حج په دری قسمه دی،قِران ، افراد او تمتع چې دا فرق د احرام تړلو په وخت کې په نيت کولو سره کيږي ددی وجې د احرام ډولونه هم بلل کيږي .
۱– قران :
د حج هغې طريقي ته وايي چې حاجې په يو ځل د عمرې او حج دواړو د پاره احرام وتړي قران معنی ده يو ځای کول ځکه د حج په دغه طريقه کې عمره او حج سره يو ځای کيږي .
۲– افراد :
يواځې د حج د پاره احرام تړلو ته افراد وايي اواحرام تړلو واله ته مفرد وايي .
۳– تمتع :
د حج هغه طريقي ته وايي چې د حج په زمانه کې لومړی احرام وتړي عمره وکړي او بيا احرام مات کړي او بيا يې د حج د فرايضو د اداکولو د پاره دوهم ځل احرام وتړي او حج وکړي.
يعنی حج تمتع دا دی چې حاجی حج اوعمره خوا په خوا سره وکړي ليکن په داسې شکل چې د هر يو د پاره جلا جلا احرام وتړي او له عمرې کولو وروسته احرام مات کړي او بيا د حج د ادا کولو د پاره احرام وتړي .
تمتع معنی ده ګټه پورته کول د عمرې او حج تر منځ موده کې حاجي احرام په ماتولو سره د حلالو څيزونو څخه ګټه اخلې کوم چې هغه د احرام په موده کې منع ؤ په همدې وجه ورته تمتع وايي .
افغان حجاج اکثراً تمتع حج ادا کوي هغه حاجيان چې په اولو ورځو کې سفر کوي عموماً لومړی مدينې منورې ته نقليږي هلته ۸ ورځې تيروي او وروسته مکې ته روانيږي د ميقات څخه احرام تړي عمره ادا کوي او وروسته احرام ماتوي .
او هغه حاجيان چې وروسته سفر کوي هغوی مسقيماً مکې ته نقليږي ، هغوی به په ميدان هوايي يا لاره کې د ميقات رسيدو مخکې د عمرې احرام و تړي کله چې په مکه شريفه کې پخپلو عمارو (ساختمانونو ) کې پخپلو اتاقونو کې ځای پر ځای شول وروسته به عمره ادا کړي .