<span style="line

دحج او عمرې فضائل

د حج فضائل

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال:قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (من حج هذا البيت، فلم يرفث، ولم يفسق، رجع كيوم ولدته أمه). بخاری مسلم ،ابن ماجه ،نسائي ).

ژباړه: له حضرت ابی هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی هغه وايي چې ماله رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واوريدل چې فرمايل ئی :

څوک چۍ د الله (جل جلاله) لپاره حج وکړي د شهوت او ګناه خبری او کارونه ونه کړي دی به داسې پاک را وګرځي لکه په کومه ورځ چې دی مور زيږولی وي .

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: سُئل رسول الله صلى الله عليه وسلم : أي العمل أفضل؟ قال: “إيمان بالله ورسوله”. قيل: ثم ماذا؟ قال: “الجهاد في سبيل الله”. قيل: “ثم ماذا؟” قال: “حج مبرور”. )البخاري، ومسلم، والترمذي، والنسائي، وأحمد(.

ژباړه : ابی هريرة رضی الله عنه روايت کوي چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چا پوښتنه وکړه چې کوم عمل افضل او غوره دی ؟ هغه وفرمايل : پر الله تعالی او د هغه پر رسول باندې ايمان راوړل دي ، ويې ويل بيا کوم عمل غوره دی ؟ هغه وفرمايل : د الله تعالی په لاره کې جهاد ، ويې ويل بيا کوم کار غوره دی ؟ هغه وفرمايل : مبرور او مقبول حج .

عن أبي هريرة رضي الله عنه:أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما، والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة (بخاری ، مسلم ،ترمذي اونسائی ).

له حضرت ابی هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

يوه عمره تر بلی عمرې دهغه ګناهونو کفاره ده چې د دوی تر منځ وي او دقبول شوي حج بدله پرته له جنت څخه بل شی ندي (د مبرور معنی هغه چې ګناه پکې نه وي ،قبول شوی وي ،هغه چې ريا پکې نه وي يا هغه چې ورسته ورڅخه ګناه ونشي ) .

عَنْ عَائِشَةَ؛ قَالَتْ: قُلْتُ يَا رَسُولَ اللهِ عَلَى النِّساءِ جَهَادٌ؟قَالَ ((نَعَمْ. عَلَيْهِنَّ جِهَادٌ لاَ قِتَالَ فِيهِ: الْحَجُّ وَالْعُمْرَةُ))  (ابن ماجه ) .

 ژباړه: له عائشې رضلی الله عنها نه روايت دی چې له رسول صلی الله عليه وسلم څخه موپوښتنه وکړه آيا په ښځو جهاد شته ؟

رسول الله وويل هو : په ښځو داسې جهاد دی چې په هغه کې قتال نشته هغه حج او عمره ده .

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنْ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم؛أَنَّهُ قَالَ ((الْحُجَّاجُ وَالْعُمَّارُ وَفْدُ اللهِ. إِنْ دَعَوْةُ أَجَابَهُمْ، وَإِنِ اسْتَغْفَرُوهُ غَفَرَ لَهُمْ)) ( ابن ماجه ).

له حضرت ابی هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چې يقيناً رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :حاجيان او عمره کوونکی دالله مېلمانه دي که هغوی الله تعالی ته دُعا وکړي هغه يې قبليوي (ځکه چې د مېلمه خواهش ضرور پوره کيږي ) او که هغوی د الله تعالی څخه عفوه وغواړي هغه بخښل کيږي .

د عمري فضيلت

۱- د ګناهونو کفاره:

له ابی هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما….» (رواه البخاری ومسلم ).

ژباړه: يوه عمره تر بلې عمرې (د دوو عمرو تر مينځ ګناهونو) لپاره کفاره ده.

۲- د دعا قبلېدل:

له حضرت ابی هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «الْحُجَّاجُ وَالْعُمَّارُ وَفْدُ اللهِ إِنْ دَعَوْةُ أَجَابَهُمْ، وَإِنِ اسْتَغْفَرُوهُ غَفَرَ لَهُمْ» ( رواه ابن ماجه ).

ژباړه: حاجيان او عمره کوونکي د الله مېلمانه دي که هغوی الله تعالی ته دُعا وکړي هغه يې قبلوي (ځکه چې د مېلمه خواهش ضرور پوره کيږي) او که هغوی د الله تعالی څخه عفوه وغواړي هغوی ته به بخښه وکړي.

۳- په رمضان کې عمره کول د حج برابر ثواب لري:

له ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«عمرة فی رمضان تعدل حجة- أو حجة معي» (متفق عليه).

ژباړه: په رمضان کې عمره د حج سره برابره ده او يا داسې ثواب لري لکه زما سره يې چې يو ځای حج کړی وي (داسې لکه د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم سره يې چې يو ځای حج کړی وي).

۴- د رزق پراخوالی:

له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«‏تَابِعُوا بَيْنَ الْحَجِّ وَالْعُمْرَةِ فَإِنَّهُمَا يَنْفِيَانِ الْفَقْرَ وَالذُّنُوبَ كَمَا يَنْفِي‏ ‏الْكِيرُ ‏خَبَثَ الْحَدِيدِ ‏وَالذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ، وَلَيْسَ لِلْحَجَّةِ الْمَبْرُورَةِ ثَوَابٌ إِلاَّ الْجَنَّةُ»

(رواه أحمد والترمذي وابن خزيمة في صحيحه).

ژباړه: تعقيب او پيوسته والی وکړئ د حج او عمرې په مينځ کې ځکه دوی دواړه فقر او ګناهونو داسې ولې او له مينځه وړي لکه د اور تازه کولو پښ چې اوسپنه، سره زر او سپين زر ولې کوي.

په دې سفر  کې بل لوی فضيلت څه دی ؟

په مسجد الحرام کې يو لمونځ په جماعت سره ادا کول د يو لکو لمونځونو ثواب لري.

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:«صَلاةٌ فِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَفْضَلُ مِنْ مِائَةِ أَلْفِ صَلاةٍ فِيمَا سِوَاهُ» (رواه احمد و ابن ماجه).

ژباړه: په مسجدالحرام کې يو لمونځ د نورو جوماتونو په پرتله د يو لکو لمونځونو اجر لري.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 160 times, 1 visits today)