نصاری (مسيحيت):

نصاری د عيسی عليه السلام اصحابو او ملګرو ته وايي ، هغو کسانو چې د عيسی عليه السلام په دين باندې يې ايمان راوړ د هغه نصرت او مدد يې وکړ نصاری بلل کيږي .

او مسيح د عيسی عليه السلام لقب وو نو ځکه يې پيروان ځانونو ته مسيحيان يا عيسويان وايي.

عیسی عليه السلام د بنی اسرائيلو لپاره مبعوث شوي ؤ او د انجيل کتاب ورباندې نازل شوي ؤ هغه خلک د الله (جل جلا له) وحدانيت ته رابلل خو ورسته د وخت په تېريدو سره انجيل تحريف شو ،بلاخره انجيل د شرک اوبت پرستی له عقايدو سره ګډ شو او آسماني منزلت يې له لاسه ورکړ[1].

آن لاين اسلامي لارښود

 [1] – الموسوعة الميسرة :۴۹۹.

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 43 times, 1 visits today)