په غیرالله باندې قسم کول شرک دی ؟

محترم دآن لائن اسلامی لارشود ته !
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .
وبعد هیله ده چی روغ جور بیاست .
زما پوشتنه داده که څوک بغیر الله قسم وکړی استهزاء یعنی احترام ورته نه لری مثلا په قبر دفضل الدین یا په اسمان وغیره نو شرعا حه حکم لری ایا هغه ور باندی کافر کیزی خو نه ؟
مننه !

 ستاسی کشر ورور مزمل له کوېټی نه .

الجواب :

بسم الله الرحمن الرحيم

په غير الله باندې لکه پيغمبر ، پير ، قبر ، پلار ، نيکه ، کعبه و غيره باندې قسم  کول حرام دي جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم  په غيرالله باندې د قسم کولو څخه منع فرمايلې ده .

امام بخاري رحمه الله روايت نقل کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : مَنْ كَانَ حَالِفًا فَلْيَحْلِفْ بِاللَّهِ أَوْ لِيَصْمُتْ

يعنې که څوک قسم کوي نو يوازې پر الله جل جلا له  به قسم کوي او يا به چوپ اوسي .

همدارنګه فرمايي : (لَا تَحْلِفُوا بِآبَائِكُمْ وَلَا بِأُمَّهَاتِكُمْ وَلَا بِالْأَنْدَادِ ، وَلَا تَحْلِفُوا بِاللَّهِ إِلَّا وَأَنْتُمْ صَادِقُونَ)

په خپلو پلرونو ، ميندو او مرستندويانو قسم مه کوئ ، او په درواغو باندې د  الله جل جلا له په نوم باندې قسم مه کوي مګر په رښتيا سره .

او کچيرې په غيرالله باندې په دې نيت قسم وشي چې تعظيماً د الله جل جلا له سره مساوي و بلل شي په داسې صفاتو ورته قائل شي چې هغه صفات الله تعالی لره وي نو دا د کفر او شرک عمل دی او که يې دا نيت نه وي نو ګناه او شرک اضعر دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : مَنْ حَلَفَ بِغَيْرِ اللَّهِ فَقَدْ كَفَرَ أَوْ أَشْرَكَ (البخاري ) .

ددې حديث شريف مطلب دا نه دي چې چا په غيرالله قسم وکړ مثلاً په پلار ، کعبه وغيره نو هغه کافر او مشرک شو بلکي داسې کول ګناه ده او په غيرالله باندې قسم کول حرام دي .

مګر که چا د تعظيم د وجې  لکه څنګه چې د الله جل جلا له تعظيم  لازم دی لکه په مسيح ، په مريم ، په رسول  په لمر و غيره قسم و کړي او هغه قصداً د الله جل جلا له  سره شريک و ګڼي نو دا د کفر او شرک عمل دی .

دا چې خلک په غيرالله باندې قسمونه خوري لکه په پلار ، نيکه ، کعبه ، رسول  وغيره داسې کول حرام دي ددې عمل څخه ځان ساتل په کار دي ، او ددې قسمونو څخه د دوی هدف تعظيم نه وي بلکې مطلب يې لحاظ ، خاطر او يا عادت وي نو دې ته شرک او کفر نشو ويلای (العياذ با الله ) .

ځکه چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :

«أَلا مَنْ كَانَ حَالِفًا فَلا يَحْلِفْ إِلاَّ بِاللَّهِ». فَكَانَتْ قُرَيْشٌ تَحْلِفُ بِآبَائِهَا، فَقَالَ:«لاَ تَحْلِفُوا بِآبَائِكُمْ».(بخارى:3836)

خبر اوسئ ، څوک چې سوګند يادوي نو يوازې د الله جل جلا له  په نوم به يې يادوي ، راوي وايي : قريشو به د خپلو پلرونو په نوم قسم کولو رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : د پلرونو په نوم قسم مه کوئ .

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه  قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم: «مَنْ حَلَفَ فَقَالَ فِي حَلِفِهِ: وَاللاَّتِ وَالْعُزَّى، فَلْيَقُلْ: لا إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ. (بخارى:4860)

ابو هريره رضی الله عنه  وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : که څوک په لات او عزی قسم ياد کړي ، بايد لا اله الا الله ووايي .

يعنې په دور نبوت کې هم خلک د غيرالله په قسم خوړلو عادت وو رسول الله صلی الله عليه وسلم خلک له دې عمل څخه منع کړي خو هغوی ته يې کافر او مشرک نه دي ويلي او که نيت له وجې د تعظيم وي کوم تعظيم او صفات چې الله لره دي نو دا عقيده او عمل بيا د کفر او شرک دی

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 48 times, 1 visits today)