د يوازې نقاب اغوستل څه حکم لري ؟
اوس مهال په ښځو کې داسې څه رواج شوی دي چې د خلکو د جلب توجه سبب ګرځي چې دا يواځې د نقاب اچول دی ، هغه څه چې د تعجب او جلب وړ دي خپله نقاب نه دی بلکی د نقاب اچولو ، د هغه عصري او فيشني شکل بلل کيږي ، په اول کې به يواځې سترګې لوڅي وي بيا په کراره کراه نقاب له سترګو څخه ښکته شو چې ډيرې ښځې د نقاب اچولو پر مهال سترګي په رنجو توروي .
اکثراً دا نقاب يوازې اچوي چې ور سره د سر پټولو ټوټه وي او د هغه سره هم رنګه جامي ډير د جالب رنګ او په مريو جوړې شوی اغوندي .
مهرباني وکړی په دې اړه وضاحت ورکړﺉ ؟
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په دې کې څه شک نشته چې نقاب به د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم په دور کې ښځو اچولو ځکه چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم د احرام په موده کې ښځو ته د نقاب لري کولو باندې حکم کوي لا تَنْتَقِب»[1] (نقاب مه اچوﺉ ) پس دا په دې باندې دلالت کوي چې د نقاب اچول د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم په دور کې د ښځو عادت وو .
مګر اوس مهال مونږ د هغه په جواز باندې فتوی نشو ورکولای بلکه زمونږ په نظر په تنهايي سره د نقاب اچول ( بغير له چادرۍ يا لوی ټکري څخه چې ټول بدن پټ کړي ) ممنوع دی ځکه چې دا کار د نارواه امور د پاره د پرمختګ وسيله بلل کيږي .
دا موضوع لکه څنګه چې غاښلی پوښتنه کونکي ورته اشاره کړي ده په هيڅ صورت کومې ښځې د يوازې نقاب اچولو اجازه نه ورکوو بلکی مسلمانه ښځه بايد له الله تعالی څخه وويريږي چادري يا لوی ټکري واغوندي تر څو د فتنو او شر دروازه وټړل شي .
فتاوي البلدالحرام – الشیخ ابن عثمیین – ألفاظ و مفاهیم فی میزان الشریعة. ص(74.73)
دا موضوع مو ځکه انتخاب او وژباړله چې نن ځنې فيشني ښځې او يا د ديموکراسۍ علمبرداران زمونږ د ټولنې چادري کړيو با عفته ښځو ته ګوته نيسي چې چادري حجاب نه بلکې دا مدرن نقاب او په مريو جوړی فيشني جامې حجاب بلل کيږي .
دا يوه بې اصله خبره ده زمونږ د ټولنې د ښځو په چادرۍ کې د حجاب ټول شرطونه نغښتي دي .
موقع افغانية الاسلامية (آن لاين اسلامې لارښود )
[1] بخاري (1838)