په خاموشی د جنت زېری

په خاموشیء کښی سوچ او فکر کول :

ګرانو ! دژبې دنقصان نه دځان بچ کولو دپاره تاسو ته د نبی صلی الله عليه السلام بعضی نور احاديث بيانوم چه ژبه څومره خطرناک څيز دی او دژبې حفاظت او دچپ والی څومره فضيلت دی .

عن ابن عايشه أبيه قال خطب رسول الله صلی الله عليه وسلم فقال اِن الله أمرنی أن يکون نطقی ذکرا وصمتی فکرا ونظری عبرة .( رواه محمد بن زکريا العلايې أحد الضعفاء )

ترجمه : رسول الله صلی الله عليه وسلم خطبه ويله نو وی فرمايل الله تعالی ماته داحکم کړی دی چې زما خبر دی ذکر وی او زما خاموشی دی فکر وی او زما نظر دی عبرت وی .

کامل ايماندار :

په يو بل حديث مبارک کې راغلی دی نبی عليه السلام د کامل ايمان علامه په دی الفاظو کښی بيانوی .

من حسن اِسلام امرء ترکه مالا يعنيه . ( حديث محسن اِسلام المرء ترکه مالا يعنيه أخرجه الترمذی وقال غريب وابن ماجه من حديث أبی هريرة ) .

ترجمه : د ابوهريره نه روايت دی چه : رسول الله صل الله عليه وسلم فرمايلی دی د سړی د کامل ايمان نښه داده چه عبث څيزونه به پريږدی .

په خاموشیء دجنت زيری :

دغه شان نبی عليه السلام خپلو صحابو ته د يوه صحابی دجنتی کيدو خبره ورکوی . راشیء وګوری چه دنبی عليه السلام دغه صحابی څوک وو او دهغه داسی کوم يو عمل وؤ چه د آفتاب رسالت په ژبه دهغه دجنتی کيدو خبره خوريږی .

عن محمد بن کعب قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم اِن أول من يدخل من هذا الباب رجل من أهل الجنة فدخل عبد الله بن سلام فقال اِليه ناس من أصحاب رسول الله صل الله عليه وسلم فأخبروه بذلک وقالوا أخبرنا بأوثق عمل فی نفسک تر جو به فقال انی لضعيف واِن أوثق ما أرجو به الله سلامة الصدر وترک مالا يعنينی . ( أخرجه ابن أبی الدنيا هکذا مرسلا وفيه أبو نحبيج اختلف فيه )

ترجمه : د محمد بن کعب (رح) نه روايت دی فرمايې : يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل . په دی دروازه به دټولو نه ړومبی يو جنتی سړی جنت ته را داخليږی ( په دی کښی ) عبدالله بن سلام (رض) داخل شو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحابوو يو څو کسان را پاڅيدل . او ددی خبر يی ورته ورکړو . چه نبی صلی الله عليه السلام داسی وفرمايل څوک چه د ټولو نه ړومبی په دې دروازه را داخل شو . هغه به جنتی وی ) او هغوی ورته وويل ته مونږ ته ( په خپلو عملونو کښی ) دټولو نه زيات د طمعې او اعتماد عمل وښايه . . ( دکوم په باره کښی چه ستا دا ګمان وی چه په دې به مانه الله تعالی راضی شی او جنت به راکړی ) هغه وفرمايل زه خو ډير کمزوری يم خو زما په نزد د ټولو نه غوره عمل چه زه پری د الله تعالی نه اميد ساتم . ( چې الله تعالی به راسره دهغه په وجه احسان وکړ ی ) دا دی چې زما په زړه کښی دچا سره بعض کينه نشته . او بله داچی زه بې مقصده خبری پريږ دم . ( او هغی باندی خپل قيمتی وخت نه خرابوم ) .

خاموشی وزن دار عمل دی :

نبی صلی الله عليه وسلم  حضرت ابو ذر (رض) ته داسی عمل ښايی چه په تله د اعمالو کښی به ډير وزن دار وی خو په کولو کښی څه دومره ګران نه دی .

قال أبو ذر قال لی رسول الله صل الله عليه وسلم ألا أعلمک بعمل خفيف علی البدن ثقيل فی الميزان قلت بلی يارسول الله قال هو اصمت وحسن الخلق وترک مالا يعنيک . ( أخرجه ابن أبی الدنيا بسند مقطع )

ترجمه : ابوذر (رض) فرمايې: رسول الله صلی الله عليه وسلم ماته وفرمايل آيا زه تا ته داسی عمل وښايم چه په بدن به د هغه کول آسان وی او په تله کښی به دروند وی ما ورته عرض وکړو بلی اوښايه راته . ای د الله پيغمبره ! نو نبی صلی الله عليه وسلم  راته وفرمايل هغه خاموشي ده او ښکلی اخلاق دی او کوم څيز ته چه ستا ضرورت نه وی . ( او څه فايده په کښی درته نه وی نو هغه پريږده) .

زما د اسلام خوږو وروڼو ! تر اوسه پوری ما تاسو ته د چپوالې فضلت بيان کړل که تاسو په دی عمل وکړ نو دژبي د ټولو ګناهونونه به محفوظ شيء او دژبي چې کوم ګناهونه دی په هره يوه ګناه باندی مستقل کتاب ليکلی شو .

زمونږ مغالطه :

تاسو به کتلی وی چه خلک هغه مباحی خبری کوی  په کومو کښی چې ګناه نه وی که دشپی او دورځی لګياوی خبری کوی چه دا څومره نقصانې خبره ده بلکه دا ګمان کوی چه مونږ خو مباحې خبری کوو . دچا غيبت نه کوو نو ددی وجی نه مې تاسو ته دعبثو خبرو قباحت د قرآن او سنت او د بزر ګانو د اقوالو الو واقعاتو د وينا په رڼا کې بيان کړل  . ددی نه دا خبره ښکاره شوه چه کله په مباحو خبرو کښی دومره نقصان دی نو بيا د هغی خبرو به څومره نقصان وی .چه هغه دګناه خبری وی ددی حديثونو  د اوريدلو نه وروسته پکار ده چې ستاسو په زړونو کې د مباحو خبرو نه دځان بچ کولو يوه جذبه شوی وی . او که ځان مو دمباحو خبرو نه هم بچ کړل . ددی ژبی ددی ګناهونونه به محفوظ شیء .

(۱ ) باطلې خبری کول لکه د ښځو قصیء شوی .د فاسقانو واقعات شو  او داسی نوری خبری دا ټولی حرامی دی .

(۲ ) بغير د څه غرض او مقصد نه خامخا د بل په خبرو باندی اعتراضونه کول . او هغه غلط ثابتول.

(۳) ګانې بجانې او فحش سندری ويل .

(۴) دعشق او معاشقی په باب کښی خبری کول .

(۵) دټوکو او دخندا خبری کول .

(۶) دبل راز او پرده ښکاره کول .

(۷) د دروغو وعدی کول .

(۸ ) دروغ ويل .

(۹ ) په دروغه قسم خوړل  .

(۱۰ ) د بل مسلمان ورور په غير موجو دګیء کښیی داسی خبره کول چه دهغه زړه پری خفه کيږی يعنی غيبت کول .

(۱۴) د يو سړی په سر بل ته غلط خبری کول . يعنی چغلي خوړل .

(۱۵) د داسی سړ ی مدح کول چه هغه په خپله مدحه خوشحاليږی .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 39 times, 1 visits today)