د قر آن مجيد فضيلت

حديث شريف : عن ابی سعيد قال قال رسول الله عليه وسلم يقول الرب تبارک وتعالی من شغله القرآن عن ذکری و مسالتی اعطيته افضل ما اعطی السائلين و فضل کلام الله تعالی علی ساير الکلام کفضل الله علی خلقه . ( رواه الترمذی والدارمی و البيهقی فی  شعب الا يمان).

ژباړه : د سعيد خدري رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صل الله عليه وسلم فرمايي : چه د الله تبارک وتعالی ارشاد دی چه کوم سړي قرآن مجيد مشغول وساتلو زما په ذکر سره او زما نه په سوال او دعا کولو سره زه به هغه ته د هغې نه غوره ورکړم کوم چه سوال کوونکو او دعا کوونکو ته يې ورکوم او د نورو خبرو په پرتله د الله تعالی کلام ياخبرې ته داسې غظمت او فضيلت حاصل دی لکه د خپل مخلوق په مقابله کې چه الله تعالی ته فضيلت حاصل دی .

د قرآن معلم او متعلم  

 عن عثمان قال قال رسول الله صل الله عليه وسلم خير کم من تعلم القرآن و علمه . ( رواه البخاری )

ژباړه : د حضرت عثمان رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلی دی : په تاسو ک د ټولو نه بهتر او افضل هغه بنده دی کوم چه د قرآن علم حاصل کړی او نورو ته يي هم وښايی . ( صحيح بخاری )

د قرآن خاص حقوق

عن عبدة المُليکی ان رسول الله صلی الله عليه وسلم قال يا اهل القرآن لا تتوسوا  القرآن واتلوه حق تلاوته من آناء اليل و النهار وافشوه وتعننوه وتدبروا فيه لعلکم تفلحون ولا تعجلوا ثوبه فان له ثواباَ . ( رواه البيهقی فی شعب ا لايمان )

ژباړه : د حضرت عبيده مليکی رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی : ای قرآن والاؤ ! قرآن خپله تکيه او سهارا مه جوړوی بلکه د ورځې او دشپې په وختونو کې ددې تلاوت کوﺉ لکه څنګه چه دده حق دی او دا خوروﺉ او داپه دلچسپۍ سره او په مزه مزه سره لولۍ او په دې کې تدبر کوﺉ او اميد ساتئ چه په دې سره به تاسې کاميابي مومی او ددې د عاجلې معاوضې اخستلو فکر مه کوﺉ . د الله تعالی د طرف نه ددی عظيم الشان ثواب او معاوضه پخپل وخت باندې ورکونکې  ده .

د قرآن دتلاوت اجر او ثواب

  عن ابن مسعود قال قال  رسول الله صلی الله عليه وسلم : من قرا حرفاَ من کتاب الله فاهُ  به حسنة والحسنة بعشرا مثالها لا اقول (( آلم ) حرف ، الف حرف و لام حرف و ميم حرف . ( رواه الترمذی والدارمی )

ژباړه : د حضرت عبد الله ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صل الله عليه وسلم ارشاد فرمايي : چه چا د قرآن يو حرف ولوستلو ، نو هغه يوه نيکی و ګټله او يوه نيکی د الله د قانون کرم مطابق د لسو نېکيو برابره ده ( د وضاحت لپاره فرمايي ) زه دا نه وايم ( يعني زما مطلب دا نه دی ) چه آلم يو حرف دی ، بلکه الف يو حرف دی لام يو حرف دی او ميم  يو حرف دی دغه شان آلم  ويلو والا بنده ته به ديرش نيکۍ ليکل کيږي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email