دمحمدی ص امت لوی شميره به بغير له حسابه جنت ته داخليږي
رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم فرمايي :
– "وعدني ربي أن يدخل الجنة من أمتي سبعين ألفا لا حساب عليهم ولا عذاب، مع كل ألف سبعون ألفا وثلاث حثياث من حثيات ربي". (ترمذي )
زما پروردګار زما سره وعده کړي ده چې زما له امت نه به اويازره بغير له حساب او غذاب نه جنت ته داخل شي او پدې کې به دهرو زرو سره اويا زره نور وي او دری لپې زما د پروردګار په لپو سره زما د امت بغير له حساب او غذاب جنت ته داخل کړي .
تشريح : اويازره او له هرو زرو سره اويازره نور علاوه له دی څخه دريو وارو کې په لپو (بې حسابه چې لپه د حساب واحد نه دی ) دری ډلی هم بې حساب جنت ته داخل شي .
(Visited 34 times, 1 visits today)