اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته
ډیر خوشاله شوم چی زما مخکنی پوښتونو ته مو ځوابونه راکړل او ډیر د خوشالی ځای دی چی لوستونکو به ور څخه ډیره ګټه اخستی وی نو یوه پوښتنه بله لرم که مهربانی وکړی د ګرانو لوستونکو سره یی ځواب شریک کړی
د پګړی او یا خولی په سر کول څنګه دی ایا دا سنت دی او که د پښتنو دود دی؟
او هم په عادی وختونو کی سرتور ګرځیدل او صرف د لمونځ په وخت کی د خولی په سرکول څنګه دی؟
سرتور لمونځ کول څنګه دی مکروه دی او که څنګه؟
خو ځنی مولوی صاحبان وای چی څرنګه په عادی حالاتو کی ګرځی نو همداسی لمونځ هم کوه که سرتور ګرځی سرتور لمونځ کوه او که پټ سر ګرځی نو پټ سر لمونځ کوه که مهربانی وکړی د ګرانو لوستونکو سره یی ځواب شریک کړی.
په درناوی
حليم الله
لنګوټه ټړل سنت دي نور تفصيل دلته وګورﺉ
خولۍ په سر کول له جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ثابته ده نور تفصيل دلته وګورﺉ
سر تور سر لمونځ کول څه حکم لري ؟
تواضعاً او خشوعاً سرتور سر لمونځ کول جايز دی څه کراهيت نه لري او که د بې پروائی او لا ابالی د وجې نه وي نو کراهيت سره لمونځ جايز دی (ثواب يې کميږي )
کفايت المفتي ج ۳ ص ۴۸۰
و صلاته حاسراً أی کاشفاً رأسه للتکاسل ولا بأس به للتذلل وأما للاهانة بها فکفر …. الخ (التنوير وشرح ۱/ ۶۴۱ ) .
واضح خبره ده چې د نن عصر سرتور سر د عاجزۍ او خشوع له امله نه دی بلکي يو عصريت او فيشن دی .
د لمانځه نه بهر ګرځيدل او لمونځ کول فرق لري د لمونځ کولو په حالت کې سړی د الله تعالی په حضور کې ولاړ وي چې بايد ښي او پاکې جامې واغوندې قوله تعالی : [يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ] [اعراف:31]
ای د آدم اولاده ! اخلﺉ خپل ښايست د هر لمانځه په وخت کې
له دې آيت څخه په لمانځه کې د ستر پټوالی او د وس او توان مطابق د ښو او پاکو جامو غوره والی ثابتيږي .
علماء البدالحرام ليکي : د غوره زينت نه مطلب هغه لباس دی کوم چې په خلکو او ټولنه کې د احترام وړ وي ، په اسلامې ټولنو کې پټ سر د احترام وړ دی .
نو مسلمان بايد حد اقل د لمانځه د ادا په وخت پټ ووسي .
آن لاين اسلامې لارښود