الحمد لله وحده ، والصلاة والسلام على من لا نبي بعده . أما بعد :
مشهور قول دا دی چې د جنت آته دروازې دي :
لومړۍ دروازه د لمونځ په نوم ده :باب الصلاة
دوهمه دروازه د جهاد په نوم ده : باب الجهاد .
دريمه دروازه د الريان په نوم ده : د روژه نيوونکو دروازه .
څلورمه دروازه د صدقې دروازه ده :باب الصدقة ؟
له ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صل الله عليه وسلم فرمايلي :
« مَنْ أَنْفَقَ زَوْجَين في سَبِيلِ اللَّهِ نُودِيَ مِنْ أَبْواب الجَنَّة: يَا عَبْدَ اللَّهِ هذا خَيْر، فَمَنْ كَان مِنْ أَهْلِ الصَلاةِ دُعِي منْ باب الصَّلاة، ومَنْ كانَ مِنْ أَهْلِ الجِهَادِ دُعِي مِنْ باب الجِهَاد، ومَنْ كَانَ مِنْ أَهْل الصِّيامِ دُعِيَ مِنْ باب الرَّيَّانِ ومنْ كَانَ مِنْ أَهْل الصَّدقَة دُعِي مِنْ باب الصَّدقَةِ » قال أبو بكرٍ رَضِيَ اللَّه عَنْه: بأَبي أَنت وأُمِّي يا رسولَ اللَّه ما عَلى مَنْ دُعِي مِنْ تِلكَ الأَبْوابِ مِنْ ضَرُورة، فهلْ يُدْعى أَحدٌ مِنْ تلك الأَبْوابِ كلِّها؟ قال: « نَعَم وَأَرْجُو أَنْ تكُونَ مِنهم . (البخاري ۱۸۹۷، مسلم ۱۰۲۷).
ژباړه : چا چې د الله په لاره کې جوړه شيان خرڅ کړل د جنت د دروازو څخه ورته آواز کيږي چې ای د الله بنده دغه غوره ده (هره دروازه هغه ته د استقال نارې وهي) پس څوک چې لمونځ کوونکی وي هغه د لمونځ کوونکو د دروازې لخوا بلل کيږي او څوک چې جهاد کوونکي وي د جهاد د دروازې لخوا بلل کيږي او څوک چې روژه نيونکی وي د ريان د دروازې لخوا بلل کيږي او څوک چې زکات او صدقه ورکونکی وي نو د صدقې د دروازې لخوا بلل کيږي، ابوبکر رضی الله عنه وويل : زما مور او پلار دې تر تا قربان يا رسول الله ! چا ته چې د دغو دروازو څخه د يوې دروازې لخوا بلنه ورکړل شي ضرور نه ده نو آیا داسې څوک شته چې د ټولو دروازو لخوا به بلل کيږي ؟ ويې فرمايل: هو هليه لرم د هغه ډلې يو ته وې .
پنځم دروازه : باب الأيمن ( د ښي لوري دروازه) :
له ابی هريره رضی الله عنه څخه يو اوږد روايت نقل شوی دی چې په آخره برخه کې يې راغلي دي :..« فَيُقَال: يامُحمَّدُ أَدْخِلْ مِنْ أُمَّتك مَنْ لاَ حِسَابَ عَلَيْهِمْ مِنَ الْباب الأَيْمَنِ مِنْ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ وهُمْ شُركَاءُ النَّاسِ فِيمَا سِويَ ذَلِكَ مِنَ الأَبْوَابِ ». أخرجه البخاري ( 4712 ) ومسلم ( 194 ) .
ژباړه : او هغه ته ويل کيږي ای محمده! د امت هغه کسان چې پر هغوی حساب نشته د جنت د ښی دروازې څخه داخل کړه او زما نور امت د دغه دروازې پرته د جنت په نورو دروازو کې د نورو امتونو سره شريک دي .
شپږمه دروازه : لا حول ولا قوة إلا بالله:
قيس بن سعد بن عبادة رضی الله عنه وايي چې زما پلار ته رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي وو :
« أَلا أَدُلُّك على كَنْزٍ مِنْ كُنُوزِ الجنَّة؟ » فقلت: بلى يا رسول اللَّه، قال: « لا حول ولا قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ » رواه ( الترمذي ( 3581 ) ، وسلسلة الصحيحة (۱۷۴۶).
ژباړه: ايا تا ته د جنت له دروازو څخه د يوې دروازې لارښوونه ونه کړم ؟ ما وويل :هو ، و يې فرمايل :لا حول ولا قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ.
اومه دروازه : د پلار په نوم دروازه ده (باب الوالد) :
ابودرداء وايي چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم مې اوريدلي چې فرمايل يې : الْوالِدُ أَوْسطُ أَبْوابِ الجَنَّةِ ، فَإِنْ شِئْتَ فَأَضِعْ ذلِك الْباب، أَوِ احفظْهُ ، و ربما قال سفيان : ان أمي ، وربما قال :أبي .
ژباړه : پلار (او يا مور) د جنت منځنۍ دروازه ده ، که غواړې هغه دروازه له لاسه ورکړه او يا هغه وساته .
آتمه دروازه توبه (باب التوبة):
عبد الله ابن مسعود رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « للجنة ثمانية أبواب ، سبعةٌ مغلقة ، وبابٌ مفتوح للتوبة حتى تطلع الشمس من نحوه » .(رواه الحاکم ۴/۲۶۱ ، الطبراني ۱۰۴۷۹، والدارمي ۲۸۷۰) .
ژباړه : د جنت آته دروازې دي چې اووه بندې دي او او يوه دروازه د توبه کوونکو لپاره تر هغه پورې خلاصه ده څو لمر د لويديځ څخه را وخيږي .
او ځنو علماوو نورې دروازې هم بيان کړې دي لکه :
باب الحاجين
باب المعتمرين
باب الذاکرين
باب الشاکرين
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود