د بمبارت او جنګ له وجې د امن ځای ته کډه کول څه حکم لري؟

په هغو مناطقو کې چې د کفارو لخوا هلته بمبارت ،چاپي اچول وغيره وي ددې خطراتو نه د بچ کيدو د پاره محفوظ ځای ته کډه کول څه حکم لري ؟

ځنې خلک بيا پخپل قسمت صبر کوي او وايي مرګ هر ځای چې وي را تلونکی دی که دلته د کفر په ممبارۍ کې مړه شو نو شهيدان به شو نو آيا د خطر په ځای کې اوسيدل جايز دي او که نه ؟

ځواب

کچيرې لاړ شي نو داسې کول مباح دي او که لاړ نشي او په بمبارک کې مړه شي نو دا يقيناً شهيدان دي او په ښار کې د استقلال (اعلای کلمة الله ) او همت په وجه پاتې کيدل غوره دي کچيرې په وتلو مجبور نشي .

که د ښار د خالي کيدو امر ور ته وشي نو چيرې به لاړ شي او څه به وکړي او که د امن د پاره د انتظام دوهم ځای وي نو هلته تلل مباح دي .

کفايت المفتي – ج ۹ ص ۴۶۸ )

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email