غوره اسلام او کامل مسلمان

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم مونږ ته د غوره اسلام واله یا کامل مسلمان داسې را پيږني :

عَنْ أَبِي مُوسَى رضی الله عنه  قَالَ: قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَيُّ الإِسْلامِ أَفْضَلُ؟ قَالَ: «مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ». (بخارى:11)

ژباړه :له ابو موسی نه روايت دی چې هغه وايي : (صحابه ) وپوښتل : ای د الله رسوله ! د چا اسلام (د الله تعالی په نزد ) غوره دی ؟ ويي فرمايل : د هغه چا اسلام غوره دی چې نور مسلمانان د ده د لاس او ژبې له ضرر څخه په امن وي .

بل حديث شريف كې فرمايي :

عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  قَالَ: «الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ، وَالْمُهَاجِرُ مَنْ هَجَرَ مَا نَهَى اللَّهُ عَنْهُ». (بخارى:10)

له عبدالله بن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چې نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : مسلمان هغه دی چې د ده د لاس او ژبې له شر څخه نور مسلمان په امن وي ، او (رښتنی ) مهاجر هغه دی چې هغه څه چې الله تعالی منع کړی وي هجرت وکړي (هغه شيان ترک کړي ) .

دغه دواړو احاديثو کې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم په ډير مختصر ډول د کامل مسلمان صفات ښودلي دي چې په دغو احاديثو باندې علماء کرامو رسالې او اوږده اوږده مطالب او وضالحونه ليکلي دي .

د ژبې په خپل واک کې ساتل ډير مهم دي ځکه ډيرې سختې او لويي لويي ګناوي د ژبې په وسيله تر سره کيږي لکه : غيبت ،بهتان ،دروغ ، د بل مسلمان تحقيرول ،بدګويي او فحشی خبرې کول او داسې نور چې په دې ټولو اعمالو سره بل کس ته سخت ضرر رسيږي .

د لاس ضرر : د بل کس وهل ، د بل کس مال په ناحقه خوړل لکه :غلا ، رشوت ، چل او فريب او داسې نور .

کله چې خلک د يو چا د لاس او ژبې له ضرر څخه په امن شو نو هغه کس د کامل اسلام څښتن شو ، ځکه ده د الله تعالی او د مخلوق د حقوقو درناوی وکړ .

او که څوک لمونځ کوي ، روژه نيسي او نور عبادات تر سره کوي خو په لاس او ژبه نورو ته ضرر رسوي اسلام يې نيګړی دی يا ناقص مسلمان دی .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email