په امريکا کې د ګواښونو له امله د حجاب لرې کول څه حکم لري؟

اسلام علیکم ورحمته االله وبرکاته! الله پاک دی تاسو (آنلاین اسلامي لارښود صفحی کار کوونکی) جوړ لري.

زه په خټه افغان یم او دلته په امریکه کی ژوند کووم. زه یو پوښتنه لرم، الله دی وکړي چی د اسلام او شریعت په رڼا کی راته ځواب راکړی.

پوښتنه: په اسلام کی د ښځو جامه (لباس) څه حکم لري او هغه مسلمانان چی په امریکه کی ژوند کوي د کرکی پیښو رامنځته کولو مخه ونیسي څرنګه جامې یا لباس اچول پکار دي؟
دلته په امریکه کی کله کله د کرکې پیښې رامنځته کیږي او مسلمانان په نښه کیږي. هغه خلکو ته چی د مسلمانانو څخه کرکه کوي دوې په اسانی سره ښځینه مسلمانان په نښه کولې شي ځکه چی حجاب یې  پر تن آغوستې وي. او حتا د مرګ ګواښ هم لري، داسی کومه جامه اچول پکار ده چی ځان اوساتي؟


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په مسلمانه ښځه باندې حجاب فرض او د اسلام له شعائرو څخه دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :[يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا] (الاحزاب 59 ).

ژباړه: ای پيغمبره ! ووايه ته خپلو ښځو ، لوڼو ، او د مؤمنانو ښځو ته چې خپل پړونې يا لوی څادرونه پر ځانو خواره کړي دا ډيره غوره کړنلاره ده تر څو و پيږندل شي نو نه به ربړول کيږي (د بدکاره او فاسقو خلکو له ضرر او اذلت رسولو په امن وي او الله ښه بخښونکی مهربان دی .

په کفري هيواد کې د مسلمانانو اوسيدل څلور حالتونه لري :

اول: کچېرې په کفري هيواد کې مسلمان د خپلو ديني شعائرو اظهار او ساتنه کولای شي لکه : لمونځ ، آذان ، اسلامي حجاب ، روژه نيول او نور نو د جمهورو فقهاوو په نزد په هغه باندې هجرت کول واجب نه دي .

دوهم: کچېرې په کفري هيواد کې مسلمان د خپلو ديني شعائرو د اظهار ساتنې څخه عاجز وي نو په هغه باندې هجرت کول واجب دي داسې ځای ته به هجرت کوي چې هلته په ښکاره په دين باندې پابند ووسدلای شي .

دريم : هغه کسان دي چې د دوی د هجرت کولو وس او توان نلري معذور وي نو پر دوی باندې ګناه نشته .

څلورم : او هغه د کوم ضرورت لپاره تللي وي لکه : علاج او درملنه چې ددې ځای څخه پرته بل ځای نه کيږي نو هغوی د حاجت تر پوره کيدو پورې اوسیږي .

هغه کسان چې دوی په کفري ملک کې د شعائر الله د پر ځای کولو او په دين باندې ثابت پاتې کيدو توان نلري نو کچېرې د وس او توان په صورت هجرت ونکړي د هغوی په باره کې داسې وعيد راغلی دی : لقوله سبحانه وتعالی : [إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنْتُمْ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأرْضِ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا فَأُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءَتْ مَصِيرًا إِلا الْمُسْتَضْعَفِينَ ] (النسآء :۹۷ ) .

ژباړه:کوم خلکو چې پر خپلو نفسونو ظلم کاوه پريښتو له هغوی څخه د هغوی د ساه اخيستلو په وخت کې پوښتنه وکړه تاسې په څه حال کې اخته وﺉ ،هغوی ځواب ورکړ چې مونږ په ځمکه کې کمزوري او مجبور وو ، پريښتو وويل آيا د الله تعالی ځمکه کمه وه چې تاسې هجرت کړی وای دا هغه خلک دي چې استوګنځی يې دوزخ دی او هغه ډير بد استوګنځی دی ، مګر کوم کسان له نارينوو ، ښځو او ماشومانو چې بې وسه وي.

والذين يُقيمون في دِيَارِ غَيرِ المُسلمين على أربعة أصناف:

– صنفٌ عاجزٌ عن الهجرة ولا يستطيعها، فهؤلاء لا يؤاخذون، ولا يَلْحَقُهم شَيء مِنَ الحَرَج.

– وصنفٌ قادرٌ على إظهارِ شَعَائرِ الله، وقادر على الالتزام بأحكام شريعة الإسلام الظاهرة؛ فجماهير أهل العلم على أنَّهم لا يجبُ عليهم الهجرة.

– وصنف قادرٌ على الهجرة، وغير قادر على إظهار شعائر الإسلام، فهذا يجب عليه أن يُهاجر.

– وصنف إنَّما ذَهَبَ لحاجة عارضة من سفارة أو علاج، أو نحو ذلك، يريد أن يَقْضِي حاجته فيعود.

وهذه الأحوال مذكورة في قوله تعالى: ﴿إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ ظَالِمِي أَنفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنتُمْ ۖ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الْأَرْضِ ۚ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا ۚ فَأُولَٰئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَسَاءَتْ مَصِيرًا (97) إِلَّا الْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ لَا يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةً وَلَا يَهْتَدُونَ سَبِيلًا﴾ [النساء:97-98]، فاستثنى هؤلاء الضعفاء.

(الاکاديمية الاسلامية – دوکتور سعد بن ناصر ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email