د هوا ، حيوان او ګاڼو د شهادت معجزې

۳- د هوا اختيار :

الف : د رسول الله صلی الله عليه وسلم له مجعزاتو څخه يو معجزه دا وه چې ورځې به د الله تعالی په اذن د رسول الله صلی الله عليه وسلم اطاعت کولو[1] .

ب : الله تعالی په باد سره د خپل نبي صلی الله عليه وسلم نصرت کوي ، لقوله سبحانه وتعالی :[ إِذْ جَاءتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا …][2]

۴- په حيوان ، انسان او جن کې تصرف کول :

الف : د عبدالله بن عتيق لاس مات شو رسول الله عليه وسلم په هغه باندې خپل لاس کش کړ ، داسې جوړ شو لکه چې هيڅ مات شوی نه وي[3]

ب ) :  کله به چې رسول الله انسان ته مخاطب شو نو جن به ورڅخه وتلو او داسې به يې ويل : «اخرج عدو الله، أنا رسول الله »[4] .

ژباړه : ووځه د الله دوښمنه ، زه د الله رسول يم .

۵- د کاڼې او ونو شهادت :

الف): د ډبرو شهادت :

حضرت علي  رضی الله عنه  فرمايي: « كنت مع النبي صلی الله علیه وسلم بمكة فخرجنا في بعض نواحيها فما استقبله جبل ولا شجر إلا وهو يقول السلام عليك يا رسول الله» (رواه سنن ترمذي).

ژباړه: زه د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم سره د مکې مکرمې اطرافو ته ووتم نو هرې ډبرې او ونې به رسول الله صلی الله عليه وسلم ته داسي ويل: السلام عليک يا رسول الله!

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:«إِنِّى لأَعْرِفُ حَجَرًا بِمَكَّةَ كَانَ يُسَلِّمُ عَلَىَّ قَبْلَ أَنْ أُبْعَثَ إِنِّى لأَعْرِفُهُ الآنَ » [5].

ژباړه: زه هغه ډبره پېژنم چي په مکه کي به يې زما تر بعثت مخکي ما ته سلام وايه، يقيناً اوس يې هم پېژنم.

ب): د احد غره بې قراره کيدل :

 حضرت انس رضي الله عنه فرمايي چي يوه ورځ نبي کريم  صلی الله علیه وسلم ، ابوبکر، عمر او عثمان رضي الله عنهم د احد غر ته وختل نو غر (د خوښۍ څخه) وښورېدی رسول اکرم صلي الله عليه وسلم پخپله پښه ووهی او ورته ويې فرمايل:

«اثبت أحد فإنما عليك نبي وصديق وشهيدان»[6] .

 ژباړه: ودريږه اې احده! پر تا باندي يو نبي، يو صديق او دوه شهيدان ولاړ دي.

د غره ښورېدل او د حضرت عمر او حضرت عثمان رضي الله عنهما د شهادت وړاندوينه د رسول کريم  صلی الله علیه وسلم معجزه ده.

ج): مړ حيوان خبر ورکوي

ابوهريره رضي الله عنه روايت نقلوي او فرمايي:

لَمَّا فُتِحَتْ خَيْبَرُ أُهْدِيَتْ لِرَسُولِ اللَّهِ  صلی الله علیه وسلم  شَاةٌ فِيهَا سَمٌّ ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ  صلی الله علیه وسلم  « اجْمَعُوا لِى مَنْ كَانَ هَا هُنَا مِنَ الْيَهُودِ » . فَجُمِعُوا لَهُ فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ  صلی الله علیه وسلم  « إِنِّى سَائِلُكُمْ عَنْ شَىْءٍ فَهَلْ أَنْتُمْ صَادِقِىَّ عَنْهُ »….. قَالُوا نَعَمْ . فَقَالَ « هَلْ جَعَلْتُمْ فِى هَذِهِ الشَّاةِ سُمًّا » . فَقَالُوا نَعَمْ . فَقَالَ « مَا حَمَلَكُمْ عَلَى ذَلِكَ » . فَقَالُوا أَرَدْنَا إِنْ كُنْتَ كَذَّابًا نَسْتَرِيحُ مِنْكَ ، وَإِنْ كُنْتَ نَبِيًّا لَمْ يَضُرَّكَ [7].

ژباړه: کله چي خيبر فتح شو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو په زهرو لړلی پسه راوړل شو، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل چي د دغه ځای يهود ما ته راټول کړئ، يهود ورته راټول کړل شول… نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: که زه ستاسو څخه د يو شي پوښتنه وکړم ايا تاسو به رښتيا راته وواياست؟ هغوی وويل: هو، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ايا پدې پسه کي مو زهر اچولي دي؟  هغوی وويل: هو، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه ځني وکړه چي په کومه وجه مو داسي وکړل؟  هغوی وويل: موږ اراده لرل چي که ته کاذب وې نو ستا څخه به په استراحت شو او که نبي وې نو ضرر به در ته ونه رسوي.

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – البخاري ۲/۴۱۳ ، مسلم ۲/۶۱۴.

[2] – سوره الاحزاب :۹ .

[3] – البخاري مع الفتح ، كتاب المغازي ، باب قتل أبي رافع ۷/ ۳۴۰.

[4] – رواه مسند أحمد .

[5] – رواه مسلم .

[6] – رواه البخاري .

[7] – رواه البخاري .

Print Friendly, PDF & Email