نوې مسلمانه شوې صفيه د اسلام راوړلو قصه داسې بيانوي : 30 کاله مې په داسې يوې کورنۍ کې ژوندتير کړل چې هيڅ مذهب يې نه لرلو بغير له کمونستي افکارو څخه . هيڅ ډول عقيداو مذهب زمونږ په ژوند کې موجود نه وو ، هيڅ داسې شی نه ؤ چې د هغې په وسيله ښه او بد پرتله شوي وای بس هر څه به مجار او روا وو .
ښو او بدو ته بې توجهۍ زمونږ چاپيريال احاطه کړی وو ، کورني اختلافات خو يو عادي کار ؤ ، د نارينه او ښځو تر منيځ کشمکش او جنجال ، وايه مه وايه منطقي روابط شميرل کيدل ، اولاد په ډيره آسانۍ سره له خپلو والدينو څخه جلا کيدل چې بيا به د ډيرې مودې د پاره يو د بل له حاله خبر نه وو .
نه مذهب ؤ نه د خدای خاطرچې سړی وکولای شي د هغه په وسليه له ځان څخه حمايت وکړي .
صفيه زياتوي : بلاخره مې يو ورځ په جدي توګه د ځان او خپل ژوند په اړه په فکر او سوچ کولو شروع وکړه او پوه شومه چې هيڅ کوم خاص هدف نه لرم او فکر مې وکړ چې فقط ددې سرګردانۍ او فريشانۍ نه د نجات لاره يوازې خودکشي کيدای شي او بس .
يو ورځ سهار له خوبه پاڅيدم مخکې له دې چې خپلې دندې ته لاړه شم څو تابليت يا ګولې مې وخوړلې ، کله چې د کار او دندې ځای ته ورسيدم کم کم مې حال خراب شو همکارانو مې بې له ځنډه روغتون ورسولم ، د يوې مسلمانې ډاکترې چې حجاب يې لرلو په وسليه مې نجات وموند .
کله مې چې حال ښه شوه .له هغې څخه مې وپوښتل چې څنګه کولای شم خپل ژوند ته خاتمه ور کړمه (څنګه ځان وژنه وکړمه ) ، هغې ما ته توضيحات را کړل چې په ځان وژنه نجات نشې موندلای بلکي د هميشه د پاره به په دوزخ کې اوسيږي .
د خپلو خبرو په باب مې له هغې څخه پوښتنې وکړې ، له هغې څخه مې عجيب او جالب شيان وارويدل چې هيڅکله مې نه ؤ اوريدلی ، په اسلام کې ځان وژنه منع ده او هر څوک چې بې هدفه داسې وکړي د ابد د پاره به په دوزخ کې وي . کم کم مې د هغې په توضيحاتو اطمنان حاصل شو ، او پوه شوم چې الله تعالی دومره مهربانه او بخښونکی دی چې كه په ګناهونه توبه وکړم هيله ده زما ګناهونه وبښي .
مسلمان دوكتور د اسلام په اړه ما ته ډير توضيحات راکړل او د قرآن آيتونه يې را ته تلاوت کړل داسې يې وښوده چې تر هر څه ژر ددې بې اخلاقه ،بې دينه او بې خدايه محيط څخه ځان وباسه ، او د اسلام د پاکدامنۍ ، صلحې او آرامۍ څخه خوند واخله ، داسې ژوند مې تجربه کړ چې تر اوسه مې نه لرلو . زما او د هغې رابطه په دوستۍ وا وښته او د هغې سره مې په ناسته ولاړه او خبرو آوريدو خوند اخيستلو . هغې زه خپل کور ته دعوت کړم ، د ژوند حالت او طريقه يې له نورو سره بالکل بدله او فرق لرلو .
د خپلې کورنۍ سره يې قوي روابط لرل او هر يوه يو له بل سره مينه او دوستي لرله او يو د بل احترام يې کولو اسلام يې اصلي دين او قرآن يې آسماني کتاب ؤ ، په اسلام کې هيڅ څوک پرته له اجازې د چا کور ته نشي ننوتلای ، ښځه پرته د خاوند له اجازې او هغې ته د خبر ورکولو پرته له کوره نشي وتلای .
زما په دې شيانو پوهيدل ددې باعث شول تر څو د اسلام راوړلو په اړه تصميم ونيسم او د خپل دوست سره مې د محلې جومات ته لاړه شم تر څو هلته شهادين اعلان کړمه .
بلاخره مې خپل تصميم ته د عمل جامه ور واغوسته او شهادتين مې اعلان کړل او د سرګردان او فريشانه حالت څخه مې نجات وموند . څه موده پس دبی ته لاړم هلته مې په اسلامې مرکز کې د دوهم ځل د پاره شهادتين په ژبه او زړه ولوستل .
منبع : المهتدين
آن لاين اسلامې لارښود