د قربانۍ د نصاب د پاره د سپينو زرو نصاب په نظر کي نيول کيږي او که د سرو زرو ؟

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

وروسته ځماپوښتنه داده : چی داختری ( اضحیه ) دوجوب لپاره کوم نصاب معتبردی ؟ یعنی نصاب دسرو زرو اوکه نصاب دسپینو زرو که نصاب دسروزرو معتبرشی نومعلومه خبره ده چی پرډیروخلګوبه اضحیه واجبه نشی،ځکه 20 مثقاله سره زر اویاده هغه معادل پیسی دډیروخلګوسره نشته، اوکه نصاب ده سپینوزرومعتبرشی نومعلومه خبره ده چی پرډیروخلګوبه اضحیه واجبه شی  ځکه 200 درهم اویاهم معادل دهغودډیروخلګوسره موجودیږی.

هیله ده چی داسلام اومذهب په رڼاکی راته جواب راکړی

                                         نورالحق ” فرا “

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د قرباني د نصاب د پاره د سپينو زرو چې دوه سوه درهمه کيږي معادل قيمت په نظر کې نيول کيږي .

و شرائطها : الاسلام ، و الاقامة و اليسار ( و اليسار بان ملک مائتی درهم او عرضاً يستاويها غير مسکنه و ثياب اللبس او متاع نحتاجه ) الذی يتعلق به وجوب صدقة الفطر ( کفايت المفتي – الدر المختار کتاب الاضحية ج ۶ ص ۳۱۲ ) .

يعنې د قربانې د وجوب شرطونه : اسلام ، مقيموالی او اقتصادي توان (اليسار يا نصاب ) .

نصاب دوه سوه درهمه يا د هغه معادل نقود ، که د دوسوو درهمو معادل نغدې پيسې ، تجارتي اموال يا د ضروت څخه علاوه ځمکه ، جامې يا بل څه ولري چې قيمت يې ۲۰۰ درهمو ته ورسيږي قرباني ورباندې واجبه ده . د نصاب تفصيل دلته وګورئ

يعنې هغه مال او متاع چې قيمت يې ۲۰۰ درهمو ته ورسيږي په هغه کې زکات فرض وي او که نه قربانۍ ورباندې واجبه ده .

د زکات په نصاب کې د کور سامان ، اضافه لباس يا نور څه کې زکات نشته او نه هغه په نصاب حسابيږي مګر د صدقه فطر او قربانۍ په نصاب دا اجناس چې د ضرورت علاوه وي هم شامليږي .

نو ويلای شو چې قرباني اوس عصر کې په ډيرو خلکو واجبه ده .

آن لاين اسلامې لارښود

(Visited 47 times, 1 visits today)