که د ښځې خاوند وفات او بل خاوند وکړي په آخرت کې به له کوم يو سره وي

 د آنلاین اسلامی لارښود محترمو کارکونکو اسلام علیکم!
کچیری د یوی ښځی خاوند وفات شی او وروسته د عدت تیرولو څخه بل خاوند وکړی نو د قیامت په ورځ به د کوم خاوند سره را پورته کیږی.
په درنښت  – منصور

الجواب

بسم الله الرحمن الرحيم

داسې ښځې ته اختيار ور کول کيږي چې کوم يو خاوند انتخابوي او هغه ښځه به هغه خاوند انتخابوي د کوم چې اخلاق ښه وي .

«‌یروی  ان  السیدة  الجلیلة  ام  المؤمنین  ام  سلمة  -‌رضی  الله  عنها  –  سألت  سیدنا  رسول  الله عليه السلام مثل  هذا  السؤال‌،  فقالت  له  ما  معناه‌:  یا  رسول الله‌؟  المرأة  الـسلمة  تتزوج  مسلمـاً ‌ثم  یموت  عنها  ثم  تتزوج  مسلماً آخر  ثم  یموت و تموت  و  یدخل  الثلاثة  الجنة  فمن  الذی  تتزوجه  منهما؟  فقال  سیدنا  رسول  الله  (‌صلو‌ات  الله و سلامه  علیه‌)‌:  «‌یا  ام  سلمة  ان الله  تعالی  یخیر  هذه  المرأ‌ة بین  زوجیها  لتختار  احدهما  زوجاً لهـا  فی  الجنة  فتختار  احسنهما  خلقاً»‌.

ثم  اضاف‌ صلي الله عليه و سلم قوله‌:  «‌یا  ام  سلمة  ذهب  حسن  الخلق  بخیری  الدنیا  و  الآخرة‌»‌.(يسئلونك في الدين و الحياة:5/134. غمز عيون البصائرشرح الأشباه و النظائر:2/103نقلاً عن الطبراني في الكبير و الوسط عن ام سلمة(رضي الله عنهما).كذا في رد المحتار:1/644)    

يعنې ام  المؤمنین  ام  سلمة  -‌رضی  الله  عنها په همدې شان سوال له جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه وکړ چې دې کومې مسلمانې ښځې خاوند مړ شي بيا د بل کس سره واده وکړي بيا هغه مړ شي بيا د دريم سره نکاح وکړي نو په آخرت کې به له کوم يو سره يو ځای وي ؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : اي ام سلمة ! الله تعالی هغې ته اختيار ورکوي چې کوم يو انتخابوي او هغه ښځه به هغه خاوند انتخابوي د کوم چې اخلاق ښه وي .

 نبی کريم صلی الله عليه وسلم ورسته وفرمايل : ای ام سلمة ! ښه اخلاق د دنيا او آخرت په خير تماميږي .

و  الله  اعلم  بالصواب

نقل من فتاوی المحمودي حنفي

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email