د بانک دندې يا وظيفې

په بانك كې د پانګې له جمع كولو وروسته بانك دځينو وظايفو لكه تحويل، دزرو تخليق او نورو باندې پيل كوي چه دلته د بانك دځينو وظيفو په روښانوالي او وضاحت باندې پيل كوو.
تحويل (Financing) :
دبانك ترټولو مهمه وظيفه تحويل يعنې دخلكو بډايه كول دي چه هغه تجارانو ته چه لويې پروژې يې په لاره اچولې وي او نورو صنعتكارانو او با اعتباره شركتونو ته قرض وركوي، دغه قرضونه كله اوږد مهاله وي چه دغه راز قرضونو ته په عربي ژبه كي (ائتمان طويل المدت) اوپه انګليسي ژبه كې(LongTerm Credit) وايي او كله هم دغه قرضونه لنډ مهاله وي چه په عربي ژبه كي دغه راز قرضونوته (ائتمان قصيرالمدت) او په انګليسي ژبه كي ورته (Short TermCredit) وايي (اسلام او جديد معيشت اوتجارت، مفتي محمد تقي عثماني،ص،۱۱۶)
بانك خلكوته په دری ډوله قرض وركوي :
۱- د ورځنيو تجارتي كارونو لپاره مثلاً دبلونو د اداکولو او مامورينو د معاشاتو او نورو كارونو لپاره.
۲- د تجارتي كارونو د اخراجاتو د تنظيم لپاره مثلاً د تجارتي سامان آلاتو د اخيستلو لپاره چه هغو ته په عربي ژبه كي د (تمويل المشاريع) او په انګليسي ژبه كي ورته (Project Financing) وايي.
د زرو تخليق:
دبانك د مهمو وظيفو څخه بله وظيفه د زرو تخليق دی د زرو تخليق د اعتبار د جوړولو په معنى دی ځكه چه په ابتدا كې بانكونو د رسيداتو د ترويج په زيادت كې مهم رول درلود ددې موضوع وضاحت داسي دی چه په پخوا وختونوكې تعامل داسې ؤ چه خلكو به چه په هره اندازه پيسې په لاس راوړلې نو يوه لږه اندازه د هغه پيسو به يې له ځانه سره ساتلې او پاتې ټولې پيسې به يې په بانك كي جمع كولې كله چه به چې د چا پيسو ته ضرورت پيدا شو نو بانك به هغه ته نغدې پيسې نه وركولې بلكه د بانك خاوند به اړكس ته دهغه د پيسو په مقابل كې په بانك كي حساب پرانستلو او هغه ته به يې چك وركولو ترڅو چه دضرورت په مهال په ورځنيو تجارتي معاملاتو كې نوموړی چک وكاروي مثال كه كوم چا له بانك څخه د سل زره افغانيو په اندازه قرض اخيسته نو بانك به د سل زره افغانيو په ځای هغه ته دسل زره افغانيو چك وركولو نو وروسته به دغه كس چه له بانك څخه يې چك ترلاسه كړی دی د شي د اخستلو پرمهال همدغه چك كاراوه اوخپل ضرورت يي رفع كولو.
د تمويل په اعتبار دبانك ډولونه:
بانكداري څو قيسمونه لري چې ځينې يې په ځينو معينو برخو کې تمويل کوي او ځنې يې په عامه برخو کې کار کوي چې لاندې ډولونه لري :
۱ ـ کرهنيز بانک : ګرهنيز بانک عبارت له هغه بانک څخه دی چې دکرهنې په برخه کې خلکو ته پور ورکوي .
۲ ـ صنعتي بانک : د صنعتي بانک وظيفه دصنعتي ترقۍ لپاره تياری نيول او د پيسو دقرض ورکول دی .
۳ ـ پراختيايې بانک : پراختيايې بانک عبارت له هغه بانک څخه دی چې خلکو ته دپراختيايي چارو د پرمخ بيولو لپاره پور ورکوي.
۴ ـ تعاوني ( مرستندوی ) بانک : مرستندوی بانک د مرستې او امداد په خاطر تاسس شوی دی او د نوموړي بانک کار اوبار د هغه تر غړو پورې محدود وي يعنی يوازې هغه کسان چې د بانک مؤسسين دي کولای شي چه په دغه بانک کې حساب پرانيزي  پور واخلی او يا پور ورکړي.
۵ ـ استثماري بانک : داستثمار کلېمه په بېلابېلو هيوادو نو کې په بېلو بېلو مفاهمو سره ده چه دلته له هغه څخه مراد هغه بانک دی چه په هغه کې د پيسو حساب د يوې ټاکلې مودې لپاره وي  ، عمومی او پس انداز حسابونه هلته نشي جاري کېدای او تنها ثابت حساب پکې د اجرا وړ دی او د نوموړی بانک پورونه هم دمعينې مودی لپاره وي او همدارنګه لنډ مهال پورونه هم هلته د اجرا وړ نه وي .
۶ ـ سوداګريزه بانک : سوداګريزه بانک له هغه بانک څخه عبارت دی چه د عمومې تمويل چارې پرمخ بيايي په کومه معينه څانګه پوری تړاو نه لري او هرې ادارې او پروژې ته پور ورکولای شي  .
۷ ـ مرکزي بانک : مرکزی بانک د يو هيواد د مهمو ادارو له ډلې څخه يوه اداره ده چه د ټولو بانکونو څارونکی او نظارت کونکی وي . مرکزي بانک دهيواد په مالي او اقتصادي نظام کې مهم رول لري . مرکزی بانک په مختلفو هيوادونو کې په مختلفو نومونو سره يادېږي مثلاً  په افغانستان کې ( د افغانستان بانک) په پاکستان کې ( اسټيټ بانک آف پاکستان ) په بريتانياکې ( بينک آف انګلينډ ) او په هند کې (( اردو بانک آف انډيا ) په نومونو سره يادېږي.
د مرکزي بانک دندې :
مرکزي بانک بېلابېلې  دندې تر سره کوي چې ځينې يې په لاند ډول دي .
۱  ـ دا چې مرکزي بانک حکومتي بانک دی نو په دی اساس د حکومت ټولی پيسې هلته ذخيره  او حکومت ته دحکومت د پيسو په مقابل کې ګټه نه ورکوي او د اړتيا په وخت کې حکومت ته سودي قرض هم ورکوي .
۲ ـ  مرکزي بانک د حکومت د ټولنيز او اقتصاديتکليارې سلا کار ( مشاور ) دی .
۳ ـ مرکزي بانک زر ذخيره کوي ، پيسو ته ارزښت ورکوي او داړتيا په وخت کې دزرو اجرا هم کوي .
۴ ـ نور بانکونه د خپلو فعاليتونو د اجازې لپاره دمرکزي بانک څخه جواز پاڼه اخلي .

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 125 times, 1 visits today)