د اولاد ترمنځ عدالت
داولاد ترمنځ د عدل سلوک :
په اسلام کې د اولاد تر منځ د عدالت او مساوات ساتلو ډیر تأقيد شوي دی د رسو ل الله صلی الله عليه وسلم هدايت فرمايې چې د اولاد ترمنځ په ورکړه راکړه کې د ټولو سره په انصاف او برابری سلوک کول پکار دي داسې نه چې يو ښه پالل کيږي او بل محروم وي يو دا چې دا د عدل تقاضاده کوم چې الله ج ورباندې راضي کيږي او بل داچې پدې کې حکمت او مصلحت دادی چې که يو پالل کپږي او بل محروم وي نو د هغوی ترمنځ به کينه او بغض منځ ته راشي چې کينه او بعض نيکی له منځه وړي او بل چې که له يو سره ښه سلوک او ښه پالنه کيږي او له بل سره هسی نه کيږي نو پداسې کولو سره به خامخا د اولاد په زړه کې د خپل پلار پر وړاندی شکايت پيدا کيږي چې بلاخره به يې پایلی بدی وي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې :
عَنْ النُّعْمَان بْنَ بَشِيرٍ رَضِي اللَّه عَنْهمَا قال: أَعْطَانِي أَبِي عَطِيَّةً، فَقَالَتْ عَمْرَةُ بِنْتُ رَوَاحَةَ: لا أَرْضَى حَتَّى تُشْهِدَ رَسُولَ اللَّهِ ص، فَأَتَى رَسُولَ اللَّهِ ص فَقَالَ: إِنِّي أَعْطَيْتُ ابْنِي مِنْ عَمْرَةَ بِنْتِ رَوَاحَةَ عَطِيَّةً، فَأَمَرَتْنِي أَنْ أُشْهِدَكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ: «أَعْطَيْتَ سَائِرَ وَلَدِكَ مِثْلَ هَذَا»؟ قَالَ: لا قَالَ: «فَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْدِلُوا بَيْنَ أَوْلادِكُمْ» قَالَ: فَرَجَعَ فَرَدَّ عَطِيَّتَهُ. (صحيح البخارى)
ژباړه : نعمان بن بشير رضي الله عنهما وايې پلار مې ماته يو شي هديه کړل ، عمرة بنت رواحه (مور مې) وويل ترهغه به راضی نه شم ترڅو چې رسول الله ص ورباندې شاهد شوی نه وي ، پس پلار مې رسول الله ص ته ورغی ورته ویې ویل زوی مې چې له رواحه نه دی يو شی مې ورته هیديه کړل مګر مور یې داتأقيد کړی چې رسول الله به شاهد نيسی .
رسو ل الله ص وفرمایل ايا تا ټولو زامنو ته همدا ډول هديه ورکړي ده هغی وویل نه رسول الله ص وفرمايل له خدای ج څخه وويريږه او د زامنو تر منځ عدالت سره رفتار وکړه ورسته مې پلار وګرځید او هديه يې واپس واخيسته .
دهلک او نجلې تر منځ فرق نه کول
حضرت نبی صلی الله علېه وسلم فرمايې :دچا په کور کې چی نجلی پېداشوه اود جاهلېت دوران په شان يی ژوندی ښخه نه کړه ،اونه يی سپکه وګڼله او نه يې هلک ته دهغی په مقابل کې لوړوالی ورکړ نو داسې سړی به خدای ( ج) جنت ته داخل کړي (ابوداود).
اولاد ته خپل حق سپارل :
فتاوي دارالعلوم ديوبند ج۱ ص ۷۶۹ داسې مسئله را اخلي چې که پلار خپل زوی عاق کړي او ورته ووايې چې ځه تاته هيڅ هم نه درکوم خو دده بيا هم چې کوم حق دی هغه نه ساقيطيږي بلکی شته .
عاق د مور پلار نافرماني کول دی چې ډيره لويه ګناه ده که د مور اوپلار نافرمانی د هغوی سره ظلم شوي وي که عاق کلمه ورته ووايې يا ونه وايې عاق دی ولې که په اولاد کې کومه ګناه نه وي او پلار يې عاق کړي نو عاق کيدای نشي يعنی د عاق ګناه ورباندې نشته .
همدارنګه اوس يې چې عملاً وينو لور او خور ته هم د قرآنکريم ټاکل شوی برخې نه سپارل کيږي او ډیرځله يواځې د زامنو يا وروڼو ترمنځ تقسيم کيږي .
قرآنکريم دميراث دقانون له مخی دنرپه نسبت ښځی ته نيمه حصه ټاکلی قوله تعالی :
يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْن((حکم کوی تاسی ته الله په (حق دميراث د) اولاد ستاسی کښې (ورسته ستاسوله مرګه ) شته نارينه لره (له ميراثه ) په مثل دبرخی د دوو ښځو)). يعنی دکوم ميت په اولاده کښی چه هلک اوجينی دواړه وی نوهغوی ته دميراث ورکولو قاعده داده چه يو هلک ته به د دوو جينکوحصه ورکول کيږی
دښځی لپاره ځکه نيمه برخه ټاکل شوی چه ښځه مهر اخلی اوهم دکور دمالی مصارفو مسئوليت نلري
دميراث قضيه په مالی او دژوند په مصارفو پوری اړه لری ښځه دکورنی دنفقی اومالی خرچ هيڅ مسوليت نلری اوټوله دارايی اومال پس انداز کولای شي .
قرآنکريم چې اولاد او نورې اقربا ته کومې برخې ټاکلی د هغی خپل حقدار ته سپارل پکار دی که ونه سپارل شي نو د داسې کس جزا د دوزخ اور دي لکه چې په قرآنکريم کې د ميراث د برخو له بيان ورسته الله ج داسې فرمايې :
وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُّهِينٌ (النساء ۱۴).
ژباړه : چا چې له خدای ج او رسول ص څخه سرکشي وکړه او د هغه په ټاکل شويو پولو يې تجاوز وکړ هغه به په دوزخ کې هميشه استوګن وي او دهغه لپاره سواکونکی عذاب دی .
(Visited 59 times, 1 visits today)