په اسلام کې ديموکراسي ځای نلري

کله چې مونږ د ديموکراسۍ اصلي څهره ولوسته نو دا راته واضح شوه چې د ديموکراسۍ اصل او بنسټ الحاد دی او مونږ ته دا څرګنده شوه چې دا سخت کفر او د لوړ او لوی الله تعالی سره شرک دی نو کله چې دا حقيقت په پوره توګه مونږ ته واضح شو  نو د چا څخه چې دا خبرې اوريدل کيږي ډيره بده ده چې وايي:«ديموکراسي له اسلام څخه ده » او يا « اسلام د ديموکراسۍ نظام دی » او يا «اسلامي ديموکراسي» او يا دې ته ورته نومونه چې د حق له کلمې (اسلام) سره د باطل او طاغوت کلمه (ديموکراسۍ ) جمع کول دي .

او حتی دا خبرې د داسې چا څخه اوريدل کيږي چې ځان مسلمان بولي خو مونږ  (د ديموکراسي ) د کلمې مترادفه کلمه د اسلام په تله کې درته ليکو چې هغه دا ده : « د طاغوت نظام او يا جاهلي نظام » نو پورته عبارات داسې راځي : « د طاغوت نظام او يا جاهلي نظام له اسلام څخه دی » او يا « د اسلام نظام دطاغوت نظام دی » او يا « اسلامي طاغوت او جاهليت » نغوذ بالله منها .

آیا دا ممکنه ده چې د مسلمانانو څخه دې کوم مسلمان دا کلمات قبول کړي او دا هم ممکنه ده چې کوم د فهم او عقل څښتن دې دا کلمات رد کړي ؟.

حقيقة الديمقراطية / محمد بن شاکر الشريف

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email