په پیل کی تاسوټولو ښاغلو ته دزړه له کومی دخوږ نبی (ص خوږه ډالی وړاندی کوم او

د پلار له اجازې پرته صدقه ورکولای شم ؟

 

په پیل کی تاسوټولو ښاغلو ته دزړه له کومی دخوږ نبی (ص خوږه ډالی وړاندی کوم او وایم چی السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

قدرمنو زه یوه پوښتنه لرم پوښتنه می په دی توګه ده:
زه یوڅه موده مخکی له یوی داسی ښځی سره اشناشوم چی خپله دژوند کیسه یی داسی راته واوروله
داښځه تقریبا د 35 کالو شاوخواده او 5 ماشومان لری او په یوه دولتی اداره کی دنده لری کله چی ماسره په روغتون کی مخامخ شوه نو یو له بل سره اشناشو نو ماته یی د ملګرتیا وړاندیز وکړ او راته یی وویل چی په ډیرو ستونزو کی یم او له ماسره مرسته وکړه ما هم تر دی دمه ورسره مرسته کړی هرڅومره می چی په وس کی وه، ځینی وختونه هغه نقدوپیسو ته ضرورت پیداکوی نو هغه ماته وایی چی پیسی می پکار دی او زمونږ په کورنی کی زمونږ پلارمونږ ته ددی اجازه نده راکړی چی مونږ خپل په سر له چاسره مرسته وکړو ایا زه دخپل د پلار له اجازی پرته له دی سره څه نقدی مرسته کولای شم او کنه؟ او دوهمه پوښتنه می داده چی ددی ښځی میړه یو چرسی دی هیڅ کوم کاراوبارنه کوی او د ښځی هیڅ حق نشی اداکولای او دی ښځی له ماغوښتنه وکړه چی له هغی سره یوځای شم یانی زه ورسره کوروالی وکړم ستاسو راته څه مشوره ده؟
زه ستاسی دځواب په تمه پاتی کیږم او الله موتل سرلوړی او په خپل امن کی لره، ستاسو له هلو ځلو یوه نړی مننه او الله دی اجر عظیم درته نصیب کړی
ستاسی ورور
احمد س.ر له کابله 
 

 
۱– د پلار له اجازي پرته صدقه ادا کولای شم ؟
زوی د پلار ملک په هغه شرط باندې دی چې دواړه په یوه صنعت او کسب کې شريک وي او زوی د پلار سره په خوړلو او سکونت کې شريک وي .
الاب والابن يکتسبان فی صنعة واحة ولم يکن لهما شیء فی الکسب کله للاب (الشامي ج۴ ص ۸۲
نقل في الفتاوي دارالعلوم ديوبند .
 
و في شر‌ح المجلة للآتاسي‌:
«‌اذا عمل شخص في صنعة هو ابنه الذي في عياله فجميع الكسب لذالك الشخص و ولده يعد معيناً له».(شرح المجلة للآتاسي مادة1398)
او که زوی او پلار جلا جلا کسب ولري نو په دې صورت کې ټول مال برابر تقسيم کيږي .
و في‌شرح المجلة للآتاسي:
«‌لو اجتمع‌ اخوة ‌يعملون في تركة ابيهم ونما المال فهو بينهم سوية و لو اختلفوا في العمل و الرأي اهـ و الظاهر ان الابن مع ابيه اذاكان يكتسب‌كل واحد منهما علي حدة كذالك‌».(شرح المجلة مادة1398)
نقل فی فتاوي المحمودي .
نو څرنګه چې په یوه کسب او صنعت کې نه ياست نو تاسې مال مکمل د پلار ملک نه دی .
 
 
يقيناً چې صدقه غوره عبادت دی او له بې وسو سره مرسته ستر اجر لري خو چې يواځې د خدای ج د رضا لپاره وي نه په کوم بل مقصد .
له نامحرمو ښځو سره اشنايې حرامه ده .
د زنا په اړه :
يو ځوان رسول الله ص ته راغی او ورته ويې ويل يا رسول الله ماته د زنا کولو اجازت وکړه حاضرينو مخ ور واړولو اوهغه يې د ( د رسول الله ص په حضور په ګوستاخی ) څه وويل چې چپ شه ، خو رسول الله ص ورته وفرمايل چې رانيږدې شه هغه ورته نږدې شو او په خوا کې یې کيناستلو رسول الله ص هغه ته وفرمايل : آيا ته دا کار د خپلې مور لپاره خوښوی ؟ هغه ورته وويل چې قسم په الله تعالی دی دا نه خوښوم الله تعالی ما له تا څخه قربان کړي ،هغوی ص ورته وفرمايل ستاسو شان نور خلک هم د خپلو ميندو سره دا کار نه خوښوي په همدې ډول يې د لور ،خور … په اړه ورڅخه وپوښتل هعه ورته وويل قسم په الله تعالی دا نه خوښوم هغوی ص ورته وفرمايل ستا په شان نور خلک هم له خپلو لورانو او خورانو سره دا کار نه خوښوی ………… (الخصائص اكبري للسيوطی ) .
زه هم تاسې ته دا خبره راجع کوم چې ضرور د هر مسلمان او افغان ځواب به نه وي
 
زنا خيرات نه دی چې پر کومه فاحشه
ښځه يې څوک ولوروي بلکی سخته ګناه او عظيم جرم دی دا دالله تعالی تعين کړی حدود او پولې دی هر چا چې د خدای ج په پولو او تعين کړيو حدودو تيری وکړ د سخت خطرناک انجام سره به مخ شي :
قوله تعالی : وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُّهِينٌ ۱۴ (النساء ) .
(اوڅوک چه دالله او رسول څخه سرکشی وکړی اودهغه دټاکل شويو حدودو څخه تيری وکړی الله به هغه اور ته داخل کړی چه په هغی کی به دتل لپاره استوګن وی  اودهغه لپاره رسوا کوونکی سزا ده ). 
رسول الله ص فرمايي : مَامِن ذَنبٍ بَعدَ الشركِ اَعظَمُ عِندَ اللهِ مِن نُطفَةِ وَ ضَعَهاَ رَجُل ُُ ُ فِی رَحَمٍ لاَ يَحِلّ ُ لَهُ ( ابن ابی دنيا )
(پس له شرک څخه د خدای ج په نزد بله لويه ګناه نشته تردی چه يو سړی خپله نطفه دهغه چا په رحم کی تويوی چه د لره حرام وی )
مَن وَقَّعَ عَلَی ذَاتِ مَحرَم ٍ فَاقتُلُوه ُ وَمن وَقَّعَ عَلَی بَهِيمَةٍ فَاقتُلُوهُ وَ قتُلُواألبَهِيمَةَ ( ابن ماجه )
(چاچی  په پردی ښځه تجاوز وکړ قتل يی کړی او چاچی پر حيوان تجاوز وکړ له حيوان سره يوځای يی قتل کړی .
مګر هغه کسانو ته د سترې کاميابۍ زيرې ورکړ شوی دی  چې له داسې ناروا فاحشو افعالو ځان وساتي
 قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ (يقيناً کامياب دی مؤمنان ) .
…….. وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ (هغه کسان چه دوی دحيا ځايونو ساتونکې دي )
اووه کسان دی چه هغوی ته به الله تعالی دخپل (رحمت) سیوری کی په داسی ورځ ځای ورکړی په کومه ورځ چه به دهغه سیوری نه غیر بل هیڅ سیوری نه وی د دغه اوه کسانو له جملی یو (وَرَجُلٌ دَعَتهُ اَمرَاةٌ ذَاتُ مَنصَبٍ وَّ جَمَالٍ فَقَالَ اِنِّي اَخَافُ الله ) ( هغه کس چه يوه ښايسه شريفه ښځه یی خپل طرف ته متوجه کړی او هغه ورته ووایی چه زه دالله تعالی نه ویریږم ) (مسلم او بخاري ) .
 
 نو له داسې افعالو ډير لرې ګرځيدل په کار دي چې پايلی يې سختې خطرناکې دي.
اسلام د زنا ټول اسباب لکه بې حجابي ، نامحرمو ته نظر کول ، له نامحرمو سره خبرې کول ، د نامحرمو سره آشنايې کول او له نا محرمو سره يو ځای کار کول ټول حرام ګرځولی دي
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 26 times, 1 visits today)