ميسحيت وپيږنئ لومړۍ برخه (د ځنو اصطلاحات تعريف )

 

دمسيحيت پيږندنې لړۍ
په دغه لنډه لړۍ کې به دمسيحيت عقيده ،دعوت ،ددعوت وسايل ،عبادات ،په اسلام کې دعسی عليه سلام مقام ،په اسلام دټولو پيغمبرانو عليهم السلام مقام ،دمسيحيت مخنيوی او داسلام په اړه د مسيحي علماوو اعتراف او داسې نور ولولو.
چې په ننی عصرکې يې زده کړه او لوستل د هر مسلمان لپاره ضرور دي .
په افسوس سره بايد ووايو چې ددی پر ځای چې نړيوالو ته مو دين رسولای وای يا حد اقل مو خپلی ټولنې ته اسلامي احکام په پوره ډول رسولي وای خو نن ددی پر ځای د باطلو اديان دعوت زمونږ تر کلی او کور پورې را رسيدلی دی !!!!
له مونږ نه د هغوی مراکز او شبکې ښې په فعال دي او د ټولنې د ځنو فاسدو  لنډغرو عناصرو له خوا يې دود هرکلی هم کيږي .
 
ميسحيت وپيږنئ
دځنو اصطلاحاتو تعريف  :
تنصير: تنصير يو دينی ،سياسی او استعماري حرکت دی چې د صلبې جګړو وروسته منځ ته راغی ددی حرکت هدف دنړۍ دمختلفو امتونو په منځ کې د نصرانيت (مسيحيت) خپرول دي ،داسې چې د دريمې نړی هيوادنه يا وروسته پاتې هيوادو خلک تر خپل استعمار لاندې راولي (الموسوعة الميسرة ص 159).
تبشير: تبشير په عربی ژبه کې زيري ورکولو ته وايي داسې زيری اوخبر چې د انسان په طبعت کې تغير راولي هغه که ښه وي او که بد د تبشير په نوم ياديږي .
ولې د مسيحيانو په نزد تبشير د مسيحيت يرغل اوحمله کول پر نورو اديانو باندې په ځانګړي ډول په اسلام باندې حملې ته تبشير وايي ،يا دمسيحيانو په اصطلاح دمسيح ددی ښه خبر رسول خلکو ته چې ګواکي هغه پروردګار دهغوی دی اوعبادت يې لازم دی . ديادولو وړده چې د تنصيراوتبشيرهدف يودی (التنصيرفې البلاد الأسلامية ص 15،التنصيرمفهومه واهدافه ص 40) .
مسيحيت:مسيح د عسی ع نوم دی چې پيروان يې ځانوته مسيحيان وايي ، ويل کيږي چه عسی ع ته ځکه مسيح وايي چه هغه به کله په ناروغ لاس کش کړ دخدای ج په حکم به هغه ناروغ جوړ شو او يا ځکه مسيح ورته وايي چه دځمکې پر مخ يې ډير سياحت کړی دی .  اومسيحيان وايي چه عسی ع ځکه دمسيح په نوم ياديږي چې هغه يواځنی کس دی چې په دې دنيا کې يې د خدمت اوسر ښيندنی قدم ايښی (المفردات للاصفهانی ص ۴۶۸ – قاموس کتاب مقدس ص ۸۶۰) .
نصرانيت :دنصرانيت داصطلاح اطلاق هم د عسی ع په پيروانو کيږي .
عسی ع د بنی اسرايلو لپاره مبعوث شوي ؤ او د انجيل کتاب ور باندې نازل شوي ؤ هغه خلک د خدای ج وحدانيت ته رابلل خو ورسته د وخت په تيريدو سره انجيل تحريف شو اصلی نسخه يې ورکه شوه چې بلاخره انجيل د شرک اوبت پرستی له عقايدو سره ګډ شو او آسمانی منزلت يې له لاسه ورکړ(الموسوعة الميسرة ۴۹۹) .
استشراق (خاور پيږندنه ) :
داستشراق کلمه ديهودو،نصاراؤ او نورو غربی علماؤ څيړنې اوتحقيقات د ختيځ استوګن (خاور ميانه )مسلمانانو د دين ،کلتور او ټولنيز حالت باندې اطلاق مومي .
استشراق له هغه وخت څخه راپيل شو چې کله د اسلام د فتحې اسلامي کاروان د ارپا تر دروازو پورې ورسيد.
هغه وخت مسلمانانو ديو واحد خلافت اويوې اسلامي نړۍ بڼه لرله چې هغه وخت مسلمانان په علمي ،اقتصادي او اجتماعي لحاظ پرمختللي وو.
ارپا هغه وخت دجهل،بې علمۍ غفلت کې يو شاته پاتې ژوند تيرولو چې وروسته يې دمسلمانانو په اړه څيړنې پيل کړې ترڅو په دې پوه شي چه مسلمانانودا سترغظمت او پرمختګ په څه ډول لاس راوړی دی .
همدارنګه صلبی لښکرو په ټول توان سره دوه سوه کاله د اسلام پرضد وجنګيدل ترڅو اسلام له منځه يوسي خو بې له سختې ماتې او سختو درنو تلفاتو بل څه په لاس ورنغلل .
نو ځکه وروسته پدې لټه کې شول چې د جنګ له لاری خو څه ونه شول نويې داتصميم ونيوچې يوشمير پوهانو ته وظيفه ورکړي ترڅو اسلام د ننه څخه مطالعه کړي په فريب اومکرسره خپله حقيقي څهره پټه او د ننه په مسلمانانو کې تخريب وکړي په دوی کې د نفاق اور بل کړي اوپه زړه کې شکونه ورواچوي ترڅو کمزوري شي او بلاخره د دوی د شوم اوباطل دعوت او استعمار لپاره لاره هواره شي (التنصيرفی البلاد الاسلامية ص ۳۹)
دمسيحيت عقيده ………….. بيا
ليکنه : قريب الله مطيع     مدينه منوره
ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 32 times, 1 visits today)