په کومو حالاتو کې بايد لمونځ مات کړ شي

اوس هغه صورتونه چه پخپله لمونځ کوونکی ته لمونځ ماتول ضرور دي که لمونځ مات نه کړي نو په ځېنې صورتونو کې ډيره زياته ګناه ده او په ځينې صورتونو کې کمه ګناه ده ،هغه صورتونه په لاندی ډول دي .

۱- د کوم مضر ځناور ويره وي مثلاً مار يا لړم مخې ته راغی چې لرې کول يې عمل کثير ګرځي نو لمونځ ماتول پکار دي تر څو د هغه ضرر دفع کړي يا د لمونځ کوونکي په جامو کې لړم يا بل مضر حشره ننوځي او ددې ويره وي چه که سړی وچيچي سخت نقصان او تکليف به ترې پيدا شي نو پدې صورتونو کې لمونځ ماتولی شي .

۲- د لمونځ کولو په وخت کې د ريل ،طيارې او يا کومې بلې سورلۍ د تلو ويره وي چه په هغه سورلۍ کې سامان او اهل عيال وي يا د هغه په تلو سره ده ته سخت تاوان او تکليف رسيږي او يا د قطاع الطريق وېره وي نو لمونځ ماتولی شي .

۳- په لمانځه کې د کومې مريضۍ په وجه لويې يا وړې متيازې دومره سړی تنګ کړي چه نور يې برداشت سخت وي .

۴- د کوم کس د تباهی او هلاکت د بچ کولو لپاره لمونځ ماتول فرض دي که مات نشي لمونځ کوونکی د سختی ګناه مرتکب ګرځی – مثلاْ يو ړوند سړي په کنده کې لوېدو خطر وي يو کس يا کوم کوچنی ماشوم په اوبو کې ډوبيږي يا اور کې لوېږي يا چا اور اخيستی وي يا يې غل يا دوښمن په سخته بې رحمۍ سره وهي يا مور په خپل بچي ووېرېږي چې هغه ته څه سخت خطر ونه رسيږي او يا يې ديګ په اور باندې بار کړی وي هغه سوځي نو په دې ډول صورتونو کې د لمونځ ماتول ضرور دي او د هغه کس يا شي بچ کول ضروري دي.

۵- که مور،پلار ،نيا او نيکه که د مور له طرفه وي او که د پلار د څه سخت تکليف له وجی چغې وهي نو لمونځ دې مات کړي هغوی ته د ورشي مګر که د کومک نارې نه وهي لمونځ ماتول نشته ، د نفلو په لمانځه کې به د هغه کومک او نارې وهلو سره لمونځ ماتوي مګر فرض لمونځ به د سخت ضرورت پر مهال ماتوي .

۶- د څه سامان د ورکيدو ويره وي دومره سامان چې د يو درهم (۲،۹۷۵ ګرامه ) سپينو زرو يا تر هغه زيات قيمت ولري ، حيوان ديګ او خوراک څپه کوي که منع نشي سخت ضرر رسوي .

(فقه الاسلامي وادله ، مراقي الفلاح: ص۶۰)

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 78 times, 1 visits today)