د ډنمارک د غوښو د شرکت طريقه:
په ډنمارک کي اوسېدونکى محمد الابيض، کوم چي د غوښو په قوطۍ اچونکي فابريکه کي کار کوي، وايي چي هغوى تل پسونه په برق بې هوښه کوي (وژني) او په صندوقونو يې ليکي چي: (مذبوحة على الطريقة الاسلامية)
زه وړانديز کوم چي يو څوک وليږل سي چي شرعي ذبح او يا يې د ده په حضور کي ذبح وسي.يهودان د خپلو ذبائحو لپاره همداسي کوي او موږ د دې لپاره له دوى څخه زيات بهتر يو. دوهم د شيخ عبدالله بن علي العضية تقرير چي د افتاء رياست له خوا په قصيم کي لارښود دى، له لندن او فرانسې څخه د واردو شويو غوښو په هکله ليکي: کومه چي د واردو شوو چرګانو او د هغوى د ذبح کولو موضوع ده، د هغې په هکله ما په لندن کي زيار وايست چي زه يې د ذبح کولو په طريقه وپوهيږم نو د ذبح کولو د ماشينانو د شرکت مدير ته ورغلم او داسي مي ورته وښودله چي زه ګواکي په سعودي کي د چرګانو د ذبح کولو شرکت جوړوم نو د نمونې مصور د فابريکو يو کتلاګ (د کار نمونې) يې راکړ، کوم چي د دوى شرکت يې جوړوي، کله چي يې د عملياتو څرنګوالى راته شرح کاوه ما ورته و ويل چي چرګ د تغليف (پيچلو) د ماشين په وړاندي داسي ښکاره سو چي سر يې پرې سوى نه و! نو ده د استفهام په ډول راته و ويل: ولي د سر پريکول؟ ما ورته و ويل چي په منځني ختيځ کي موږ د مرغانو سرونه نه خورو.
زه ستاسو حضور ته د فابريکې (کارخانې) يو فوتو ګرافي عکس درليږم چي لومړى ځل موټر د کارخانې له دروازې سره دريږي، لکه چي په ترجمه سوي عکاسي کي ښکاري، بيا چرګان راکوزيږي او په پښو تړل کيږي او په يوه ګردۍ آله باندي تېريږي چي هغه نيمايي خلاصيږي او د چرګانو سرونه پکښې ننوځي، په هغې باندي ليکلي چي دغه ذبح د بې خودۍ په طريقه ترسره کيږي، ځکه د چرګ سر سخته چاودېدونکې هوا و وهي چي بيا نه ويني او نه هم اوري، د مرګ د راتلو انتظار کوي، بيا يو بل ماشين ته ور رسيږي چي په هغه کي د ويني څاڅکي يا نور څه توييږي، بيا وروسته بل جهاز (ماشين) چي هغه په خورا سختو ګرمو اوبو او يا بخار چليږي، که چيري ژوندي وو، هلته مړه کيږي، بيا د پاکولو لپاره ځني راوځي، تر څو د نايلون په کڅوړو او بيا په کارتن کي کښېښودل سي، هغه چي په عربي ورباندي ليکل سوي وي (ذبح على الطريقة الاسلامية) دغه يوه کوچنۍ کارخانه ده چي په يوه ساعت (ګړۍ) کي دوه زره (٢٠٠٠) چرګان راباسي.
د شيخ عبدالله العضية د مقالې لنډيز:
(١) ايا تر اوسه هم څوک له يهودو او نصاراوو څخه پر خپل کتاب باندي پاتي دي؟ چي ملحدان او يا کمونستان سوي نه دي؟
(٢) زياتره هغه کسان چي د ذبح کولو چاري ترسره کوي، له منحرفو دهريانو او بت پرستانو څخه دي.
(٣) ايا موږ يوازي پر دې چي پر کڅوړو سربېره ليکلي و وينو چي (ذبح على الطريقة الاسلامية) له هغو څخه خوراک کوو؟ او که د پيغمبر6 د حديث په پيروي چي فرمايي:
“دَعْ مَا يُرِيْبُکَ إِلٰى مَا لاَيُرِيْبُکَ” [ترمذي:٢٥١٨]
ترجمه: (د يقيني شي په مقابل کي هغه شى پرېږده چي تا په شک کي اچوي) عمل کوو؟ په حديث شريف کي له مشتبهاتو څخه ويرونه سته.
(٤) دوى يې له اتوماتيکي مسلخ څخه راوګرځول او هغه مسلخ ته يې بوتلل چي هلته د داخلي مسلمانانو لپاره يو څو تنو مسلمانانو د ذبحي چاري پر مخ بېولې او دوى يې نه پرېښودل چي اتوماتيکي مذبح وګوري، که چيري په اسلامي طريقه هلته ذبح کېداى نو حتماً به يې هغه هم په ليدلى واى.
(٥) چرګ له مسلخ څخه مړ او پريولى راوځي، خو سر يې پرې سوى نه وي او نه يې هم پر غاړه د ذبحي څه اثر وي او په دې باندي د مذبح چلونکى انګريز هم اعتراض کوي او وايي چي اسلامي ذبح وحشت ده! او چي کله په حيوان کي ويني موجودي وي، هغه دروند او ګټور وي!
(٦) همداسي په تېلو او غوړيو کي د خنزير او مړزګي وازګي ګډيږي.
(٧)وړانديز دا دى چي يو څوک ولېږل سي او د ذبائحو او دا ډول ملاوټونو په حال ځان خبر کړي.
نور هم ډېر تقريرونه سته چي موږ د اوږدوالي په سبب پرېښودل.
يوولسم: په تېرو سويو راپورونو د داعيونو له مشاهداتواو د مجلو له منشوراتو څخه معلوميږي چي د چرګانو، مرغانو او د غوايانو يا نورو حيواناتو غوښي چي له کفري دولتونو څخه وارديږي او همداراز په قوطيو کي خوندي سوي غوښي چي (پولي بيف) يې بولي او د غوايي ښوروا چي په دبليو کي ساتل سوې او له اروپا، اسټراليا او امريکا څخه راوړل کيږي، د مسلمانانو لپاره يې خوراک ناروا دى، ترڅو چي په يقيني توګه ورته معلومه سوې نه وي چي ذبح کونکى مسلمان يا اهل کتاب دى چي پر خپل دين پاته دى او ايا ذبح يې په شرعي طريقه ترسره کړې؟ خو ډېر ځله دغه يقيني کېدل محال وي او دا په لانديني وجوهاتو باندي:
لومړى: د ذبح کونکي ديانت چا ته معلوم نه وي او نه يې څوک پېژندلاى سي، هغه په داسي هېواد کي اوسي چي هلته بت پرستان، دهريان، سيکولران او نور مشرکان اوسيږي نو نه غالب ګومان او نه هم يقين کول کيږي چي هغه دي اهل کتاب وي، بلکي غالب ګومان دادى چي هغه به غير اهل کتاب وي، ځکه چي اهل کتابو خپل دين پرې ايښى او په خاصه توګه بيا د ذبحي په هکله، دوى په ټولو آسماني اديانو پسې استهزاوي کوي او ملنډي په وهي، که څه هم چي نومونه يې د نصرانيانو غوندي دي، خو يوازي نومونه کفايت نه کوي. کله چي له خپلي عقيدې څخه ګرځيدلي وي، هغه عقيده چي د وحي د نزول په وخت کي يې معتقد وو نو د دوى خپله ذبيحه حلاله نه ده او دغه عبارت ته چي د (ذبح على الطريقة الاسلامية) اعتبار نسته، ځکه دغه د تجارت د ګټي لپاره يوه حيله ده، لکه چي داعينو او مبلغينو يې هم يادونه کړې ده.
دوهم: هغه شرکتونه چي اسلامي هېوادونو ته د غوښي صادرات لري، په ذبح کولو کي د اسلامي طريقې متابعت نه کوي، بلکي حيوان په برق وژني يا يې په (نفخ) خفه کوي يا يې په ځانګړې تمانچه پر سر ولي او يا يې په نورو غيرشرعي طريقو… او بيا يې تر هغو نه ذبح کوي، تر څو چي مړ سوى نه وي او په ځينو راپورنو كي مو دا هم ولوستل چه چرګ له ماشين څخه مړ پريولى راو وت چي سر به يې پرې سوى نه و او نه به يې پر غاړه د ذبحي او پرې کېدو کومه نښه او اثر و! مصيبت دلته وي چي دغه شرکتونه اصلاً د اسلامي ذبحي په طريقه نه پوهيږي او نه دا ورته معلومه ده چي د ذبح کولو ځاى په حلق او غاړه کي دى او د علماوو په اتفاق چي اختياري ذبح سيواله دغو دوو ځايونو (حلق، لبه) بل ځاى نه روا کيږي.
دريم:پر ذبيحه د الله’ نوم يادول لازمي امر دى، الله’ د هغو ذبائحو له خوړلو څخه مؤمنان منع کړي دي، کوم چي د الله’ نوم نه وي باندي ياد سوى او هغه يې فسق بللى، الله’ فرمايي:
وَلاَتَأْکُلُوْا مِمَّا لَمْ يُذْکَرِ اسْمُ اللهِ عَلَيْهِ وَ اِنَّهُ لَفِسْقٌ »[الانعام:١٢١]
ترجمه:(او مه خورئ تاسي له هغې (مرداري) چي نه وي ياد کړاى سوى نوم د الله’ پر هغې باندي (عمدًا) او بې شکه چي دا خوراک خامخا ګناه ده)
دغه آيت د هغي ذبيحې خوړل چي د الله’ نوم نه وي ورباندي ياد سوى، حرام بولي او دا يقيني خبره ده چي نصرانيان د الله’ نوم پر ذبيحه نه يادوي او د جمهورو علماوو په نزد چي د اهل کتابو د ذبائحو د حلال والي لپاره هم تسميه شرط ده او علماء دا هم شرط ګڼي چي پر معين حيوان باندي د ذبح کولو په وخت کي تسميه وي، معنا دا چي د تسميې او ذبحي ترمنځ اوږده موده نه وي او دغه شرطونه په برقي ماشينانو کي نسي ترسره کېداى، ځکه که يې څوک په لومړي ځل په ماشين چالانولو کي و وايي، هغه پر معين حيوان نه بلل کيږي او کله، کله خو د تسميې او د چرګانو د حلالولو د اسبابو ترمنځ ډېره اوږده موده وي چي کله نا کله بشپړي ورځي ته رسيږي!
ظاهره دا ده چي دغه ډول تسميه د داسي ټولو څارويو لپاره کفايت نه کوي او دا د ابن قدامه هغي وينا ته نژدې ده چي وايي: که يو چا د پسونو رمه وليدله او ويې ويل “بسم الله” بيا يې يو پسه راونيوى او هغه يې بې له تسميې ذبح کړ، هغه حرام دى.
څلورم: دغه غوښي له هغو هېوادونو څخه راځي چي د دوى عادت دى چي ذبح په خفه کولو يا برق (برېښنا) او يا پر سر د ويشتلو او يا هم په برېښنا يي وسيله په بې هوښۍ راوستلو کوي، دوى د تسميې نه ويلو هيڅ پروا هم نه کوي، د دوى زياترو خپل دين پرې ايښى دى او په دې کي شک نه سته چي دغه اقلاً شبه پيدا کوي چي ايا دغه ذبائح به هغه چا حلال کړي وي چي د ذبحي کولو اهل دي؟ ايا په شرعي طريقه به يې حلال کړي وي او که نه؟
کله چي د حلال والي او حرام والي مقابله راشي نو د ممانعت اړخ نيول کيږي، هغه که په ذبائحو کي وي او که په نور څه کي، لکه چي ډېرو علماوو د عدي بن حاتم> په روايت دليل نيولى چي نبي6 هغه ته و فرمايل:
“إِذَا اَرْسَلْتَ کِلاَبَکَ الْمُعَلَّمَةَ وَذَکَرْتَ اِسْمَ اللهِ عَلَيْهِ فَکُلْ مِمَّا اَمْسَکْنَ عَلَيْکَ وَاِنْ قُتِلَ اِلاَّ اَنْ يَّاْکُلَ الْکَلْبَ فَاِنِّيْ اَخَافُ اَنْ يَّکُوْنَ اِنَّمَا اَمْسَکَهُ عَلٰى نَفْسِهِ وَاِنْ خَالَطَهَا کِلاَبٌ مِّنْ غَيْرِهَا فَلاتَأْکُلْ“ [بخاري ٥۳٨۴]
ترجمه: (کله چي روزل سوى سپى وليږې او د الله’ نوم يې له ليږلو سره يو ځاى ياد کړې، که بل سپى ورسره نه و، بيا يې ښکار خوره او که بل سپى ورسره و، بيا يې راوړى ښکار مه خوره!)
ذکر سوى حديث شريف پر دې دلالت کوي چي که چيري له ښکاري روزل سوي سپي سره بل سپى و نو بيا يې ښکار نه خوړل کيږي چي د ممانعت طرف ته ترجيح ده، په دغه ښکار کي روا کونکى سته چي هغه ښکاري روزل سوى سپى دى او همداراز ناروا کونکى چي هغه د بل سپي موجوديت دى، ځکه نو پيغمبر6 د دغه ښکار له خوړلو څخه منع وفرمايله او همداراز رسول الله. فرمايي:
“فَاِنْ وَجَدْتَهُ قَدْ قُتِلَ فَکُلْ اِلاَّ اَنْ تَجِدُهُ قَدْ وَقَعَ فِيْ مَاﺀٍ فَاِنَّکَ لاَ تَدْرِيْ الْمَاﺀُ قَتَلَهُ اَوْ سَهْمَکَ“[بخاري رقم ۵۴۸۴، مسلم رقم ۴۹۸۲]
ترجمه:(کله چي ښکار په غشي و ولې او په اوبو کي ولويږي، بيا يې مه خوره ځکه نه معلوميږي چي اوبو وژلى دى که ستا غشي!)
او د ترمذي په روايت کي راځي:
“اِذَا عَلِمْتَ أَنَّ سَهْمَکَ قَتَلَهُ وَلَمْ تَرَ فِيْهِ أَثَرُ سُبُعِ فَکُلْ“ (رقم: ١٤۶٨)
[دغه حديث شريف ترمذي روايت کړى دى او وايي چي حسن صحيح دى]
ترجمه: (کله چي په دې وپوهېږې چي ستا په غشي وژل سوى او د درنده (ډولونکي حيوان) اثر پکښې نسته، بيا يې خوره)
له پورتنۍ څېړني (تحقيق) څخه ښکاره کيږي چي له کفري هېوادو څخه واردي سوي غوښي حرامي دي او د شرعي قواعدو غوښتنه او تقاضا دا ده چي د دغو غوښو پر حراموالي دلالت وکړي، لکه چي د عدي> په روايت کي تېر سو او يا په هغه حالت کي چي د ښکاري په غشي و ويشتل سي او په اوبو کي ولويږي، نه خوړل کيږي، ځکه چي احتمال لري، اوبو به وژلى وي.
د حضرت عائشې رضی الله عنها په روايت کړي حديث کي چي وايي:
“أَنَّ قَوْمًا حَدِيْثى عَهْدٍ بِإِسْلاَمٍ يَأْتُوْنَنَا بِاللُّحُوْمِ فَلَانَدْرِىْ أَذَکَرُوا اسْمَ اللهِ عَلَيْهِ أَوْ لا. فَقَالَ النَّبِىُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: (سَمُّوْا اللهَ أَنْتُمْ وَکُلُوْا)” [بخاري:٥٥٠٧]
ترجمه:(يو قوم چي په نژدې وخت کي مسلمانان سوي وو، موږ ته يې غوښي راوړلې، موږ نه پوهيدو چي ايا تسميه به يې ورباندي ويلې وي او که نه؟ پيغمبر6 وفرمايل چي تسميه تاسو ورباندي و واياست او ويې خورئ)
په دې کي د دې دليل نه سته چي دغه له کفري دولتونو څخه راوړل سوي غوښي به هم حلالي وي، ځکه نوموړى حديث شريف د مسلمان قوم په هکله دى، که څه هم چي نوي مسلمانان سوي وو، خو دغه غوښي د کفارو له هېوادونو څخه راوړل کيږي چي ذبح کونکي نه مسلمان او نه اهل کتاب دي، بلکي مجهول الحال دي.
پنځم: مسلمان ته ښايي چي احتياط وکړي او د شکمن شي له خوړلو څخه منع وکړي، لکه چي پيغمبر6 فرمايلي دي:
“دَعْ مَا يُرِيْبُکَ إِلَى مَا لايُرِيْبُکَ“ [ترمذي:٢٥١٨]
ترجمه: (پرېږده هغه څه چي تا په شک کي اچوي، د هغه څه په مقابل چي يقيني حلال دى)
همداسي د رسول الله. وينا ده :
“اَلْحَلالُ بَيِّنٌ وَ الْحَرَامُ بَيِّنٌ وَ بَيْنَهُمَا اُمُوْرٌ مُشْتَبَهَاتٌ، لايَعْلَمُهُنَّ کَثِيْرٌ مِنَ النَّاسِ فَمَنِ اتَّقَى الشُّبُهَاتِ فَقَدِ اسْتَبْرَأَ لِدِيْنِهِ وَعِرْضِهِ وَ مَنْ وَقَعَ فِى الشُّبُهَاتِ وَقَعَ فِى الْحَرَامِ کَالرَّاعِىْ يَرْعَى حَوْلَ الْحِمَى يُوْشِکُ أَنْ يَّقِعَ فِيْهِ“ [بخاري:٥٢]
ترجمه:(حلال شيان ښکاره دي او حرام شيان هم ښکاره دي، د دوى په منځ کي شکمن (مشتبهات) دي چي ډېر خلګ يې نه پېژني، څوک چي له دغو شکمنو شيانو څخه پرهېز وکړي، خپل دين او عزت يې خوندي کړ (يعني د خپل دين او آبرو په هکله يې صفايي وړاندي کړه) او څوک چي په شکمنو کي واقع سي، هغه په حرامو کي ولوېدى، لکه چي کوم شپانه د پاچا د کښت په شاوخوا کي پسونه پيايي نو نژدې وي چي په هغه کښت کي ګډ سي)
او د صحيح البخاري په روايت کي راځي :
“وَمَنِ اجْتَرَى عَلَى مَايَشُکُّ فِيْهِ مِنَ الإِثْمِ أَوْشَکَ أَنْ يُّوَاقِعَ مَا اسْتَبَانَ“
ترجمه: (څوک چي د شکمنو شيانو په خوړلو کي زړورتيا کوي، نژدې ده چي په ښکاره حرامو کي دي ورګډ سي)
او هغه چي د چرګانو په کڅوړو ليکلي وي چي(ذبح على الطريقة الإسلامية) او هغه چا يې تصديق کړى وي چي نه يې ذبح په خپله ليدلې او نه يې هم نائب ليدلې وي او دغه کسان د دغه تصديق په بدل کي پيسې ترلاسه کوي نو قطعًا حلاله نه ده ځکه دغه تصديق کونکي يا خو قاديانيان دي او يا نور ناوړه کسان چي د خپلي ګيډي له غمه سيوا بل غم نه لري، لکه چي په تېرو راپورونو کي مو ولوستل.
دوولسم:توصيې او وړانديزونه:
الف: بايد د زياتو حيوانانو او مرغانو روزنه او پالنه وسي او يا د اړتيا وړ ژوندي مرغان او څاروي وارد کړل سي او د هغوى د خوراک او څښاک غم وخوړل سي. مناسب ځايونه ولټول سي او په اسلامي هېوادونو کي ذبح کړل سي او له هغه چا سره چي د دې کار لپاره چمتو وي، مرسته وکړل سي، هغوى که سوداګر وي او که شرکتونه، تر څو هغوى تشجيع او حوصله پيدا کړي، همداراز د پنير، غوړيو، تيلو او نورو منتجاتو کارخانې جوړول په کار دي.
ب: په اسلامي هېوادونو کي ځانګړي مسلخونه جوړول چي په شرعي توګه ذبح ترسره کوي، تر څو نورو هېوادونو ته غوښي صادري کړي.
ج: د امانت خاوندان مسلمانان چي د ذبحي کولو په طريقه پوهيږي، په نوموړو کارخانو کي د ذبح کولو لپاره غوره سي، تر څو په شرعي طريقه څومره چي صادرات کوي، ذبح وکړي.
د: پر اسلامي حکومتونو لازمه ده چي له کفري هېوادونو څخه د غوښي پر راوړلو سخت بنديزونه ولګوي او نه پريږدي چي اسلامي هېوادونو ته سيوا له هغو غوښو چي باوري اسلامي جهاتو تصديق پر کړى وي، نوري غوښي راوړل سي.
هـ: د اسلامي سوداګرو دنده ده چي دې چاري ته متوجه سي او د غوښو په واردولو کي ډېر احتياط وکړي، يوازي په دغو عبارتونو ونه غوليږي چي په کارتنونو ليکل سوي وي: (مذبوح بالطريقة الإسلامية) ځکه دغه توري د اجورې په بدل کي هغه کسان ليکي چي نه يې وي ليدلي نو بايد ويښ اوسو چي موږ او دوى حرام ونه خورو!
و: ويل کيږي چي يهودان کوښښ کوي چي ذبح د دوى له عقيدې سره سمه وسي نو خاص مسلخونه يې تيار کړي او همداسي يې کسان ورته ټاکلي دي مسلمانان خو بايد حتماً همداسي وکړي، مسلمانان زياتره له غربي دولتونو څخه راوړل شوي غوښي او د دوى نور توليدات رانيسي او هغوى بيا خپل توليدات خرڅوي. (نو د دې کار لپاره ښه امکانات سته)
و من الله التوفيق
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهمه فائده
له هغو مهمو مسائلو څخه چي مسلمانان په غفلت کي ورباندي اخته دي، هغه دا چي د چرګانو او حيواناتو له سرونو، لرو (دلبندونو) او کولمو سره، سره په اوبو کي ايشول او په (الفقه الاسلامي و أدلته) لومړي ټوک (٩٩ ) مخ کي راځي:
(( که چيري د حيوان سر او لړمون تر پرېمنځلو دمخه وايشول سي، هيڅکله نه پاکيږي او دا راز که چيري چرګ پخوا د لړمون ترايستلو او بڼکو رژولو وايشول سي، نه پاکيږي))
و الله الموفق
يا رب لک الحمد کما ينبغى لجلال وجهک و عظيم سلطانک
و صلى الله على سيدنا و نبينا محمد و آله و صحبه وسلم