په فاسق او فاجر امام پسې د لمونځ د جايز کيدو مطلب څه دی ؟

 

په فاسق او فاجر امام پسې د لمونځ د جايز کيدو مطلب څه دی ؟
 
د آن لاين اسلامې لارښود کارکونکو !
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
الله مو زمونږ سره د دوښمن او هری بلا او آفت څخه وساته .
يو پوښتنه لرم هغه دا چې په فاسق او فاجر پسی اقتدا رواه ده ددی مطلب څه دی ؟

 
ځواب
وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
بسم الله الرحمن الرحيم
 
په فاسق او فاجر (بد کاره او کبيره ګناه کونکی ) امام پسې د لمونځ جايز کيدو مطلب دانه دی چې بغير له کراهيت نه لمونځ جايز کيږي .
لمونځ خو کيږي مګر د کراهت تحريمي سره .
قال فی التنوير : ويکره امامة عبد واعرابی وفاسق الخ وفی الشامية : بل مشی فی الشرح المنية علی ان کراهية تقديمه کراهة تحريم (باب امامة // 559/560 ط سعيد )
(کفايت المفتي ج ۳ ص ۹۷ )
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 26 times, 1 visits today)