(۱۰) د مسلمانې خور ځانګړي احکام (د نفاس احکام او مسائل )

 نفاس ( د ولادت دوره )

د نفاس تعريف :

نفاس : عبارت له هغه وينې څخه دی چې له رحم  څخه د تولد او يا د تولد څخه وروسته خاريجېږي . دغه وينه په اصل کې هغه وينه ده چې د ولادت  په وخت کې د ښځې په رِحم  کې پاتې شوي ده . کله چې ښځه زېږون وکړي دغه پاتې شوي وينه يي په تدريج سره له رِحم څخه بهېږي  . همدا شان هغه وينه چې مخکې له زيږون او د زيږون د نښانو په شروع کېدو سره له ښځې څخه خاريجېږي نو همدغه د نفاس او يا د ولادت د وينې په نامه باندې ياديږي .

فقهاوو ددې وخت مخکې له ولادت څخه دوې او يا دري ورځې مقيد کړی دی . غالباً دې  ولادت د درد په شروع سره شروع کېږي .

د نفاس موده : د فقهاؤ په اتفاق د نفاس زياته موده څلويښت ورځې ده او د کمې حد يې معلوم نه دی د ښځې په عادت پورې اړه لري .

خبردارئ : ځنې ښځې عادتاً تر څلويښتو ورځو مخکې پاکې شوې وي مګر په دې ګمان چې زما څلويښتي نه ده پوره شوې غسل نه کوي او لمونځ نه ادا کوي چې داسې کول سخته ګناه ده .

اسلامې شريعت د نفاس زياته موده څلويښت ورځې ټاکلې ده او کمه موده يې نه ده معلومه چې ډيرې کمې ښځې څلويښتو ورځو ته رسيږي او د زياتو ښځو د نفاس موده څلويښتو ورځو ته نه رسيږي بلکې د ځنو پنځلس ورځې ، د ځنو شل ورځې ، دځنو پنځه ويشت يا پنځه دېرشو ته رسيږي چې دا موده د هرې ښځې په عادت پورې اړه لري خو هر کله چې پاکه شي فوراً به غسل کوي او عبادت به شروع کوي .

عن انس انه صلی الله عليه وسلم وقت للنفسآء اربعين یوماً الا ان تری الطهر قبل ذالک (ردالمختار ۱/۳۰۹ ) .

او که د نفاس د وينو بهيدل تر څلويښتو ورځو زيات دوام وکړي نو هغه استحاضه ګڼل کېږي هغه به لمونځ او روژه نه پرېږدي (شرح التنوير ۱/ ۳۰۹ )

په نفاس ( زيږون ) پوري تړلي حکمونه :

       د ولادت حکمونه د حيض يا مياشتني عادت د حکمونو په څېر دي دي چې په لاندې ډول بيانېږي :

       ۱  ـ  هغه ښځه چې نوي ماشوم يي زيږولي وي (  د نفاس په موده کې )  له هغې سره جماع او يوځايوالي حرام دی ، لکه څرنګه چې د حايضې ښځې سره يو ځای والی حرام دی .

       ۲ ـ په هغه ښځه چې نوي ماشوم يي زيږولي وي ( د نفاس په دوره کې ) لمونځ کول او روژه نيول نشته.

     ۳ ـ پر هغه ښځه چې د نفاس په دوره کې وي په قرآن باندې بغير له غلافه لاس وهل ، د قرآنکريم تلاوت کول او جومات ته تلل ، د کعبې طواف کول د حايضي ښځي د حکم په شان ورباندي حرام دي .

    ۴  ـ هغه ښځه چې د نفاس د ناروغۍ له وجې يي روژه قضا کړي وي د حايضې ښځې په شان ورباندې د روژي قضايي راوړل واجب دي .

    ۵  ـ پر ښځه باندې واجب ده چې د نفاس د درورې تر ختمېدو وروسته غسل وکړي لکه څرنګه چې د حايضې ښځې د دوري تر ختمېدو وروسته غسل واجب دی .

 د جنينو احکام …………….

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email