د تنصير (مسيحيت ته د دعوت ) اهداف

۱- د اسلام څخه ايستل او په مسيحيت کې داخلول ، لکه صمويئل زويمر وايي : مونږ غواړو چې مسلمانان د محمد څخه مسيح ته نقل کړو[1] .

۲- د مسلمانانو ايستل له خپل دين څخه او د هغوی سيکولار او لا دينه جوړول ، هغوی وايي که په دې باندې ونه توانيږو چې هغوی مسيحيت ته داخل کړو ، نو بايد داسې وکړو چې هغوی له خپل دين څخه وباسو او لادينه يې جوړ کړو [2].

۳- مسلمانانو ته پخپل دين کې شکونه وراچول او د هغوی مذبذبه کول ، لکه امريکايي مبشر صمويئل زويمر وايي : د مسيحي مبشر لپاره ښايي چې مايوسه نشي کچېرې د مسلمان مسيحي کول او يا بې دينه کول نتجه ورنکړي ، نو دا هم کافي ده چې پخپل دين کې مذبذب او شکي شي تر څو يې خپل دين تر نظره سپک ورشي[3] .

۴- د مسلمان د شخصيت داغول داسې چې د اسلام ، اسلامي روح او اسلامي اخلاقو څخه لرې شي ، کچېرې مسلمان مسیحي او مرتد نشي نو دا هم کافي ده چې هغه د خپل دين څخه لرې شي ، داسې چې څوک پنځه وخته لمونځ کوي ، دريو وختونو ته را ټيټ او يا هم يوازې د جُمعې لمانځه کولو ته را ټيټ شي ، د پوره حجاب پر ځای نيمه حجاب او يا د هغه څخه د حجاب ترک کولو ته را ټيټ کړ شي ، په ګناهونو او فساد او شهواتو اخته کړ شي څو د خپل دين څخه لرې او د ځوانمردۍ سخا له لاسه ورکړي.

صمويئل زويمر د قدس د 1935 په کنفرانس ويلي : زمونږ هدف د مسلمانانو مستقيم تنصير نه دی ځکه مونږ ددې توان او طاقت نلرو ، بلکي پر مونږ باندې لازمه ده چې مسلمانان د خپل دين څخه لرې کړو .

همدارنګه د شمالي امريکا مبشر روبرت ماکس وايي : مونږ به خپل کوښښ تر هغه پورې ترک نکړو څو پورې مو چې صليب د مکې او قدس پر آسمان نه وي درولی [4].

آن لاين اسلامي لارښود

[1] – التبشير والاستعمار في بلاد العربيه / دوکتور مصطفی خاليد ص ۱۹۳ .

[2] – حقيقة التبشير في الماضي والحاضر / احمد عبدالوهاب ص ۱۶۱.

[3] – الاتجاهات الفکري المعاصرة / دوکتور علی جريشه ص ۲۶.

[4] – تنصير مفهومه و وسائله ص ۳۳ ، تنصير في أفغانستان / نقيب الله محمد صديق.

Print Friendly, PDF & Email