دمسيحيت فرقې يا طوايف :
اول د کاتوليک فرقه : دا فرقه د پاپ پيروان دي کوم چې په روم کې اوسيږي اومهم عقايد يې په لاندې ډول دي :
- پدې معتقد دي چې روح قدس (جبريل ) له پلار او زوی څخه راوتلی دی .
- کوم حيوان چې ذبح شوی نه وي دهغې غوښه او وينه مباح ګڼل.
- پاپ په واتيکان کې د ټولې نړی د کاتوليکانو مشر دی .
- طلاق حرام بولي حتی د زنا په حالت کې هم .
دافرقه په لوديځه ارپا اوجنوبی امريکا کې ژوند کوي .
دوهم د د ارتودکس فرقه : دافرقه په قسطنطينيه کې د شرقي کليسا پيروان دي مهم عقايد يې په لاندې ډول دي .
§ روح قدوس تنها له پلار څخه راوتلی .
§ طلاق حرام ګڼی مګر د زنا په حالت کې يې روا بولي .
§ د يومشرتر بيرغ لاندې نه جمع کيږي بلکي هره کليسا څپلواکه او مستقله وي .
دافرقه په شرقي ارپا او روسيه کې ژوند کوي .
دريم د پروستانت فرقه :
دافرقه مارتن لوثر ته منسوبه ده دغه فرقه په ۶ قرن کې د لومړی ځل لپاره په آلمان کې ظهور وکړاو هغوی غوښتل چې په کليساوو کې اصطلاحات رامنځه ته کړي مهم عقايد يې په لاندې ډول دي :
§ دمغفرت سندونه ټول دروغ دي اوګناهونه ټول په توبه اورجوع سره بخښل کيږي .
§ هرڅوک حق لري چې انجيل ولولي او پوه شي بله دې چې کليساته رجوع وکړي.
§ په کليسا کې د تصويرونو ځړول او دمجسيمونصبول حرام دي ځکه دغه کار دبت پرستانو دی .
§ رهبانيت اوځانتوالی منعه دی .
§ دمقدس خواراک (شکرانه ) په اړه چې د مسيح د قربانۍ ديادګار لپاره ترسره کيږي اودمسيحيانو دغه ادعا چې ډوډی اوشراب د مسيح په غوښه اووينه بدليږي هغوی له دغه ادعا څخه انکار کوي او ردوی يې .
(Visited 29 times, 1 visits today)