د الله تعالی دمهربانیء عجبه واقعه

   قال الکلبی نزلت في وحشی بن حرب و أصحابه  و ذلک أنه لما قتل حمزة کان قد جعل له علی قتله أن يعتق فلم يوف له بذلک فلما قدم مکة ندم علی صنيعه هو و أصحابه فکتبوا اِلی رسول الله صلی الله عيله وسلم  اِنا قد ندمنا علی الذی صنعنا واِنه ليس يمنعنا عن الاسلام الا أن سمعناک تقول و أنت بمکة ((و الذين لا يدعون مع الله اِلها آخر ))الايات و قد دعونا مع الله الها آخر و قلتلنا النفس التی حرم الله و زنينا فلولا هذه الايات لا تبعناک فترلت (( اِلا من تاب وآمن و عمل عملاً صالحًا )) الا يتين فبعث بهما رسول الله صلی الله عليه وسلم اِليهم فلما قروؤ اکتبو ا اِليه ان هذا شرط شديد نخاف أن لا نعمل صالحا فتزل (( ان الله لايغفر ان يشرک به و يغفر ما دون ذالک لمن يشاء )) فبعث بها اليهم فبعثوا اليه انا نخاف أن لا نکون من أهل المشية فتزلت (( قل يا عبادی الذين أسرفوا علی أنفسهم لا تقنطوا من رحمة الله ان الله يغفر الذنوب جميعا أنه هو الغفور الرحيم)) فبعث بها اليهم فدخلو ا فی الاسلام و رجعوا الی النبی صلی الله عليه وسلم فقبل منهم ثم قال ويحک غيب وجهک عنی فلحق وحشی بالشام فکان بها الی ان مات .

( البغوی ج ۱ص۴۳۹ ) ان الله يغفر الذنوب جمعاً انه هو الغفور الرحيم .

     په جنګ احد کې وحشی د نبی صلی الله عليه والسلام تره حضرت حمزه (رض) په دی عرض شهيد کړی وو چه ده سره خپل مالک دا وعده کړی وه . که تا حمزه (رض) قتل کړو نو تابه آزادومه . وحش د خپلی آزادي په لالچ کې حضرت حمزه (رض) شهد کړو خو مالک ورسره وعده پوره نکړه ، دې په خپلو کړو پښمانه شو . نو ده او دده بعضو ملګرو نبی صلی الله عليه و سلم ته خط راوليګلو چه ستاسو نه مونږ په مکه کښې اوردلی وو چه د الله تعالی نيکان بندګان د الله نه سوا د بل چا عبادت نه کوي او نه په ناحقه قتل کوي او نه زنا کوي او چاچه دا کارونه وکړل نو هغوی به جهنم ته داخليوي د قيامت په ورځ به د دوی د پاره دوه چنده عذاب وي او دوی به په جهنم کښی هميشه وي او مونږ دا دری واړه کناهونه کړی دي. نو دې پسی الله تعالی دا ايتونه رانازل کړل چه چا توبه وايستله او ايمان يې راوړ او عمل يې نيک کړو نو زه به د دوی ګناهونه په نيکو بدل کړم . (( الا من تاب و آمن وعمل عملا صالحا )) نو دا دواړه آيتونه يې هغوی ته وليږل . چه هغوی دا آيتونه ولوستل دوباره يې خط راوليګو چه دا دواړه شرطونه ډير ګران دي کيدای شي چه مونږ خو ايمان راوړو . خو نيک عمل ونکړای شو نو الله تعالی دا آيت نازل کړو چه الله تعالی مشرک نه بخښي او د شرک نه علاوه چه چا ته څه وغواړی بخشش کوي (( ان الله لا يغفر ان يشرک به و يغفر ما دون ذالک لمن يشاء )) او هغوی ته يې وليګلو هغوی چه دا ايت ولوستلو نو دوباره يې خط را وليګلو چه په دې کښې هم الله تعالی يو شرط لګولی دی چه هغه څوک به بښم . څوک چه زما خوښ شي او کيدای شي چه مونږ د الله تعالی خوښ نه شو نو الله تعالی دا آيت نازل کړو (( قل يا عبادی الذين أسرفوا علی أنفهم لا تقنطو ا من رحمة الله ان الله يغفرمادون ذالک لمن يشاء )) اوهغوی ته يې وليګلو . هغو چه دا آيت ولوستلو نو خط يې ولېګلو چه په دې کښې هم الله تعالی يو شرط لګولی دی چه مونږ د الله تعالی خوش نه شو نو الله تعالی دا آيت نازل کړو  (( قل يا عبادی الذين اسرفو ا علی انفسهم لا تقنطوا من رحمة الله ان الله يغفر الذنوب جميعا انه هو الغفور الرحيم  )) يعنی ته زما بندګانو ته ووايه چه هغوی د ګناهونو په وجه په خپلو ځانونو ظلم کړی وي ، چه تاسو د الله د رحمت نه مه نا اميده کيږی ځکه چه الله تعالی ټول ګناهونه بښی او الله تعالی بښونکی او مهربانه دی چه کله يې ورته دا آيت و ليګلو نو هغوی ايمان راوړو او نبی صلی الله عليه وسلم ته راغلل نو نبی صلی الله عليه اوسلم يې ايمان او اسلام قبول کړو .

د منبر له ګلونو څخه

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email