د اولاد روزنه ( اخلاقي تربيه )

اخلاقي تربيه :

ښه آداب او اسلامي اخلاق په اصل کې د دينداري يوه برخه ده . په يوه حديث شريف کې راغلي دي : ( اخلاق د دين لوښي دي ) [۱] . هم دا شان نيک او ښه  اخلاق د انساني طبيعت او عاداتو  يوه برخه ده همدارنګه د قرآني لارښونو او مسؤليتونو څخه ده .

    دغه اهم اخلاق او اسلامې آداب عبارت له : رښــتينولي ،امانتداري ، عدل ، د ژبي عفت ، د زړه پاکي له حسد او کيني نه او پرهيز له هغه کړنو نه چې د اخلاقو سره په ټکر کې دي . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلی دي : (له ماشومانو سره احترامانه چلند وکړئ او په ښه شان د هغوي تربيه وکړئ).

     همدارنګه يي په بل ځاي کې فرمايلي دي : ( هيڅ يوه غوره ډالي د والدينو له طرفه خپلو ماشومانو ته تر ښه  تربيه نشته ) [۲].

د ښو اخلاقو له برکته به انسان د عمر په اوږدو کې يوازي پاتي نه شي او لاس رسي به هغه ټولو فضايلو ته ولري چې د ده شخصيت او دينداري لوړو پوړونو ته رسوي

  رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : مَن يُحرِمُ الرِّفقَ يُحرَمِ الخَيرَ كُلَّه (رواه مسلم ) . چا كښې چه نرم خويي نه وه هغه د هر قسمه خير او نيکی نه محروم او بې برخی دی .

همدارنګه فرمايي :

اِنَّ المُؤمِنَ لَيُدرِكُ بِحُسنِ خُلُقِه دَرَجَةَ الصَّآءِمِ القَآءِمِ (ابوداود، الجامع الضعير )

مؤمن بنده دخپلو ښو اخلاقو په ذريعه دپرله پسی هميشه روژه نيونکی عبادت کونکی نه زياته درجه حاصلولی شی .

واقعي خير او برکت د الله جل جلا له  په عبادت او د خلکو په خدمت کې شتون لري . هغه چې د نيکو اخلاقو لرونکي دي د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په دغه زيري باندي خوشحاله شي چې فرمايي : ( په تاسو کې غوره هغه دي چې د نيکو اخلاقو لرونکي وي او د ډېر صبر او بردباري لرونکي وي او له نورو سره په الفت چلند وکړي او نور هم دوي خپل دوستان وګڼي . بد ترين له تاسو څخه زما په نزد هغه خبري وړونکي دي چې د دوستانو په منځ کې دښمني رامنځ ته کوي او د بي ګناه خلکو د عيبونو د پيدا کولو په لټه کې وي ) [۳].

      همدارنګه د نيکو اخلاقو بنسټونه عبارت دي له : د مور او پلار سره ‎‎ ‎نيک چلند . د کورنۍ ، وروڼو ، دوستانو ، همسايه ګانو او ټولو هغه خلکو سره چې د کار په ځاي کې وي که په کوڅه او لاره کې يا په عامه استوګنځايونو کې وي له هغوي سره د آدابو  رعايتول او په احترام چلند کول دي

۱-. اخرجه ابوداود.

۲-. اخرجه الطبراني في الكبير.

۳- اخرجه الطبراني في الصغير والاوسط.

ليکنه : دوکتور وهبة زحيلي

ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود

(Visited 112 times, 1 visits today)