سجده سهوه

سجدة السهوه (د سهوې سجده) :

سهوه په لغت کې هېرېدلو ته وايي او د فقهاؤ په اصطلاح هغه عمل چې په لمانځه کې د پيدا شوي خلل د پوره کولو په موخه د لمانځه په آخر کې ادا کيږي د سهوې سجده بلل کيږي.

هغه صورتونه چه سجده سهوه لازميږي .

۱- د لمانځه له واجباتو څخه په هيره سره کوم واجب پاتي شي لکه الحمدلله ،تشهد يا جلسه مګر که قصداً ترک شي لمونځ فاسديږي په سجده سهوه نه پوره کيږي .

وفي الواجب إن ترك ساهياً يجبر بسجدتي السّهو، وإن ترك عامداً لا‏ (هنديه ) .

۲- د کوم واجب په ادا کولو کې تاخير يا ځنډ راشي (دومره ځنډ چه په څومره وخت کې يوه رکوع يا سجده کيدای شي ) که په هيره سره وي يا څه فکر کولو لکه د الحمدلله نه ورسته د سورت په ضم يا پيوسته کولو کې سړی خاموش ودريږي د څه ځنډ ورسته سورت شروع کړي .

۳- د کوم فرض په ادا کولو کې تاخير راشي مثلاً د سورت نه ورسته ځنډ وشي ورسته له څه ځنډ نه رکوع وکړي .

۴- کوم فرض دوه ځلي ادا شي مثلاً په يوه ځل دوې رکوع وکړي .

۵- د څه واجبو کيفيت بدل شي :

اليف ) په کومو لمونځوکې چه په خفيه سره سورت لوستل کيږي هغه د امام له خوا په زوره وويل شي يا د ورو ويلو پرځاي په زوره وويل شي که پدې سلسله کې پوره سورت وويل شي يا دومره چه په څومره وخت کې يوه رکوع يا يوه سجده کيدای شي نو پدې صورت سجده سهوه لازميږي .

ب) دفرضو په اولو دواړو رکعتو کې يا يو رکعت کې سورت هير شي نو که څلور رکعتي لمونځ وي نو په آخري دوو رکعتونو کې يې ويل پکار دي او ددي ترتيب بدليدو په وجه سجده سهوه لازميږي .

د سجده سهوي کولو طريقه :

په آخري ناسته کې د تشهد نه ورسته به يواځي ښی طرف ته سلام ګرځول او ورسته دوي سجدي کول او بيا تشهد،درد او دُعا ويل او د سلام ګرځول .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 49 times, 1 visits today)