نوم : نوم مې ليکه  

په رمضان کې د حيض د مخنيوي لپاره د دوا کارول

په رمضان کې د حيض د مخنيوي لپاره د دوا کارول
دغه دوا که د عبادت د پوره ختمولو په نيت وي لکه ، د ليلة القدر لټون ،په رمضان کې د قرآنکريم ختم د تراويح لمونځ يا دې ته ورته نور مسائلو كې باک نلري .
مګر که پدې هدف و کارول شي چې روژی په رمضان کې پوره ونيسم او ورسته قضايې را باندې پاتی نشي پدې صورت کې بهتره داده چې دغه دوا ونه کارول شي .
ځکه چې حيض د ټولو ښځو د پاره يو طبعی او فطری شی دی چې الله جل جلاله په فطری جوړښت سره د ښځو لپاره ټاکلی دی ، نو ښځی بايد پر خپل فطری جوړښت راضی وي .
ځکه چې په حيض کې بې شميره حکمتونه نغښتی دی که يې مخه ونيول شي شايد سخت ضرورونه منځ ته راوړي
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : لاضرر ولاضرار – مسند احمد (خپل ځان او بل ته ضرر رسول حرام دی ) .
نو ښه به دا وي چې دغه دوا مصرف نه شي او د روژی قضايې ورسته راوړي .
 
اوسنيو تحقيقاتو دا ثابته کړﺉ چه که د حيض د مخنيوی او باردارۍ دوا وکارول شي نو په آينده کې به د رحم نظم ګډوډ کړی مثلاً د جينينو سقوط ، د حيض د دوری بې نظمې چې کله به مخکې راځی او کله ورسته او يا د پاکۍ نه ورسته بيا د وينی جريان .

نو پدی خاطر لدې ډول دوا څخه پرهيز ښه دی

(الفتاوی محمودی ، فتاوی جامع اهل سنت والجماعت)

آن لاين اسلامې لارښود

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 95 times, 1 visits today)