دآنلاین اسلامی لارښود محترمو کارکونکو ته اسلام علیکم
وروسته له سلامه زما پوښتنه د لمانځه په باره کی ده.
که څوک د څلورو رکعتو لپاره نیت بسته کړی او وروسته په دوهم رکعت کی سلام وګرځوی او پدی وخت کی ور په یاد شی چی څلور رکعته لمونځ کوم نو پداسی حال کی که لمونځ تکمیل شی صحیح به وی او که نه. په درنښت
منصور
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
که څوک په لومړی قعده کې وي او په دې ګمان چې دا زما ورستۍ قعده ده لمونځ ته خاتمه ورکړي او سلام وګرځوي خو ورسته پوه شو چې ما خو دوه رکعته لمونځ وکړ حال چې لمونځ څلور رکعتي دی ، نو په دې صورت کې به خپل لمونځ ته ادامه ورکړي او په آخر کې به سجده سهوه وکړي .
همدارنګه که پر چا باندې سجده سهوه واجبه شوی وي خو دی لمانځه ته خاتمه ورکړي او سلام وګرځوي ، تر هغه پورې د سهوې سجده ادا کولای شي څو پورې يی چې خبرې نه وې کړی يا يي د کوم د لمانځه منافي عمل نه وي تر سره کړی .
(فقه حنفی مُيسر ص ۱۵۷ د سجده سهوې فروعات )
و الله اعلم
آن لاين اسلامې لارښود