د لمانځه د ادا کولو طريقه

د لمانځه شروع کولو نه مخکې لمونځ کوونکي ته پکار دي چې څنګه دی د خپل بدن او جامو پاکي اوصافي کوي دارنګه زړه هم د دنيايي کارونو او خيالاتو نه پاک کړي ځکه چه دی اوس د خپل رب جل جلاله) په حضور کې ودريږي .

نيت به وکړي په زړه کې او که په ژبه وشی نو بهتره به وي ځکه په ژبه  سره نيت کول د زړه د حضور سره مدد کوي، الله اکبر به ووايي دواړه لاسونه به دغوږونو تر نرميو پورې پورته کړي ، ښځی به خپل لاسونه تر اوږو پورې پورته کړي،ورسته به لاسونه تر نامه لاندې ونيسي پداسې شان سره چه د ښې لاس غټې ګوتې او کوچنۍ ګوتې د چپ لاس مړوند ونيسي او د ښی لاس مينځنی دری ګوتې د چپ لاس په ليچي باندی خپری کيږيدي او ښځه به د ښی لاس تلی د چپ لاس  په شا نيولی په سينه باندې ونيسي  ثنا يا سبحانک اللهم به ووايي :

  سُبْحَانَكَ الّلهُمَّ وَبِحَمْدِكَ وَتَبَارَكَ اسْمُكَ وَتَعَالى جَدُّكَ وَلَآ إِلهَ غَيْرُكَ

ژباړه : ای زما الله ستا ذات پاک دی ، ته د صفت لائق يې ،او ستا نوم ډير د برکت دی ،او ستا لويی ډيره لويه ده ،او ستا څخه بغير بل څوک د عبادت لايق نشته .

ورسته به تعوذ يا اغوذ بالله او بسم الله ووايي :

أعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ

زه پنا غواړم په الله تعالی د شيطان شړل شوی څخه .

بِسْمِ اللهِ الرَّحمنِ الرَّحِيمِ

(شروع کوم ) په نامه د الله (جل جلاله) چه ډير زيات مهربان پوره رحم لرونکی دی .‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍

بيا به د فاتحې سورة الحمدلله ووايی :

الْحَـمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ۱  الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ ۲ مَـلِكِ يَوْمِ الدِّينِ۳

ژباړه: ټولې ستاينې خاص الله لره دی چه پالونکی د ټولو مخلوقاتو دی ، ډير زيات مهربان او پوره رحم لرونکی دی ، چې څښتن د ورځی د جزا (قيامت ) دی

إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ۴ اهدِنَـــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ ۵

یا الله خاص تاته عبادت کوو ، او خاص له ستا څخه مدد غواړو، يا (الله) وښيه مونږ ته لاره سمه .

صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِــمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّـــالِّينَ ۶

 لاره د هغو کسانو چې تا انغام کړی په هغوی باندی ،نه لاره دهغو بدو کسانو چه ګمراهان دي.

بيا يو سورة يا لږ تر لږه دری آيته ولولي :

قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ۱ اللَّهُ الصَّمَدُ ۲ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ۳ وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ۴

ووايه (ای محمده ) شان دا دی چه الله يو دی الله بی پروا دی (الله ته هر شی محتاج دی ) نه ده زيږولی هيڅوک اونه دی زيږول شوی له هيچا څخه – او نشته دغه الله لره برابر (سيال ) هيڅوک .

په قيام کښې به د سجدې ځای ته ګوري او د دواړو پښو تر مينځ بايد د څلورو ګوټو په اندازه فاصله موجوده وي د دواړو پښو پنجې به د قبلې لوري ته وي ، د سورت نه ورسته به الله اکبر ووايي رکوع ته به لاړ شي .

 رکوع به داسې کوي چه د ده د شا ورستۍ حصه ، ملا او سر د تختې په شان برابر او هوار وي  سر ډير ټيټول يا دشا نه اوچت ساتل نه دي پکار د دواړو لاسونو ګوتی به پراخه په ګونډو نيسي .

بيا به ښه په قراره دری ځله [سُبْحَانَ رَبِيَّ الْعَظِيْم] (زما لوی پروردګار پاک دی ) ووايي ورسته به د رکوع څخه وروسته نيغ دريږي يعنې قومه ته به ځې وايې به [سمع الله لمن الحمد] ( خدای پاک اوريدلی دي د هغه چا څخه چه حمد يی ووايه ) او مقتديان به [رَبنَا وَلَكَ الْحَمْدُ] ( ای زمونږ ربه ټول تعريف او ستايش تا لره دی ) ووايي او تنها ګرار به دواړه ووايي ،ورسته به الله اکبر ووايي سجدې ته به لاړ شي دری ځله به [سُبْحَانَ رَبِيَّ الاَعلی] (زما پروردګار پاک دی چه تر ټولو لوی دی ) ووايي،سجده به داسې ادا کوي چې لومړی دواړه زنګنونه پر ځمکه ولګوي  بيا د دواړو لاسونو پنځی د غوږونو په برابر کېدي بيا پوزه او تندی دواړه پر ځمکه ولګوي ، د دواړو لاسو څنګلی او مړوندونه به د ځمکی نه پورته او ګيده د ورنونو نه جلا ساتل پکار دي د لمونځ کوونکی د ګيډی او ځمکی ترمينځ دومره ځای پکار دی چې حيوان وړوکی بچی د هغه لاندی تريدلی شي او د ښځو لپاره ورنونه د ګيډی سره پيوسته کول او پښی په ځمکه باندې غوړيدلی ساتل پکار دي.

بيا به الله اکبر ووايي جلسې ته به لاړشی يعنی د دواړو سجدو تر مينځ کيناستل پداسې شان چه ښه پوره کيني او دبدن مفصلونه او اندامونه ښه تقرر ونيسي او دا دُعا به ووايي [رب اغفر لي و ارحمني و اهدني و ارزقني وعافني و اجبرني(الحديت ترمذی ،ابوداود،ابن ماجه) يا تنها [رب اغفرلي] به ووايي د چرګ د ټونګې په شان سجده سره لمونځ نه صحي کيږي بيا به الله اکبر ووايي دوهمې سجدې ته به ولاړ شي دری ځله به [سبحان ربي الأعلی] ووايي ورسته به الله اکبر ووايي له سجدې څخه به داسې پورته کيږي چه لومړي به تندی او ورسته لاسونه پورته کوي د دواړو لاسونو په پراخه نيولو پنځو به ګونډې ونيسي او قيام ته به ځی اوس يو رکعت پوره شو ، په دوهم رکعت کې به لومړی [بسم الله الرحمن الرحيم] ووايي بيا به سورة فاتحه ولولې آمين به ووايي بيا به يو سورت يا دری آيته ووايي بيا به الله اکبر ووايي رکوع ،قومه ،سجده او جلسه به وکړي بيا د دواړه سجدو د ادا کولو نه پس قعده وکړي قعده کې  به داسې کيني چه ښی پښه ولاړه د پښی ګوتې د قبلې په طرف وي او ګينه پښه به څملوي د پاسه دې پرې کيني او دواړه لاسونه په په ورنو ږدي او تشهد به وايي ، ښځه به دواړه پښی ښی طرف ته ويستل اوخپل ښی ورون د ګين ورون سره جنګول په هغه کيناستل پکار دي او تشهد به وائی :

اَلتَّحَيَّاتُ للهِ وَالصَّلَواتُ وَالطَّيِّباتُ، اَلسَّــلاَمُ عَلَيْكَ أيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُه،

 ژباړه: ټول قولی عبادتونه ، او ټول بدني عبادتونه ،او ټول مالي عبادتونه خاص الله (جل جلاله) لره دی، ای نبی (صلی الله عليه وسلم ) پر تا دي د الله السلام رحمت او د الله برکتونه وي .

اَلسَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِيْنَ، أشْهَدُ أنْ لاَ إلهَ إلاَ اللهُ وَأشْهَدُ أنْ مُحَمَّدًا عَبْدُه وَرَسُوْلُه(البخاری والمسلم ).

او سلامتي دي وي پر مونږ او د الله (جل جلاله) پر نيکو او صالحانو بندګانو باندی ، زه شاهدې ادا کوم چه د الله (جل جلاله) څخه ماسوا بل څوک د عبادت لائق نشته ، او زه شاهدې ادا کوم چې محمد صلی الله عليه وسلم د الله بنده او رسول دی .

د لومړۍ قعدې لپاره همدا تشهد تر پايه لوستل کيږي که آخري قعده (ناسته) وي نو درود او دعا به هم تر پايه پورې ووايي :

 اَللّهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّدٍ وَعَلى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَيّْتَ عَلى إبْرَاهِيْمَ وَعَلى آل إبْرَاهِيمَ، إنَكَ حمَيْدُ مَجِيْدُ

ژباړه: ای الله (جل جلاله) رحمت نازل کړي پر محمد صلی الله عليه وسلم او د هغه پر آل (کورنۍ ) څنګه چه دې پر ابراهيم عليه السلام او د هغه پر آل نازل کړی دی يقينًا ته د تعريف او بزرګۍ لايق ئې.

اَللّهُمَ بَارِكْ عَلى مُحَمَّدٍ وَعَلى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلى إبرَاهِيمَ وَعَلى آلِ إبرَاهِيمَ، إنَكَ حمَيْدُ مَّجِيْدُ(البخاری ،المسلم ،ترمذی و ابوداود).

ژباړه: ای الله (جل جلاله) برکت نازل کړي پر محمد صلی الله عليه وسلماو دهغه پر آل (کورنی ) څنګه چه دی پر ابراهيم عليه سلام او دهغه پر آل برکت نازل کړی دی يقينًا ته دتعريف اوبزرګی لايق ئی

بيا به دُعا ووايی :

اَللّهُمَّ رَبَّنَا اتِنَا فِی الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّ فِی الاخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّار

 ژباړه: ای زمونږ ربه ! مونږ لره په دنيا کښې هم نيکی را کړې او په آخرت کښې هم او مونږ د اور له غذابه وساتې .

ورسته به سلام  وګرځوی .

[اَسَّلامُ عَلَيْکُمْ وَرَحْمَةُ الله] په ويلو لومړی ښې طرف او بيا چپ طرف ته به سلام وګرځوي

ورسته له لمانځه څخه به دا دری ځله استفرالله ووايي او بيا به دا دُعا ووايي :

 اَللهُمَ اَنْتَ السَّلاَمُ وَمِنْکَ السَّلاَمُ تَبَارکْتَ يَاذَالجَلاَلِ وَالاَکْرَامِ (المسلم)

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 78 times, 1 visits today)