مسيحيت وپيږنئ څلومه برخه (منسوخ اوباطل مسيحيت ته د دعوت وسايل)

 

مسيحيت وپيږنئ څلومه برخه  (منسوخ اوباطل مسيحيت ته د دعوت وسايل)
پخوا له دې چې مسيحيت ته د دعوت وسايل وپيږنو بايد پوه شو چې هغوی پدې کار کې له دؤ لارو مخکې ځي  
يوښکاره اوبربنډ وسايل دي او بل دعاموخلکو له نظرنه پټ وسايل دي
اوهمدارنګه له لويوعصري وسايلو څخه چې نړيوال هم ورسره بلد دي کار اخلې شايد عصری وسايلو ته زيات اهميت ورکړي .
دمسيحيت داعيان ټولی لاری اوچارې تجربه کوي نظر ځای او وخت ته تغير ورکوي .
مسيحيت ته د عوت ښکاره وسايل په لاندې ډؤ برخو ويشل شوی دي :
§               د مسلمانانو مسيحیت ته دعوتول د مناقشی اومناظرې لياری يا د مقابل لورې په اساسی عقايدو کې شک وراچول .
§               صليبی جنګونه ،دڅيړنې محاکم،دبحري لارو د ماشومانو اختطاف او غلا کول ،اودهغو مسلمانانو له منځه وړل چې د دوی ددعوت مانع ګرځي او داسلامې هيوادونو اشغالول .
همدارنګه مسيحي موسيسات اوټولنی ډيرې دي چې په علني ډول کار کوي د غربي هيوادونوپه مرسته جوړی شوی دي .
هغه موسيسات اوټولنی چې دمسيحيت د دعوت لپاره جوړې شوی له ۳۰ زیاتي دی چې له ۱۷۶۵ نه تر اوسه په مختلفو هيوادو کې د مسيحيت په دعوت اخته دي د ټولوبيان دلته نه ځايږي که غواړی په تفصيل سره يې مطالعه کړﺉ زمونږ د همدې رسالي مراجعو ته مراجعه وکړﺉ .
مګرمسيحيت ته د دعوت هغه وسايل چې په پټ ډول د پردې تر شا کار کوي په لاندی ډول دي :
۱- ديپلوماتيک پلاوي : چې د غربي هيوادو لخوا اسلامې هيوادو ته استول کيږي اوهغه موسيسي او کمپنی چې په اسلامې هيوادو کې په کار بختې دي د مسيحيت داعيان له دې موقع نه استفاده کوي اوپه غير مستقيم ډول مسلمانان مسيحيت ته دعوتوي يالږتر لږه د دوی په زړونو کې خپله دفريب اومکر ډکه دوستي ننباسي .
۲- کاشفين : دجغرافيه کاشفين له غربي پوهنتونونه اسلامي هيوادو ته استوي چې مسيحي دعوتګر له دې لارې هم استفاده کوي
۳- طبابت : طبي پلاوي په دې نامه چې مونږله بې وزلواوفقيرو خلکوسره مرسته او دهغوی علاج کوواسلامې هيوادو ته ليږي هغوی په لومړی قدم کې کلينکونه او روغتونونه جوړوي اووروسته په تدريج سره په پوره زرنګۍ سره خلک مسيحیت ته دعوتوي .
۴- دکسب اوهنر زده کړه :
غربي موسيسات دټولنې ځوانان د کسب اوهنرد زده کړي په نوم جلبوي اوترنظارت لاندې یې نيسي وروسته له دې لاری دعوت پر مخ بيايي .
۵- لوړې زده کړې :
اسلامي هيوادو ته تعلیمي پلاوي ليږي ترڅوپوهنتونونه او فاکولتې جوړې کړي چې وروسته د دغوعلمي موسيساتوله لارې د ځوانانوذکي خلک جلب اوترنظارت لاندې نيسي چې په آينده کې یې مهم قدري خلک معرفي کړي اولوړ پوستونه ورکړي چې بيا یې د اسلام اومسلمانانوپروړاندی د خپلو اهدافود پلي کولو لپاره وکاروي .
۶– هغه موسيسات چې دکومک اوهمکارۍ په نوم فقيراولاس تنکوهيوادو کې فعاليت کوي :
 دغه موسيسات په اسلامي هيوادو کې د اړوخلکوسره د جامو،خواراکي مواد اوخيمواونورو کومک کوي اودوی ته وايي دا نعمت د عسی له لوری پر تاسې لورول شوی دي اوياپه کنايه اوغير مستقيم ډول ترڅويې پټ رازونه خلکو ته ښکاره نشي خپل زهرپه خلکو کې شيندي .
۷- د ښځوښکار: د مسيحيت دعوتګرو دا درک کړی ده چې ښځه کولای شي چې اولاد،کورنۍ اوخپل ملکړي   باندې مستقيم اغيزلرلای شي نوځکه دوی ډيرکوښښ کوي تر څولومړی ښځې له اخلاقو او اسلامې دايرې وباسي اووروسته یې د بې حجابئ کوښښ کوي .
هغوی مختلف کورسونه په مختلفو نمونوپه کليو او ښارونو کې جوړوي داسې کسبي اوحرفوي کورسونه چې زده کړه يې په ښځوپورې هيڅ اړه نلري اوپه ځنوهغوځايونوکې چې څه ناڅه خپل هدف ته رسيدلی وي د رقص اوموسيقی د زده کړي کورسونه جوړوي .
دښځودحقوقواومساواتوناري خويې ډيري تودې دي هره ورځ يې د رسنيوليارې خپروي ترڅوښځه په سياسي اواجتماعي چارو کې پوره ونډه واخلي ځکه دوی دې نتجي ته رسيدلي چې ښځه د مسيحيت د اهدافو لپاره يوډيرښه ښکارکيدای شي
۸- متخصصين اوګارګر:
هغه کارګراومخصصين چې د طب ،ساينس اوتکنالوجی اونورو برخو کې کار کوي د مسيحيت د دعوت لپاره بنسټيږ رول لوبوي ځکه دوی له خلکوسره سرکار وي اوپه تدريج ضعيف او بې علمه خلک په خپل دام کې نيښلوي .
۹- تعليمی کوسونه :
هغه زده کونکي چې د زده کړی لپاره غربي هيوادوته ليږل کيږي دمسيحيت لپاره يو ښه ښکاروي خصوصاً مسلمانان زده کونکی دوی داسې پروګرامونه په کار اچولی دي چې ځنې مسيحيان ورته ملمستياوي کوي خپلو کورونه يې بيايي اويا يې د کلتوري او اجتماعي کنفرانسونولپاره کليساؤته دعوتوي يا د کليسا لخوا ورسره مرسته کيږي ،همدارنګه د پوهنتون په چاپيريال کې مسيحي دعوتګرګرځي کوښښ کوي له دوی سره رابطه ونيسي نوهغه زده کوونکی چې له خپل دين نه معلومات نلري په اسانه توګه منحريف کوي .
۱۰- دغربی او اسلامې هيوادو ترمنځ د کلتوراوفرهنګ تبادله  :
دغربي او اسلامي هيوادو ترمنځ د کلتور او فرهنګ تبادله دمسيحيت د دعوت له مهمووسيلوڅخه يوه وسيله شميرل کيږي .
په دغه کلتوري تبادله کې د خلکورواجونه ،دنراوښځو جامې ،خواراکي شيان ،رقص اوموسيقي او نور شامل دي  اويا دځنوکتابونو اورسالو ويشل چې په هغه کې يې خپل اهداف ذکرشوی وي ،يافرهنګې مجلسونواواجتماع جوړول ترڅوله دې لارې خلک دعوت کړي يا خپل پوچ او ناولی فرهنګ په خلکوکې تيت کړي .
۱۱- خبري وسايل او رسنۍ :
خبري رسنۍ پراسلام د مسيحيت د حملې او يرغل لپاره لکه راديو،تلويزيون،سينما او انترنيټ پاڼی ترټوله مهمه او فعاله ونډه لري .
د دغه رسنيو په فلمونو،سريالونواو نورو پروګراموکې د هغوی مذهبی شعارونه ،تقاليد،کلتور،اصطلاحات او حرکات مهم رول لري .(التنصير ص 57-94، دراسات في الاديان ص379 ، والتنصير في البلاد اسلامي ص 17-28)
نن یې زمونږ په هيواد کې هم هرچاته د ځنوهغوشيطاني ورکشاپونو پايلی او نتايج ښه روښانه شوي دی چې هره ورځ څه خپروي دکوم کلتوراو دين د هنداري په توګه کار کوي .
او ددغه علنی اوښکاره بې دينی او فحاشت د خپرولومسئوليت د چا پرغاړه دی ؟ اوپه اړه به يې له چا پوښتنه کيږي ؟
 

قريب الله (مطيع ) مدينه منوره

ژباړه: حمدالله (شاکري ) کابل افغانستان

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 37 times, 1 visits today)