د اسلامې دعوت لومړني کاروانیان ( سيرت نبي )

لومړی پړاو

د دعوت لپاره ملا تړل

دری کاله پټ دعوت : ټولو ته ښکاره ده چې مکه مکرمه د عربو دیني مرکز وو دلته د مکې او د هغو د بتانو ساتونکی اوسیدل چې نورو ټولو عربو ورته پوره احترام درلود نو ځکه د بل هر ځای په نسبت په مکه کې د اصلاحاتو راوستل خورا دروند او له ربړونواو ستونزو څخه ډک کار وو، ددې ستر کار لپاره داسې اوسپنیز هوډ په کار وو چې هیڅ ډول ستونزې او کړاوونه یې له خپلې لیارې کوږ نه شی کړای.

د دې حالاتو په رڼا کې د حکمت غوښتنه دا وه چې باید په لومړي قدم کې ددې اصلاحي دعوت لومړني قدمونه په پټه وي ترڅو مکه وال له یو ناڅاپي بوګنوونکی حال سره مخ نه شي .

لومړني کاروانیان:

دا طبعی خبره ده چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم به لومړی هغه چاته اسلام وړاندې کړی وي چې دکورنۍ غړی او هغه دوستان وو چې په دوی کې یې دخیر او اصلاح نښې لیدې، او دوی ټولو پیغمبر صلی الله علیه وسلم په پشپړه توګه پیژانده چې یو رښتینۍ خیر غوښتونکی انسان دی.

اسلامی تاریخ دا لومړۍ ډله په سابقین الاولین سره یاده کړې ده.

د ټولو په سر کې د نبی علیه السلام مبارکه بی بی د مسلمانانو مور خدیجه رضی الله عنها او د ده له لوری ازاد شوی غلام زید بن حارثه رضی الله عنه ، د کاکا زوی یې علی ابن ابی طالب رضی الله عنه چې تر اوسه د ده مبارک په سرپرستۍ کې کوچنی ماشوم وو او رښتینۍ دوست ابوبکرصدیق رضی الله عنه وو چې اسلام یې د دعوت او بلنې په لومړۍ ورځ ومانه.

حضرت ابوبکر رضی الله عنه ډیر مینه ناک ،خندان او له هر چاسره یې راشه درشه درلودل خلکو به په تجارتی او علمي امورو کې ورسره مشورې کولې او ده ته به تلل راتلل، ده هم هغه چا ته چې د زړه خبره به یې ورسره کولای شوای او باور یې پرې درلود د اسلام د مبارک دین دعوت ورکاوه چې د ده د دعوت په نتیجه کې د اسلام لوی قهرمانان هر یو: عثمان بن عفان، زبیر بن العوام ،عبدالرحمن بن عوف، سعد بن ابی وقاص اوطلحه بن عبیدالله مسلمانان شول.

دا پورته اته تنه د اسلام له لومړنیو کاروانیانو څخه ګڼل کیږی چې د اسلام له لمر ختلو سره جوخت یې له ټولو وړاندې اسلام ومانه .

حضرت بلال رضی الله عنه هم د لومړنیو مسلمانانو څخه ګڼل کیږی چې له ده وروسته نور صحابه کرام هم په د اسلام په دین کې شامل شول، ابن هشام د دوی شمیر ۴۰ تنه ښولی دی خو د ټولو په هکله د سابقین الاولین نو ایښودل ډاډمنه خبره نه ښکاري .

دوی ټول پټ مسلمانان شوی وو نبی صلی الله علیه وسلم به ورته اسلام ښودلو او ورسره به کیناسته ،وحې هم د سورت مدثر د لومړنیو ایتونو وروسته ژر ژر راتله، د دې وخت نازلیدونکی سورتونه او ایتونه لنډ لنډ او په ښکلو وزن لرونکو تورو ختم شوی وو د نفس د پاکوالی او د دنیوی نا پاکیو څخه د ژغورلو په لور بلنه، جنت او دروزخ داسې انځور شوی وه چې ګنی دسترګو په مخ کې پراته دی.

آن لاين اسلامې لارښود ټيم سميع الله صهيب

Print Friendly, PDF & Email