د نصارا د علماوو اعترافات

۱- د ورقه بن نوفل اقرار:

کله چې په جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې په غار حرا کې لومړۍ وحی نازله شوه ، په داسې حال کې چې ويرېدونکی وو خپل کور ته راغی او بې بې خديجه رضی الله عنها ته يې حال بيان کړ ، هغې د خپل تره زوی ورقه بن نوفل کره بوتللو او هغه ته يې د سترګو ليدلی حال بيان کړ،  ورقه چې په عبرانی ژبه پوه وو تورات او انجيل به يې لوستل او په عبراني ژبه يې ليکل کولای شول د خپل توان تر اندازې به يې انجيل ليکلو ،ده د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ښکاره نيښانې په ياد شوی آسمانی کتابونو کې ليدلې وې نو ورته يې وويل: قسم په پر خدای (جَل جلاله) چې دا همغه فريښته ده کوم چې موسی (عليه السلام) ته به يې وحی راوړله .

کاشکي چې زما توان او وس وای ما به هم درسره مرسته کړی وای ځکه ستا پر وړاندې به ستا قوم او ولس دوښمن شي او د خپل وطن پريښولو ته به دی اړ کړي . 

۲- د نجاشي اقرار :

کله چې د مهاجرينو مشر جعفر رضی الله عنه نجاشي ته قرآن تلاوت کړ ، نو هغه دومره وژل چې ږيره يې لنده شوه او ويې وويل : دا او هغه چې عیسی علیه السلام ته يې را وړي وو د یوه څراغ رڼا ده .

بيا د مهاجرينو څخه پوښتنه وشوه چې تاسو د عيسی عليه السلام په اړه څه نظر لرئ ؟ هغوی وويل : حضرت عیسی علیه السلام د الله تعالی بنده او رسول او د الله تعالی هغه کلمه ده چې پاکې او پیغلې مریمې ته یې القاء کړه..

نجاشي یو خلی له ځمکې را پورته کړ او ویې ویل چې قسم په الله عیسي علیه السلام د دې خلي په اندازه هم د ستاسې له خبرو څخه زیات نه دي.

۳- د روم د قيصر اقرار :

بخاري شريف روايت نقل کړی دی چې د قريشو سرداران د ابوسفيان په مشرۍ روم ته لاړل ، د روايت په يوه برخه کې راځي چې : هرقل د ابوسفيان څخه وپوښتل (محمد صلی الله عليه وسلم ) تاسې ته په څه باندې حکم کوي ؟ ابو سفيان وويل : په دې باندې حکم کوي چې د يو الله عبادت به کوئ او د هغه سره به هيڅ شی نه شريکوئ ، او د بتانو له عبادت څخه مو منع کوي ، مونږ ته په لمانځه ، صدق او پاکدامنۍ حکم کوي .

هرقل وويل : تا چې څه وويل که دا حقيقت ولري ، نو داسې ورځ به راشي چې همدا زما د پښو لاندې ځای به هم ونيسي ، زه پوهيدم چې داسې پيغمبر به ظهور وکړي مګر په دې نه پوهيدم چې هغه به د تاسې له مينځه ظهور کوي ، که چيرې زه پوه شم چې زه به د هغه سره د ملاقات توان لرم نو زه به د هر څه څخه مخکې د هغه ترتيب برابر کړم او کچېرې زه وتوانيدم او هغه سره مې ديدن وشو نو زه به خپله د هغه پښې پرېمنځم [1].

۴- د مسيحيت د معاصرو علماوو اعتراف :

برناردشو وايي : د محمد صلی الله عليه وسلم  پيروان د عیسی عليه السلام په اړه د ستر ادب او احترام لرونکی دي.

م .کويټ داسې وايي: غربيان د اسلام په وړاندې د کينې اوعداوت په فضا کې لوی شوي دي برعکس مسلمانان د عیسی عليه السلام او د هغه کتاب انجيل سره ډيره مينه او دوستي لري.

بريطانوی ارسکين چايلدرز وايي : د مسلمانان روابط له اول څخه د نورو امتونو سره مساوي نه وو ځکه اسلام په ټولو آسماني اديانو ايمان لري او په مخکنيو پيغمبران ايمان لرل يې د عقيدې يو جز دی مګر نورو اديانو اسلام په رسميت نه دې پېژندلی،  نه يې په هغه اعتراف کړی او نه هم يوه ورځ له هغوی سره د دوستی اومسالمت له مخې ولاړل .

رينيه ديکارټ په يوه مقاله کې وايي : مسلمانان د عیسیٍ عليه السلام او محمد صلی الله عليه وسلم په رسالت عمل کوي مګر مونږ په دوهم رسالت (اسلام)  عمل ونه کړ که چېرې مونږ په انصاف قضاوت کړی وای نو حتمي به د هغوی تر څنګ درېدلي وو ځکه د مسلمانانو رسالت له هرځای او هر وخت سره مطابقت کوي .

پايله : پورته مو د مسيحيت د منسوخ والي ، تحريف او عقيدتي انحراف دلائل بيان کړل چې نومړی دين د قرآن په نزول سره منسوخ او همدارنګه د عقيدتي شرک او انحراف څخه ډک شوی دين دی ، د الله تعالی په نزد بر حق دين اسلام دی ، مګر هغه کافران چې حق ته غاړه نه ږدې د اسلام پر وړاندې خپلې دوښمنی ته دوام ورکوي ، د کفر او شرک طرف ته بلنه کوي او غواړي چې مسلمانان له خپل دين څخه منحرف او يا يې له خپل دين څخه لرې کړي .

آن لاين اسلامي لارښود

[1] – رواه البخاري – کتاب وحی :۷ .

 

Print Friendly, PDF & Email