180 امريکايی ښځې او سړی د اسلام په مقدس دين مشرف شول

180 امريکايی سړي او ښځې د قرآنکريم د سيزلو اقدام او په نيوراک د اسلامې مرکز د جوړيدو پر ضد اعتراضو په جريان کې د اسلام په مقدس دين مشرف شول .

د فلسطين د اينترنتي شبکې (فلسطين الیوم ) د خبر له مخې ، محمد ناصر ، په واشنګتن کې د اسلامې مرکز مدير په حواله :

180 ښځې او نارينه هغه وخت په اسلام مشرف شول چې د قرآنکريم د سوزلو اقدام او  په نيوراک کې د 11 سپتامبر د حادثې پر ځای کې د اسلامې مرکز د جوړيدلو پر ضد اعراضات او تهديدونه په جوش سره روان وو .

نوموړی د امريکی په داسې يو مهمه منطقه کې د اسلام د پيروانو زياتوالی علت د اسلام په اړه د خلکو مطالعات ، تحيقات د اسلام او سيرت نبی صلی الله عليه وسلم په اړه دقيق مطالعات وبلل .

په امريکا کې د اسلام نشر د 11 سپتامبر د حادثې وروسته مخ په زياتيدو شو ځکه هغوی د سخت ګيري (افراط ) او ميانه روی په منځ د اسلام فرق پيدا کړی او په دې قايل دی چې د امريکا مسلمانان افراط ګرايان نه دي .

د واشنګتن په ويرجينيا ايالت کې د دارالهدی مدير جمال الغموس وايي : د امريکا اوسيدونکې زيات دعوت او تشريحاتو ته ضرورت نه لري ځکه دوی د علمي ، ادبي کتابونو د مطالعی نه علاوه د اديانو ، اعتقاداتو او افکارو په برخه کې هم مطالعی کوي .

هغه زياته کړه : مونږ له هغوی سره خبرې اترې کوو او هغوی په زياد تعداد سره زمونږ مساجدو ته تګ راتګ کوي .

په امريکا کې په سږيني کال کې د ديني او سياسي تحرکاتو زياتوالی او پرمختګ بالکل بې مثاله دی چې ځنې علتونه يې د قرآنکريم د سوزلو اقدام د عيد فطر په ورځو کې قرطبه جومات جوړولو پر ضد اعتراضات او د 11 سپتامبر د حادثې د سالګری لمانځنه بلل کيږي .

Print Friendly, PDF & Email