د فکري جګړې تعريف :
د فوځي او عسکري جګړې پرته د مسلمانانو د دين ، عقيدې ، فکر ، اخلاقو ، کلتور او دودونو له منځه وړلو لپاره د کفارو هر ډول هڅې او کوښښ په هر شکل او بڼه چې وي فکري جګړه بلل کيږي .
په فکري جګړه کې د کفارو هدف د مسلمانانو فکرونه او عقائد دي او غواړي مسلمانان د خپل راسخ ايماني فکر څخه کاږه او يا يې حد اقل له خپل دين څخه لرې کړي .
او يا د فوځې جګړې تر څنګ فکري جګړه دواړه يو ځای د استعمار ګرو لخوا پر مخ بيول کيږي.
د فکري جګړې خطر
۱- فوځي او عسکري جګړه ښکاره وي خو فکري جګړه پټه روانه وي .
۲- د فوځي جګړی دواړه طرفونه مسلح وي مګر په فکري جګړه کې مقابل لوری بې دفاع ولسي خلک وي.
۳- فوځي جګړه ځمکې اشغالوي کورونه او ولسونه نړوي خو فکرې جګړه فکرونه او زړونه اشغالوي او ورانوي يې چې د ځمکو آزادون آسانه دي مګر د وران شوي فکر او زړه جوړل ډير سخت دي .
۴- فوځي جګړه مالي امکانات او يا هم سړي له منځه وړي خو فکري جګړه عقيده او ايمان له منځه وړي .
۵- فوځي جګړه د يو طرف په ماتي سره ختميږي خو فکرې جګړه به د حق او باطل تر منځ د هميشه لپاره روانه وي .
په اسلامي نړۍ کې د فکرې جګړې مراحل:
دلته زمونږ په اسلامي ختيځ کې د مسيحي غرب شتون يو تصادف نه وو ، بلکي د مادي عسکري شتون سره پيل شوی چې په هغه پسې اشتشراق او تبشير (معنوي شتون) او په هغه پسې بيا عسکري شتون (استعمار او له اسلامي خلافت سره د نښلول شويو هيوادونو بيلول) او بيا په هغه پسې له دين څخه د سياست د جلا کولو فکر خپرول ، او د قوميت فکر خپرول او بيا د اسلامي خلافت نړول او بيا په آخر کې کله چې د هغوی فوځونه وځي نو پر ځای يې نور فوځونه چې زمونږ له څرمنې څخه وو ځای نيسي کوم چې زمونږ پر ژبو خبرې کوي او د هغوی د غوښتنې موافق يې سياسي او ټولنيز بدلون راوست .
او دا فکري جګړه په دريو مرحلو تقسيمووو :
لومړۍ مرحله : د اسلامي خلافت د نړولو مخکې مرحله او هغه په لومړي بحث کې بیانوو .
دوهمه مرحله : د اسلامي خلافت نړول .
دريمه مرحله : د اسلامي خلافت له نړولو وروسته مرحله .
أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي / استاد دوکتور علي جريشه و استاد محمد شريف الزيبق
ژباړه : حمدالله شاکري
خپرونه : آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله