د کتاب احترام جايز دی او که نه ؟

له هرڅه مخکې تاسو اوستاسو ويب پاڼې کتونکوته سلام ونه کوم!

پس ډېره موده مې غوښتل چه له چا څخه داپوښتنه مطرح کړم چې اکثره په ښارونواودپوهنتون په ليليه کې په اطاقونوکې دخپل کټ لاندې کتابونه ږدي اوبرسېره پرې ځملي آيادغه کوم جواې لري اوکنه که دمهرباني له مخې معلومات راکړي ښه به وي.

ظاهر له خوست څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د کتاب الله قرآنکريم او رسول الله صلی الله عليه وسلم  د احاديثو چې احاديث هم د الله جل جلا له  وحي ده ( ان هو الا وحی يوحا) احترام کول لازم دي ، او همدارنګه د نورو دينې کتابونه چې په هغه کې د قرانکريم ايتونه او احاديث موجود وي ، په دې اړه لجنة الدائمة ليکي : کوم کس چې قرآنکريم له ځانه سره نقلوي هغه ته جايزه نه ده چې قرآن له ځانه سره تشناب ته يوسي بلکي هغه به په يو لائق د احترام ځای کې ږدي ، همدارنګه دا هم جايز نه ده چې قرآن د شاه په طرف جيب کې کيږدي او يا هغه تر سر لاندې کيږي .

ولا يجوز أن يدخل الشخص الحمام ومعه مصحف، بل يجعل المصحف في مكان لائق به ؛ تعظيما لكتاب الله واحتراما له ، لكن إذا اضطر إلى الدخول به خوفا من أن يسرق إذا تركه خارجا جاز له الدخول به للضرورة ” انتهى .

وأما إن كان حمل المصحف في الجيب الخلفي للبنطال ، يترتب عليه الجلوس على المصحف إذا أراد صاحبه أن يجلس : فلا يجوز ـ حينئذ ـ وضعفه في الجيب الخلفي ، وأقل أحوال ذلك الكراهة ؛ بل صرح غير واحد من أهل العلم بتحريم ما هو أيسر من ذلك : أن يجعل المصحف تحت رأسه ، كالوسادة له (فتاوى اللجنة الدائمة” (4/60)

مګر د نورو کتابونو د احترام په اړه مې کوم شرعي دليل پيدا نه کړ ، ګر چې د پخوانيو علماؤ کرامو څخه د قاعذ او کتاب د احترام اقوال ذکر شوی دي ، خو په دې اړه مې خپله کوم شرعي ليل ( د قرآن ، سنتو او يا فقهې ) پيدا نه کړ ، او ما ته په دې اړه علم نشته .

و الله اعلم

که مو په آینده کې ځواب پيدا کړ ان شاء الله  تاسې به ور باندې خبر کړو

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email