(۵) د ښځو ځانګړي احکام (زينت او سينګار )

د ښځې د سر د ويښتانو احکام

اول صورت د ويښتانو خريل :

   بايد چې هره مسلمانه ښځه د خپل سر ويښتان پرېږدي د ضرورت نه بغير د ويښتو خريل حرام دي .

په دليل د هغه حديث چې امام نسايي په خپل کتاب (سنن) کې د علي رضي الله عنه نه روايت کړي دي ، همدا راز همدغه حديث امام البزار له سند سره په خپل کتاب کې د حضرت عثمان رضی الله عنه نه روايت کړي ، همدا شان ابن جرير له خپل سند سره له عکرمه رضی الله عنه نه روايت کړي دي او ټولو ويلي دي چې :نهي رسول الله صلي الله عليه وسلم  ان تحلق المراة راسها.

(رسول الله صلی الله عليه وسلم ښځې ته د ويښتانو د خريلو نه منع کړي ده )). هر کله چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم نه د يوه شي په باب د نهي کليمه روايت شي  بې له دې نه چې کوم معارض ( مخالف ) ونه لري په معني د حرام والي ده .

ملا علي قاري الأفغاني په کتاب د (المرقاه المشکاة) کې ويلي دي : قوله : ( ان تحلق المراة راسها ). يعنې د ښځې د پاره د سر د ويښتانو خريل منع دي .

د سر ويښتان  په حسن او ښکلا کې ډېره ونډه لري لکه د نارينه وو لپاره چې په ږيره کې جمال او ښکلا ده .

دوهم صورت د سر د ويښتانو کمول :

     که چيري د سر د ويښتانو په کمولو کې يي موخه آرايش نه وي او دې ويښتانو ساتنه ورته ستونزمنه وي يا دا چې د سر ويښتان يي ډير اوږده وي او نظافت ساتل يي ورته سخت وي نو په داسې حالاتو کې يي کمول څه پروا نه لري چې د ضرورت په اندازه يي لنډ کړي . لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ځنې بيبيانو د هغوی صلی الله عليه وسلم د مرګ نه وروسته همدا ډول کول  ځکه چې هغوی د آن حضرت صلی الله عليه وسلم له وفات وروسته آرايش او سينګار کول په بشپړ ډول ترک کړل او هيڅ اړتيا يي د سر د ويښتانو اوږدولو ته نه درلوده.

     که چير ي د ښځې موخه د سر دويښتانو د لنډولو څخه د کفارو  ښځو او نارينه وو سره مشابهت او تقليد وي نو بې له شکه دغه کار حرام دی .

دلیل:  من  الحديث‌:  «‌لعن  الله المشتبهین  بالنساء  و  المشتبهات  بالرجال‌»  الحدیث‌. و  فیه  (‌المجتبی‌)  قطعت  شعر  رأسها  أثمت  و  لعنت،  و  زاد  فی  البزازیـة‌:  و  ان  بـاذن  الزوج  لأنه  لا  طاعة  لمخـلوق  فی  معصیة  الخالق‌،  و  لذا  یحرم  علی  الرجل  قطع  لحیته  و  المعنی  المؤثر  التشبه  بارجال‌،  انتهی‌»‌.( ‌الدر  المـختار  مـع  الرد: 5/288  طـبع  کـویته  .

شيخ محمد ابراهيم پخپل کتاب مجموع فتاوي کې ليکي :

 د ويښتانو لنډولو او خريلو رسم او رواج چې په ډېرو اسلامي هيوادونو کې شتون لري دا طريقه او عادت د فرنګيانو دی او په بشپړ ډول د مسلمانو ښځو د عرف او عاداتو مخالف عمل دی او دا د هغه انحرافاتو له ډلې څخه دي چې بده مرغه زمونږ په دين ، اخلاقو او د ژوندانه په ډېرو نورو چارو کې يي هم نفوذ کړي دي وروسته له دې په ځواب ددې حديث کې (اَنَ ازواج النبي صلي الله عليه وسلم ياَخذن من رؤوسهن حتی تکون کالو فرة ) .

داسې وايي : د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارکو ميرمنو د آن حضرت صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته د سر ويښتان لنډول البته د ژوندانه په وخت کې به يي د خپل ځان سينګار کولو او غوره سينګار يي د سر ويښتان وو وروسته د آن حضرت صلی الله عليه وسلم له وفاته د هغوي لپاره ځانګړي حکم وو چې د ځمکې پر مخ هيڅ ښځينه د پاره هغه حکم نشته ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارکو ميرمنو د پاره د بل چا سره نکاح کول منع وو او هغوی د واده کولو څخه بالکل ناهليې وې هغوی د رسول الله صلي الله عليه وسلم د وفات په سبب ټول ژوند د عدة د دوري د تيرولو په شان وه چې د مرګ تر لحظي پوري محبوسې وې او د واده حق يي د هيچا سره نه درلود .

    لکه څرنګه چې الله جل جلا له په دې اړه فرمايلي دي :  وَمَا كَانَ لَكُمْ أَن تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا أَن تَنكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِن بَعْدِهِ أَبَدًا إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ عِندَ اللَّهِ عَظِيمًا  (الاحزاب ۵۳)

ژباړه : ستاسې لپاره دا نه روا چې د الله د رسول د پاره ستوزې جوړې کړئ او نه هم هيڅکله (در ته روا دي ) چې د هغه له وفات وروسته د هغه ښځې په نکاح کړئ . بې شکه دا کار د الله پر وړاندې ستره ګناه ده .

و من الله توفيق

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email