د اولاد روزنه:
يو له بنسټيزو اصولو او د يوې کورنی د ځانګړتياؤ او نيک شهرت څخه د هغه کورنۍ د اولادونو تربيه او سالمه روزنه ده . د يادولو وړ خبره ده چې د تربيې او روزنې معنا د تعليم او زده کړی له معنا څخه پراخه او وسيع ده .
تربيه : اولاد ته روزنه ورکول داسې چې قدم په فدم په پوره ډول د روزنې ټول مراحل لکه مادي ، بدني ،نفسي ، روحي ، عقلي ، فکري ، او ټولنيز په پوره پاملرنه سره ور کړ شي .
تعليم : تعليم د تربيې يوه برخه تشکيلوي او ماشومان د تعليم په واسطه خپل دضرورت وړ معلومات راټولوي چې د عقلي جنبي سره تړاو لري مګر په تربيه کې دغه ټول اړخونه شامل دي لکه جسمي ، عقلي ، شخصيتي ، معنوي او ځينې نور اړخــونه .
د اولاد د ښې روزنې او پالنې لپاره هم تعليم ضروري دي او هم تر بيه ،ځکه هغوي داسې امانت دي چې په مور او پلار سپارل شوي دي . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : بهترينه ورکړه دمور او پلار اولادونو ته ښه تربيه ده . (۱)
بايد پوه شو چې سالمه تربيه د اولادونو يو له مهمو او بنسټيزو چارو د ژوندانه څخه ده او د هغوي پاک او د عيبونو نه خالي زړونه ډير د ارزښته وړ ګوهرونه دي، او د هر ډول نقش او خيال څخه خالي دي نو کوم ډول عقيده او خيال چې مور او پلار وغواړي د هغوي پاک زړونه يي په آساني سره منلی شي او کولاي شي چې په ښه کار او ښه وينا سره يي عادت کړي نو همغه شان لوېږي او د دنيا او آخرت نيک بختي به ورته نصيب شي مور او پلار چې د دوی د روزونکي رول لري هغوي به هم ورسره په دغه نيک بختي کې شامل وي .
که چيري اولادونه شر او بد کارئ ته مخه کړي او والدين هغوی ته پاملرنه و نه کړي ، نو نتجه او پايله به يې بدبختي او نا بودی وي والدين چې د معلم او روزونکي حيثيت لري د خپلي ټنبلی له سببه به د هغوي د ناوړه اعمالو او ګناه په مجازاتو کې ورسره شريک وي ځکه چې د اولاد په باره کې والدين مسئول دي
الله جل جلاله فرمايلي دي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا ( التحريم ۶ )
(مؤمنانو! خپل ځانونه او خپلې کورنی د دوزخ د اور څخه و ژغورئ).
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1]-. الاربعين النوويه.
آن لاين اسلامې لارښود – د ماشومانو روزنه
يادونه : په دې لړۍ که به ان شآءالله تاسې ولولې
د اولاد بدني ، عبادي ، جسمي ، اخلاقي او ټولنيزه روزنه
ماشومانو ته د سبق او درس ورکولو کړنلارې
د اوسني تعلمي نصاب نمګړتياوي
استادانو ، محصلينو او متعلمينو ته د آن لاين اسلامې لارښود پيغام
په معارف کې شاملو کسانو ته د آن لاين اسلامې لارښود پيغام
شخصي او خصوصي مکاتبو ته د آن لاين اسلامې لارښود بيغام
د لړۍ پای