په لوټو او قاغذ تشناب استنجاء کول

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته
زما پوښتنه د استنجا په اړه ده مطلب دا چې په کومو څیزونو د استنجا کول جایز دی او آیا بعد له رفع حاجت نه د اوبو نه د استنجا لپاره کار اخیستلی شو او کنه؟

بسم الله الرحمن الرحيم

د قضاء حاجت وروسته د نجاست پاکولو ته استنجاء وايي چې دوه صورتونه لري .

اول :  په لوټو يا قاغذ تشاب سره استنجاء کول د امت په اتفاق جايز دي په شرط ددې چې د لوټو تعداد له دريو کم نه وي او د نجاست محل به ښه پاکوي چې دې صورت ته په شريعت کې استجمار وايي  .

دوهم : په لوټو او قاغذ تشاب پاکول او بيا وروسته په ابو مينځل چې دا افضل صورت دی .

مګر د هر لمانځه د پاره استنجاء ته ضرورت نشته او همدارنګه د باد په وتلو سره هم استنجاء ته ضروت  نشته بلکی استنجاء د قضای حاجت ورسته تر سره کيږي د لويو ميتيازو د محل پاکوالی او همدارنګه د تشو متيازو د څاڅکو او رطوبت ښه وچول او پاکول پکار دي .

د باد د پريکيدلو په صورت کې استنجاء پدی وجه نشته چې پدی صورت کې بدن په پلتۍ (نجاست ) نه دې لړل شوی د باد وتل صرف حکمی ( چې په سترګو نه ليدل کيږي ) نجاست دی چې پدی صورت کې صرف اودس کافی دی (فتاوی دارالعلوم ديوبندی ج ۱ ص ۸۶ ) .

او همدارنګه درالمختار ليکی :

وقيل سببها الحدث الحکمية وهو وصف شرعی يحل فی الاعضاء يزيل الطهاره ( درالمختار علی هامش رد المختار ج ۱ ص ۱۳۶ ) .

الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

(Visited 146 times, 1 visits today)