د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟

پوښتنه :

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
الله تعالی دې تاسو ته د دې ستر دیني خدمت اجر په دنیا او آخرت دواړو کې درکړي. زه یو سوال لرم، هغه دا چې که څوک پخپل تجارتي اجناسو کې د انعاماتو سکیم شروع کول غواړي هغه داسې چې د اجناسو په کیفیت او قیمت کې د انعاماتو څخه د پخوا پشان څه فرق نه راولي، یوازې دې لپاره چې خپل اجناس په زیاته اندازه وپلورل شي او تجارتي شرکت یې په مارکیټ کې مشهور شي او داسې نور… نو آیا د داسې انعامي سکیم شروع کول په شریعت کې څنګه دي؟! ستاسو جامع ځواب ته ژر تر ژره سترګه په لار یم..

عمر خطاب


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دلته دوه صورتونه دي اول د تجارت د پاره اعلانات او تبليغات دوهم د انعاماتو ويشل .

اول صورت : د تجارت  د پرمختګ او ترغيب د پاره اعلانات کول د لاندې شرايطو په صورت کې جايز دي :

اول : دا چې خلک دده د تجارتي فعاليت څخه خبر نه وي او د اعلاناتو څخه مقصد د خلکو خبرول وي تر څو خلک دده د تجارتي فعاليت د نوعي او موقعيت څخه خبر شي .

دوهم : په تجارتي اعلاناتو او تبليغاتو کې به دوکه چل او فريب نه وي چې په اعلانات کې يو شی وي او په اصل کې بيا بل څه وي او د عيب پټول به پکې نه وي ځکه داسې کول حرام دي جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

مَنٌ غَشَّنا فَلَيٌسَ مِنَّا (مسلم) ، يعنې: فريب وركونكي له موږ څخه نه دی .

دريم : د تجارتي معاملاتو د پاره چې کوم اعلانات کيږي هغه به په صدق او رښتيا ولاړ وي درواغ به پکې نه وي ځکه چې داسې کول حرام دي

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «الْبَيِّعَانِ بِالْخِيَارِ مَا لَمْ يَتَفَرَّقَا». أَوْ قَالَ: «حَتَّى يَتَفَرَّقَا، فَإِنْ صَدَقَا وَبَيَّنَا بُورِكَ لَهُمَا فِي بَيْعِهِمَا، وَإِنْ كَتَمَا وَكَذَبَا مُحِقَتْ بَرَكَةُ بَيْعِهِمَا». (بخارى: 2079)

ژباړه: خرڅونکی او اخيستونکې څو پورې چې يو له بله نه وي جلا شوي د معاملی د فسخې حق لري او زياته يې کړه : که هغوی رښتيا ووايي او د جنس عيب بيان کړي نو د هغوی په معامله کې به خير او برکت وي او که د جنس عيب پټ کړي او درواغ ووايي د هغوی معامله به بې برکته وي .

څلورم : په دې تجارتي اعلاناتو کې به بل ته ضرر رسول نه وي او په دې مقصد به هم نه وي چې بل کس له پښو وغوځوي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه ( البخاري او المسلم ) .

يعنې :تر هغه پورې يو د تاسې کامل مؤمن نشي کيدای څو پورې چې څه د ځان د پاره خوښوي هغه د خپل ورور د پاره خوښ کړي .

او همدارنګه فرمايي : لا ضرر ، ولا ضرار او په بل روايت کې : لا ضرر ولا ضرار في الإسلام.

(رواه احمد ۳۲۶/۵ ، ۳۱۳ ، ۳۲۷ او ابن ماجه – ۲۳۴۰،۲۳۴۱ ) .

يعنې : په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي .

پنځم : په تجارتي اعلاناتو کې به اسراف او تبذير نه وي ځکه چې اسراف او تبذير په اسلامې شريعت کې حرام دی الله سبحانه وتعالی فرمايي :

 [ولا تسرفوا إنه لا يحب المسرفين ] (سورة الأنعام ۱۴۱).

ژباړه: اسراف مه کوﺉ ځکه الله تعالی اسراف کونکي نه خوښوي .

وقال الله تعالى : [ ولا تبذر تبذيراً ، إن المبذرين كانوا إخوان الشياطين ] (سورة الإسراء /۲۶-۲۷) .

ژباړه: او اسراف مه کوﺉ په اسراف کولو سره ، يقيناً اسراف کونکي د شيطان وروڼه دي .

شپږم : نوموړی تجارتي فعاليت به د اسلام او مسلمانانو په ضرر نه وي او په هغه کې به ترويج يا رواجول د محرماتو نه وي ځکه چې د داسې شي تجارت کول حرام دي

قوله تعالی : [ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ]

ژباړه : په نيکی او پرهيزکارۍکې يو له بله مرسته وکړئ او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانۍ په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ .

 من فتاوي الأسلام سوال جواب شيخ محمد صالح المنجد

دوهم صورت :د انعاماتو يا سوغاتونو ويشل دي چې دوه ډوله دي :

اول : هغه چې تجار کوم کس ته څه سوغات ورکوي او په هغه باندې خپله پته يا ادرس او تجارتي بيانات ليکل شوی وي ان شاء الله په دې کې به څه مشکل نه وي او په دې سوغات باندې د هبه احکام جايري کيږي .

دوهم : په سر بسته ډبيو ، قطيو يا کارټنونو کې د څه سوغات پټ ايښودل چې رقم ياجنس يې هم يو شان نه وي قمار دی د فتاوي المعاصر البلدالحرام يې په اړه ليکي :

پوښتنه  : ځنې تجارتي مؤسيسات اعلانونه کوي چې هرڅوک دغه اجناس واخلي د جائزې مستحق به وګرځي له دې لاری خلک ورماتوي ترڅو د دوی د اجناسو د خريدارۍ سره علاقه مند شي چې ځنی خلک يې د جايزی په نيت اخلي ددی حکم څه دی ؟

ځواب : دا کار حرام دی او د قمار يو ډول دی دوی د خلکو مال په ناحقه تر لاسه کوي دا کار يې د خلکو د غلولو لپاره يو سبب جوړ کړی وي

مسلمان سوداګر بايد له دې کار څخه ځان وساتي .

فتاوی البلد الحرام (مکة المکرمه ) (۱۹/۳۹۸)

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email