فإنهم لا يجتمعون إذا علموا أنها لا تفوتهم وأمَّا مَسْجد الشَّارع فالنَّاس فيه سواء لا اختصاص له بفريق دون فريق ا هـ. ومثله في «البدائع» وغيرها، ومقتضى هذا الاستدلال كراهة التكرار في مسجد المحلة ولو بدون أذان؛ ويؤيده ما في «الظَّهيرية»: لو دخل جماعة المسجد بعدما صلى فيه أهله يصلون وحداناً وهو ظاهر الرواية ‌»‌.(رد المحتار:1/409)

و  فیها  ایضاً‌:

«و  روی  عن  انـس  رضي الله عنه ان  اصحاب رسول الله صلي الله عليه و سلم  کانوا  اذا  فاتتهم  الجماعة  فی  المسجد  صلوا  فی  المسجد  فرادی‌»‌.(رد المحتار:1/265.فتاوي رشيديه:ص 297. عزيز الفتاوي:ص 190، 191) .

د مطلب خلاصه : کوم جومات چې په بازار يا لاره کې موقيعت ولري په هغه کې د مسافرو يا لارويانو د پاره څو جمعې کول جايز دي ، د دوهمې جمعې کراهيت د هغه خلکو د پاره دی چې د همدې جومات له محلې څخه وي.

۲- د محل خلک يا د جومات ځايي اوسيدونکي يا د مسافرو ډله په به کومو شراېطو امام ټاکي ؟ تفصيل دلته وګورئ

دا چې د دوهمې جمعې د پاره څوک پخپله خوښه د امامت د پاره مخکې کيږي او دا مسئوليت قبلوي ، ضرور به د لمانځه په احکام پوه وي ، په دې صورت کې مسئوليت هغه ته متوجه دی نه مقتديانو ته ځکه چې د هغه په باره کې مقتديانو ته څه علم نشته چې څنګه سړی به وي ؟

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email