د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟

ګرانو او محترومو هیله ده چی د غوږونو او پزې د سوری کولو به اړوند که لږ راته روښانه کړی چی روا دی او که نه روا ډېره مننه

عبدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ښځو د پاره د زېوراتو اچولو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي .

د فتاوي دارالعلوم ديوبند هم دا رنګه پوښتنه شوې ده چې :

د ښځو پوزه او غوږونه سورې کول جايز دي او که نه ؟

په ځواب کې ليکي : د بخاري او مسلم حديث شريف دی :

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ الله عَنْهُمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم خَرَجَ وَمَعَهُ بِلالٌ، فَظَنَّ أَنَّهُ لَمْ يُسْمِعِ النِّسَاءَ فَوَعَظَهُنَّ وَأَمَرَهُنَّ بِالصَّدَقَةِ، فَجَعَلَتِ الْمَرْأَةُ تُلْقِي الْقُرْطَ وَالْخَاتَمَ، وَبِلالٌ يَأْخُذُ فِي طَرَفِ ثَوْبِهِ. (بخارى: 98)

ژباړه :ابن عباس رضی الله عنه روايت کوي : رسول الله صلی الله عليه وسلم  د بلال رضی الله عنه  سره د جومات څخه بهر شو او ګمان یې وکړ چې ښځو به د هغه وعظ او ارشاد نه وي اوريدلی . نو هغوی ته يې وعظ وکړ او هغوی ته يې د صدقې ورکولو امر وکړ ، ښځو د لښتيو او ګوتيو په ايستلو شروع وکړه او بلال رضی الله عنه هغه په خپل لمن کې جمع کولې .

د پورته حديث شريف څخه د صحابه بيبيانو د غوږونو سورې کول او په هغه کې د زيورات اچول د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  د زمانې نه ثابت شوی دي .

او پاتې شوه د پوزې سورې کول په دې اړه په درمختار کې دي چې : قوله لم اره قلت ان کان مما ينزين النسآء به کما فی بغض البلاد فيها کثقب القرط ..و قد نص الشافعية علی الجواز (شامي ص ۲۷ باب حظر و اباحه ) .

پس ددې عبارت څخه د پوزې سوري کولو جواز هم معلوم شو .

(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۷۵۵ ) .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email