په ليبيا کې ارجانټايني خبريال مسلمان شو

يو ارجينټاينی خبريال چې د لبيا د حکومت پر ضد پاڅون کونکو په سيمه کې د خبر په راټولو بخت ؤ د ليبيا د مسلمانانو د ښه سلوک کولو له وجې مسلمان شو .

دا خبريال چې نوم يې ” خوسیه مانولتی خوسی” دی د ارجنټايني ورځپاڼې  “ریو نیر” سره يې دنده تر سره کوله پنځه ورځې مخکې مسلمان شو او دليل يې د لبيا د انقلابيانو ښه سلوک په ګوته کړی دی

هغه زِاتوي ما څه موده وړاندې په فلسطين کې هم خبريالي کوله حال دا چې خلک د جنګ په حالت کې او تر سخت فشار لاندې وو د لبيا د خلکو په څير هميشه خوشحاله او تازه ؤ او که څه هم زه مسلمان نه وم خو زما سره به يې ډير ښه سلوک کولو .

خوسيه زياتوي : زما د مسلمانيدو لومړي تکانونه له فلسطين څخه شروع شول کله مې چې له يوه فلسطيني ديني عالم څخه و پوښتل چې د جنګ ، فشار او بد حالت په وخت د خلکو د خوشحالی ، سکون او اطمنان دليل څه دی ؟ هغې ځواب را کړ ددې خلکو سعادت اسلام دی او د الله تعالی بندګي ده . همدا وجه ؤ چې زه کله ارجنټاين ته واپس شوم هلته مې د قرآن او اسلامې کتابونو مطالعات پيل کړل .

خوسيه د مسلمانيدو وروسته خپل نوم يوسف انتخاب کړ او هغه تر اوسه په دې توانيدلی تر څو د قرآن څو سورتونه حفظ کړي ، هغه وايي د قرآن تلاوت په ما باندې ډير تأثير کوي که څه هم په مطلب يې نه پوهيږم .

يادونه : د اسلام د پيل نه تر نن پورې ډير کسان د مسلمانانو د اسلامې سلوکو په وجه مسلمان شوی دي ، د اسلامې امارت په وخت کې په جلال آباد کې يوه خارجي خبرياله د طالبانو د ښه سلوک له وجې مسلمانه شوه چې وروسته يې کتابونه هم چاپ شول د کتاب په يوه برخه کې راغلی ؤ چې زما د مسلمانيدو وجه ښه او اسلامې سلوک ؤ دا سلوک ما ته ټول د حيرانۍ وړ ؤ په تيره هغه مهال چې ما به خپلې جامې مينځلې وې او هغه به مې په تناب ځړولی وې طالبانو به زما د جامو د پاسه خپل چادر وغوړولو کله مې چې د هغه د علت په باب و پوښتل هغوی به ويل د نامحرم جامی ته کتل نا رواه دي او بل دا چې کوم طالب عسکر به چې ما ته ډوډې را وړله هغې به خپلې سترګې کارته اچولې وې او ما ته به يې نه کتل ددې وجه دوی دا بيان کړه چې په اسلام کې نامحرمو ته کتل نا روا دي نو زه پوه شوم چې دا هغه د عفت او پاکدامنۍ دين دی چې په دې دين کې خپل او پردی ناموس لوړ اهميت لري  (که نه د کافرانو په لاس داسې يوه ښځه بنديوانه شي نو د هغه به څه حال وي ؟ ) .

الله تعالی مونږ ته د نيک سلوک چې نورو ته د عبرت سبب شي توفيق راکړي

آن لاين اسلامې لارښود

 

 

 

Print Friendly, PDF & Email