سلامونه او نیکی هیلی:
د مسافری دلمانخه په هکله:
که د یو سړی کور په یو ولایت کی وی او وظیفه یی په بل ولایت کی چی تر منح یی ۱۰۰ کیلومتره فاصله وجود ولری.او په هره اونی کی یو وار کور ته ځی.نو د داسی کس لپاره پوره لمونخ پکار دی او که د مسافری لمونح وکړی.
که دمسافری دلمانحه تول شرطونه ذکر شی بده به نه وی.
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په هغه صورت کې قصر يا مسافرانه لمونځ ادا کيږي چې د سفر مسافه تر ۷۸ کلومتره يا تر هغه زياته وي او د مسافر د اقامت يا پاتې کيدو نيت تر پنځلسو ورځو يا نيمې مياشتې کم وي .
نو ستاسې د اقامت نيت تر پنځلسو ورځو کم دی د وظيفې په مهل کې به مسافرانه لمونځ کوﺉ .
و فی التنویر و شرحه:
«صـلی الفرض الـرباعی رکعتین ولو عاصیا بسفره حتی یدخل موضع مقامه أو ینوی اقامه نصف شهر بموضع صالح لها فیقصر ان نوي فی اقل منه».(الدر المختار شرح تنوير الابصار مع حاشيته رد المحتار:1/581
أن لاين اسلامې لارښود