بلکه چپ والی هغه صفت دی چه نبی صلی الله عليه السلام چپ انسان ته د نژدې کيدو تاکيد کړی او فرمايلې يې دی .
ان الله عند لسان کل قايل فليتق الله امرؤ علم ما يقول قال صل الله عليه وسلم اِذا رأيتم المومن صموتا وقورا فادنوا منه فاِن يلقن الحکمة . ( اخرجه ابن ماجه من حديث أبي خلاد رايتم الرجل قد اعطي زهدا فی الدنيا وقلة فاقتر بوا منه فاِن يلق الحکمة ) .
ترجمه : ( ابو خلاد نه روايت دی چې ) رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمالی دی . الله تعالی دهر ويو نکې دژبې سره موجودی نوسړ چه څه وايې . دهغی نه دې وويريږی . ( چه دګناه خبری وکړی نو بيا به پری پښيمانه وی ) او فرمايې . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلې دې چه کله تاسو مومن او وينیء . چه کله تاسو مومن ووينی .چه خاموش او باوقاره وی . نو ده ته ورنږدی شی ځکه چه دی به دعقل نه ډکې خبري کوی .
دخبرو نه وړاندی سوچ کول :
زما داسلام خوږو وروڼو ! مونو په خبره باند سوچ نه کوو بلکه چه څه مو په زړه کښی راځې نو هغه راوباسو او داسوچ او فکر نه کوو چه دازه څه خبری کوم په د کښې خو به ګناه نه و ی دمسلمان صفت خو داد چې دی به په هره خبره باندی سوچ کوی لکه چې نبی عيله السلام په يوه حديث کښې بيان کړي دی .
قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : ان لسان المومن وراء قلبه فاذا أراد ان يتکلم بشی ء تدبره بقلبه ثم أمضاه بلسانه وان لسان المنافق أمام قلبه فاِذا هم بشیء أمضاه بلسانه ولم تدبره بقلبه . ( قال العراقی لم أجد مرفوعا وأنما رواه الخرايطي فی مکارم الاخلاق من رواية الحسن البصري )
حضراتو ! دنبی عليه السلام ددی احاديثو نه تاسوته معلومه شوه چې دانسان خير هم په دې کښې دی چې دي څومره کمي خبر کولی شی په دی احاديثو باندی زمونږ مشرانو ښه عمل کړی وو او هغوی په حققت کښې د ژبې نقصانات پيژندل وو .
په خوله کښې کاڼی ايښودل :
حضرت ابو بکر (رض) به په خوله کښې کاڼی ايښی وو چه په هغې باندې به يې ځان دخبرو نه منع کولو او هغوی به خپلی ژبه ته اشاره کوله چه داما دهلاکت ځايونو ته ورغورځوي .
دهر څه نه زيات د بندولو لايق څيز : دنبی عليه السلام په ملګرو کښې به حضرت عبدالله بن مسعود (رض) فرمايلی زما دی په هغه ذات قسم وي چه د هغه نه سوا بل څوک دعبادت لايق نشته دهر څه نه زيات د ژبي قابو کولو ته توجه ورکول پکار دی .
ژبه درنده ده :
حضرت طاوس (رح) به فرمايل زماژبه درنده يعني خوړونکې ځناور دی که خبري پري کوم نو ماخپله باندی خوری.
د داود (ع) دحکمت خبره :
حضرت وهب بن منبه (رح) فرمايلی دی . دحضرت داود عليه السلام دحکمت په خبرو کښې داخبره وه په عاقل باندی لازمه ده چه دخپل وخت قدر پيژنی ، او دخپلي ژبي حفاظت کوی او خپل ځان الله تعالی ته متوجه کړي .
دعمر بن عبدالعزيز (رح) خط:
امام اوزاعې رحمة الله فرمايې. عمر بن عبدالعزيز مونږ ته خط ليګلې وو چې څوک مرګ زيات يادوی . نو په لږه دنيابه راضي وی او څوک چه خپلې خبرې په خپلو اعمالوکښې شماری . ( چه په ژبه باندی څه وايم نو دا کوی . مګر داچې څه ضروري خبره وی او هغه وکړی دغه شان بعضی بزرګانو فرمايلی دی خاموشی په سړی کښی دوه صفتونه پيداکوي يو ددين سلامتيا او دويم دخپل ملګري په خبرو پوهيدل .
آن لاين اسلامې لارښود